د ARY د تلويزيوني شبكي سره دګلبدين حكمتيار مركه

١ . پوښتنه له نوي پاکستاني حکومت نه څه توقعات لرئ؟ ځواب : له پاکستان نه افغانانو انتظار دادئ چي دافغانستان په اړه په خپل مخکني زاړه سياست کي تجديد نظر وکړي ، دافغانانو په ضد دامريکايانو له ملگرتيا لاس واخلي، زموږ دهيواد په اړه دامريکا له  اغيز نه فارغ اومستقل سياست غوره کړي ، تراوسه ئې چي دامريکا لپاره څه کړي ، په دې دي اکتفاء وکړي، متاسفانه دپاکستان مخکنيو حکومتونو خپل خارجي سياست دامريکا تر اغيز لاندي ټاکلى ،د امريکا  گټو ته ئې  هم پرخپلو ملي گټو، ترجيح ورکړې او هم ئې دسيمي دنورو هيوادو پرگټو، دواشنگټن په امرئې دافغانانو په ضد په داسي جگړي کي برخه واخيسته چي هم داسلامي رواياتو منافي وه ، هم دښه گاونډيتوب خلاف اوهم دپاکستان دملي گټو خلاف، دا نن چي په افغانستان کي دکوم بحران شاهد يولويه وجه ئې همغه غلط سياستونه دي چي اسلام آباد د واشنگټن په وينا غوره کړي وو، دا دوى وو چي دروسي فوځونو له وتلو وروسته اود ډاکټر نجيب دحکومت دنسکوريدو په مهال ئې اقتدار هغه شمالي ائتلاف ته وسپارو چي دمسکو او واشنگټن په وينا اودتهران په وساطت جوړ شوى وو ،خوداسې معلوميږي چي نوى پاکستاني حکومت همغه مخکنى سياست تعقيبوي، دا حکومت د دې توان نه لري چي د جنرالانوله لوري وضع شوي سياست کي تبديلي راولي، ښايي دهغو سياسي کړيو دا انديښنه به په ځاى وي چي وايې: د پاکستان دنوي حکومت چارواکو تر انتخاباتو دمخه له امريکايانو سره تعهد کړى چي اسلام آباد به د افغانستان په اړه مخکنى سياست تعقيبوي. ٢. پوښتنه : دافغانستان په روان مقاومت کي دحزب اسلامي موقعيت څنگه دئ؟ ځواب: تاسو ته معلومه ده چي حزب اسلامي ترټولو ستر او يوازنى افغانستان شمول حزب دئ، په شمال اوجنوب، پښتنو اوغيرپښتنو کي ژور نفوذ لري، په افغانستان کي اسلامي تحريک دحزب په لاس پيل شوى ،  دروسانوپه ضد دجهاد په دروان کي حزب دمقاومت دملاتير وو، په لوى شمير کې روزل شوي او با تجربه مجاهدين لري، روان مقاومت هم د حزب اسلامي په لاس پيل شوى، له هغې ورځې چې کابل او ورپسې کندهار د امريکايانو په لاس کې پرېوتل، د طالبانو حکومت ړنگ شو او له صحنې ووتل. حزب اسلامي مقاومت پيل کړ او ولس يې د يرغلگرو په ضد پاڅون ته راوبللو، تر يو نيم کال پورې حزب د مقاومت په سنگرونو کې يوازې و، نورې ډلې ډېر وروسته ورو ورو ميدان ته راووتلې. که د وسايلو او جنگي مهماتو مشکل نه وي نو حزب کولى شي په لسهاوو زره مجاهدين جنگ ته حاضر کړي، خو موږ خپلو محدودو امکاناتو ته په پام سره دومره مجاهدين تيار کړي چې هم يې د اکمال له عهدې وتلى شو ا و هم تر اوږدې مودې مقامت ته دوام ورکولى شو. ٣. پوښتنه : افغانستان او پاکستان له خپلو طالبانو سره د مذاکرتو خبره کوي، خو له القاعدې سره ولې د مذاکراتو خبره نه کوي؟ ځواب : کاش دوى د مذاکراتو په ادعا کې صادق او مخلص وى او د داسې مذاکراتو واک يې درلودى، گمان نه کوم چې امريکايان دوى ته دمذاکراتو اجازه ورکړي. امريکا په اسلامي هېوادو کې د تشنج دوام غواړي، خپلې گټې په دې کې لټوي چې اسلامي هېوادونه له ثبات او استقرار نه محروم وي، ايران د عربو په ضد، شيعه د سني په خلاف او ملا له مکتبي سره وجنگوي، دا نه خوښوي چې د دې هېوادونو لانجې د روغې جوړې او تفاهم له لارې حل و فصل شي. ٤. پوښتنه : القاعده د اسلامي نړۍ لپاره د خلافت خبره کوي، حزب اسلامي د امريکايانو له وتلو وروسته څنگه نظام غواړي؟ ځواب : د اسلامي خلافت احياء او د اسلامي امت د تېر مجد او عظمت اعاده بايد د هر با احساسه مسلمان لويه تمنا وي، د ا سلامي امت تجزيه او په وړو وړو ملکونو يې وېشل يوه ستره غميزه او دردوونکې فاجعه وه، دغه فاجعه د دې باعث شوه چې اسلامي هېوادونه د غربي استعمار په لاس کې پرېوځي او د اسلامي خلافت له زواله تر نن پورې د غرب مستعمرې پاتې شي. په سياسي، نظامي، اقتصادي او حتى فکري او اخلاقي لحاظ پردي پرې حکومت وکړي. د خپلې خوښې نظامونه، حکومتونه او واکمنان پرې مسلط کړي. د وسلو د پلورلو په بازار او د مصنوعاتو په مارکيټ يې بدل شي. آيا داسې مخلص او په اسلام پوه مسلمان به پيدا شي، چې د غربي استعمار له غلامۍ نه آزادي او د اسلامي خلافت د بيا احياء هيله ونه لري؟!
مونږ په آزاد او خپلواک افغانستان کې يو منتخب اسلامي حکومت غواړو، په نورو اسلامي هېوادو کې هم د پرديو په لاس د مسلط شويو مطلق العنان او ديکتاتوري نظامونو په ځاى منتخب اسلامي حکومتونه غواړو، داسې حکومتونه به د اسلامي امت د يووالي او وحدت لار آواروي او په پاى کې به په يوه ستر اسلامي خلافت منتج کيږي. پوښتنه : د فدايي عملياتو په اړه څه نظر لرئ؟ ځواب : فدايي عمليات د غربي استعمار د ظلمونو په ضد يو طبيعي عکس العمل دى. د مسلمانانو دردناک حالت، په فلسطين، افغانستان، عراق، کشمير، چيچين او د نړۍ په گوټ گوټ کې پر مسلمانانو ظلمونه، جنرالان، پاچايان او ديکتاتوران پرې مسلطول، زېرمې يې غارتول، له فقر، لوږې او محروميتونو سره يې مخامخول، آزادي او خپلواکي يې سلبول، دا هغه څه دي چې د اسلامي امت نوى نسل يې فدايي عملياتو ته هڅولي. مونږ د ټولو هغو عملياتو ملاتړ کوو چې د اشغالګرانو، يرغلگرو او د دوى د لاس پوڅو په ضد وي، خو هر هغه کار محکوموو او خپل برائت ترې اعلانوو چې پې وزلو او بې گناه خلکو ته صدمه رسوي. ما ته ووايي : که امريکايان په يوې اونۍ کې په هسکې مېنې، نورستان، بکوا او شينډنډ کې تر (٥٠٠) پنځو سوو زيات بې گناه خلک په وينو کې رغړوي، په کليو او کورونو يې حتى د واده په مراسمو کې بمونه وروي، ما ته ووايئ چې د دې په مقابل کې به غيرتي افغانان څه کوي او د نړۍ د د نورو غيرتي مسلمانانو مسؤليت څه دى؟ پوښتنه : د ايتلافي ځواکونو په خلاف حزب اسلامي، طالبان او القاعده بېل بېل جنگيږي، آيا د گډ مقاومت په اړه څه خبره نه ده شوې. آيا د عراق په څېر د کومې جهادي شورى د جوړولو منصوبه شته؟ ځواب : مونږ ډېره هڅه وکړه چې د اشغالگرانو په ضد يوه ستره متحده جبهه جوړه او ټول هغه ځواکونه او شخصيتونه په کې راغونډ کړو چې د اشغالگرانو بلا قيد و شرط تل او په آزاد او خپلواک افغانستان کې يو واقعي اسلامي نظام غواړي، که څه هم دا هڅې له ځينو خنډونو سره مخامخ دي خو مونږ خپلو هلو ځلو ته ادامه ورکوو، او هيله من يو چې ان شاء الله په راتلونکې کې به دا هدف ترلاسه شي. پوښتنه : آيا له حزب اسلامي سره د پاکستان، عربانو يا نورو هېوادو مجاهدين شته؟ ځواب : که څه هم د اشغال شويو اسلامي سيمو د آزادۍ لپاره جهاد د نړۍ پر ټولو مسلمانانو فرض دى، خو موږ بهرنيو مجاهدينو ته ضرورت نه لرو. افغان مجاهدين په يوازې سر کولي شي امريکايان له خپل هېواده وتلو ته اړ کړي. زمونږ ستونزه دا نه ده چې د مجاهدينو شمېر مو لږ او دې ته اړ وو چې د نورو سيمو انصار مجاهدين راشي او د دښمن په ضد زمونږ په څنگ کې وجنگيږي. که د اکمالاتو مشکل حل شي دومره مجاهدين سنگر ته لېږلي شو چې ورته ضرورت لرو. پوښتنه : د پاکستان حکومت له لوري له طالبانو سره تفاهم او مذاکراتو ته په کومه سترگه گورئ؟ ځواب : دا تفاهم په هغه صورت کې نتيجه ورکوي چې اسلام آباد په هغه اعلان شوي جنگ کې د امريکا له ملگرتيا لاس واخلي چې د اسلام ا و مسلمانانو په ضد يې پيل کړى. تراوسه خو حالت داسې دى چې پاکستاني چارواکي په ډېر فخر ا و له شرم نه پرته وايي چې د دې جنگ په لومړي خط کې جنگيږي. پوښتنه : آيا حزب اسلامي د القاعدې له قيادت او مجاهدينو سره څه رابطه لري؟ د امريکايانو له وتلو وروسته به د حزب اسلامي او طالبانو اړيکي څنگه وي، ځکه په ماضي کې هغوى له تاسو سره رقابت درلود او په افغانستان کې به له القاعدې سره د تړلو ډلو مستقبل څنگه وي؟ ځواب : د دې پوښتنو په ځواب کې بايد ووايم : ·   مونږ د القاعدې له قيادت او مجاهدينو سره نه تنظيمي اړيکي لرو او نه د گډ او مشترک کار کومه معاهده. ·   حزب اسلامي دې ته ترجيح ورکوي چې ټول مجاهدين په يوه ډاډمن متحد صف کې راغوڼد شي، د دښمن په ضد گډ او واحد دريځ غوره کړي، د افغانستان د راتلونکي نظام په اړه خپل نظريات او مواقف توحيد کړي، په دې ارتباط زمونږ مسلسلې او مخلصانه هڅې روانې دي. ·   د القاعدې اکثر مجاهدين اوس په عراق کې جنگيږي، دوى اوس افغانستان ته د يوه مرکز په توگه ضرورت نه لري، د دوى په اړه د امريکايانو تبليغات حقيقت نه لري. پوښتنه : څو ورځې مخکې حزب اسلامي په حامد کرزي د راکټي بريد مسؤليت قبول کړ، دا په داسې حال کې چې د کابل حکومت له حزب اسلامي سره د مذاکراتو خبره کوي، د دغو دواړو په اړه ستاسو موقف څه دى؟ ځواب : د کابل حکومت که له يوې خوا د مذاکراتو خبره کوي له بلې خوا د مجاهدينو په ضد جنگ او د بهرنيو ځواکونو په مزيد پاته کېدو ټينگار کوي، تاسو ته معلومه ده چې د مجاهدينو اساسي او لومړى شرط دا دى چې اشغالگر ځواکونه بايد په بشپړه توگه زمونږ له هېواده ووځي، له دې پرته نه د يوې شيبې لپاره وسله په زمکه ږدو او نه د کابل له امريکايي حکومت سره خبرو ته چمتو يو. واشنگټن د کابل حکومت ته دا واک نه دى ورکړى چې د بهرنيو پوځونو د وتلو پر مهال وېش له مجاهدينو سره تفاهم ته کښېني او کوم توافق ته ورسېږي، د جورج بوش احتمالي ځاى ناستى هم له افغانستانه د پوځونو د ايستلو خبره نه کوي. د ديموکرات گوند کانديد بارک اوباما خو وايي چې افغانستان تر عراقه ډېر خطرناک دى او بايد له عراق ځينې پوځونه افغانستان ته ولېږل شي. زه هغه ته وايم : د بريژنف او جورج بوش ترخه او ناکامه تجربه مه تکراروه. دا به ستا ستره اشتباه وي چې د جورج بوش د ناکامه سياستونو وارث شې، افغانستان ته د مزيد پوځونو لېږلو نتيجه به له دې پرته بل څه نه وي چې مزيد تابوتونه انتقال کړئ. مزيد رسوايي مو په برخه شي. د نړۍ والو لا زيات کرکي او نفرت سره مخامخ شئ. کوم مصارف چې تاسو د عراق او افغانستان په جنگ باندې کوئ ډېرې برخه يې ستاسو د جنرالانو او د دوى د عراقي او افغاني غلو ملگرو په جيبونو کې لويږي. د افغانستان د حالت په اړه په هغو راپورونو اعتماد او حساب مه کوه چې د بوش جنگ غوښتونکي جنرالان يې تاسو ته په غلونکو الفاظو او ارقامو سره وړاندې کوي، ستاسو دا جنرالان د وړو وسلو بې درېغه پلورل خو پرېږده حتى زغروال گاډي، په وړو وسلو، مهماتو او د نظامي اسراسرو په کمپيوترونو ډک کانتينرونه خرڅوي، په افغانستان کې ستاسو د هرې نظامي اډې خوا ته د امريکايي وسلو د پلورلو تور مارکيټونه جوړ شوي، تاسو داسې کومه وسله افغانستان ته نه ده لېږلې چې ستاسو د مخالفينو او رقيبانو په لاس کې نه وي پرېوتې.ستاسو پوځ نه د جنگ روحيه لري، نه اخلاق او نه نظامي وړتيا، د پوځونو په زياتولو سره دا جنگ نشئ گټلى. ستاسو د پوځ جنرالان او د کابل د حکومت هغه لاس پوڅي چې د پرديو د مټو په زور پر افغانانو حکومت کوي تاسو ته حقايق نه وايي. له دوى نه مه پوښتئ چې دلته د جنگ حالت څنگه دى. دا پوښتنه د جنرالانو په ځاى له هغو ټپي شويو عسکرو وکړئ چې د امريکا روغتونونه پرې ډک دي. له هغو افغانانو نه وپوښتئ چې هره ورځ يې په کليو او کورونو بمونه وريږي. کوم مصارف چې تاسو په جنگ کوئ دا د هغو تور پوستو مظلومو امريکايانو د مالي ستونزو، فقر ا و لوږې په ختمولو وکړئ چې شمېر يې مليونونو ته رسيږي. که ستاسو پوځ سي آى اى او ايف بى آى د امنيت راوستو وړتيا او کفايت لري نو په واشنگټن او نيويارک کې دې امنيت راولي. نه په افغانستان او عراق کې، تجربو وښوده چې ستاسو د مسلح ځواکونو گامونه ډېر ناولي او له شامته ډک دي. هر چيرې چې تللي له ځان سره يې جگړې، بې امني، وراني او وينې تويول وړي. و السلام عليکم ورحمة الله و برکاته ٢٦/٧/٢٠٠٨