
د افغانستان داسلامې جمهورېت د وزېرانو شورا د 1386 کال دلړم دمېاشتې په اوومه نېټه او ددغه کال د ليندۍ دمياشتې په 26 نېټه د 29 او 36 ګڼه مصوبو په ترڅ کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته دنده وسپارله چې په هراړخېزه توګه د رسنيو مالي چارې وڅېړي او دموسسو ، نړېوالو سازمانونو او دبهرنيو دولتونو له خوا دهغوی د تمويلولو څرنګوالی په ېوه رپوټ کې د هېواد کابېنې ته وړاندې کړي . له لومړي رپوټ وروسته نن د 1387 کال د زمري دمېاشتې په اوومه نېټه په دې اړوند د وزيرانو شورا ته اوږد رپوټ وړاندې شو لکه څنګه چې په رېوټ کې ليدل کېږي د رسنيو په تېره بېا دخصوصي تلوېزېونونو ځېنې تموېلوونکي منابع شفافې نه دي او ېو شمېر تلوېزېونونه چې په خپل بېلانس کې ېې خپل عايد له لګښتونو څخه زېات ښودلي دي خپلې ماليې يې دماليې وزارت ته نه دې تحوېل کړي .برسيره پر دې ځينې بهرنيو هيوادونو يا دهغو اړوند سازمانونو آن دهغو اړوندو پوځي ارګانونو ،داطلاعاتو او فرهنګ وزارت اوپه عمومى توګه حکومت ته دخبر له ورکولو پرته يو شمير رسنيو په تيره بيا تصويري رسنيو هم په څرګنده توګه او هم په پټه پيسې ورکړي دي .
د پورتنيو ټکو په پام کې نيولو سره داطلاعاتو او فرهنګ وزارت يوځل بيا له رسنيو او په لومړي ګام له خصوصي تلويزيونونو څخه د وزيرانو شورا دمصوبو په تيره بيا درسنيو دقانون له مخې په ټينګار سره غواړي چي خپل مالي رپوټ په منظم ډول ددغه وزارت په واک کې ورکړي . بهرني دولتونه او په هغو پورې اړوندې موسسې دې رسنيو ته دمستقيمو مرستو له ورکولو څخه په جدي توګه ډډه وکړي چي په پايله کې زموږ مطبوعات او رسنۍ خپلې رښتيني ازادي وساتي او د نورو له ناوړو او منفي اغيزو څخه خوندي پاتې شي ځکه د رسنيو دمالي سرچينو شفاف والی ددوی دازادۍ او په هيواد کې دبيان دازادۍ يوازنی ضمانت کوونکي دي