
دخوست ولايت د ژورنالستانوټولنې لخواپه هلمند كې د بي بي سي راډيو خبريال عبدالصمد روحاني وژنه په كلكه وغندل شوه.
د دوشنبې په ورځ د خوست ژورنالستانوپه همدې اړه يوه بيړنۍ غونډه وكړه.
په غونډه كې د عبدالصمد روحاني په وژنه ژور خپګان څرګند شو او ګډون والو له ښكيلو غاړو وغوښتل چې د خبريالانو درناوی وكړي.
دوى د روحاني صاحب د قاتلينو د موندلو او بياورته د درنې جزا وركولو غوښتونكي شول.
په پاى كې ټولو د نوموړي شهيد روح ته دعاوكړه، او ده يې له خدايه د جنت او كورنۍ ته يې د صبر غوښتنه وكړه.
انالله وانا اليه راجعون