
حزب د اشغالگرانو په ضد په جهاد باور لري, دا جهاد داسې گڼي لکه د روسانو په ضد جهاد او امريکايانو ته تسليميدل داسې گڼي لکه روسانو ته تسليميدل.
په دې وروستيو کې په خاصه توگه په کابل کې د حزب اسلامي تر عنوان لاندې د دائر شوې غونډې څخه وروسته د هېواد په دننه او بهر کې يو لړ شايعات او افواهات خپاره شوي چې گويا حزب اسلامي افغانستان د هېواد د اشغالگرو او د هغوى د مزدور نظام سره د سازش او روغې جوړې لار خپله کړې ده.
د دغو شايعاتو په هکله حزب اسلامي افغانستان خپل موقف او دريځ په قاطع او غوڅ ډول په لاندې توگه اعلانوي :
١_ د نوموړې جلسې د دائروونکو په هکله مو په مکرره توگه خپل دريځ اعلان کړى. دوى نه د حزب اسلامي استازي دي او نه د حزب دريځ تمثيلوي. حزب د اشغالگرانو په ضد په جهاد باور لري. دا جهاد داسې گڼي لکه د روسانو په ضد جهاد او امريکايانو ته تسليميدل داسې گڼي لکه روسانو ته تسليميدل.
٢_ د اشغالگرا نو په ضد سکوت، د دوى له لنډمهاله يا اوږدمهاله حضور سره توافق او د اشغالگرانو تر سيوري لاندې د کابل په لاس پوڅي حکومت کې برخه اخيستل مو په واضح او پرېکنده الفاظو محکوم کړي او محکوموو يئ.
٣_ د صليبي اشغالگرو ځواکونو په شتون کې انتخابات هيڅ ارزښت نه لري. داسې پارلمان به جوړيږي لکه اوسنى، دې پارلمان څه وکړى شول ،چې بل به يې وکړي؟
٤_ حزب اسلامي افغانستان تر هغې چې په هېواد کې ښکېلاکگر ځواکونه موجود وي د حل يواځينۍ لار جهاد بولي او بس.
٥_ حزب اسلامي افغانستان پر خپل ملت غږ کوي چې خپل بچيان په اجيرې اردو او پوليسو کې د تنظيم پر ځاى د جهاد پر ليکو کې ځاى پر ځاى کړي.
تل دې وي اسلام،
بريالي دې وي مجاهدين
او آزاد دې وي افغانستان
١٣/٥/١٣٨٧
...........................................................
اعلاميه حزب اسلامى افغانستان
در اين اواخر ومخصوصاً بعداز تدوير کنفرانسى تحت عنوان حزب اسلامى درکابل ، در داخل و خارج ازکشور يک سلسله شايعات وافواهاتى پخش شده که گويا حزب اسلامى افغانستان بااشغالگران کشور ونظام مزدور ايشان ، راه سازش و مصالحه را درپش گرفته است.
به ارتباط اين شايعات حزب اسلامى افغانستان موقف خويش را به صورت واضح و قاطع چنين اعلان مى کند:
١ – درمورد تدوير کنندگان جلسه مذکور مابصورت مکرر موقف خويش را اعلان نموده ايم ، که ايشان نه نمايندگان حزب اسلامى بوده ونه هم موقف حزب راتمثيل کرده مى توانند. حزب به جهاد برضد اشغالگران باور دارد، اين جهاد را چنان مى داند طوريکه در مقابل روسها به جهاد پاور داشت وتسليمى دربرابر امريکايى هارا چنان مى داند که تسليم شدن در برابر روسها.
٢ – سکوت درمقابل اشغالگران ، توافق با حضور کوتاه مدت و يا طويل المدت آنها و در سايه اشغالگران شامل شدن درحکومت دست نشانده ايشان را ،با الفاظ واضح و قاطع محکوم نموده و محکوم مى کنيم .
٣ – درموجوديت نيروهاى اشغالگر صليبى انتخابات هيچ ارزشى ندارد.زيرا پارلمانى شبيه پارلمان کنونى ساخته مى شود، اين پارلمان چه کارى کرده توانست که ديگرش انجام بدهد؟
٤ – تا آنگاه که قوت هاى غاصب واشغالگر درکشورما موجود باشد، حزب اسلامى افغانستان يگانه راه حل قضيه، راه جهاد مى داند وبس.
٥ – حزب اسلامى افغانستان ازملت خويش مى خواهد تا فرزندان شان را بجاى فرستادن درتشکيلات اردو و پوليس، در صفوف جهاد جابجا کنند.
جاودان باد اسلام
پيروز باد مجاهدين
و آزاد باد افغانستان
١٣/٥/١٣٨٧