دبحرين ولسي پاڅون

اسدالله افغان
وروسته له هغه چې دتونس مصر، ليبيا، يمن او سوريې مسلمانو ولسونو دخپلوجابرو  واکمنانو په خلاف ولسي پاڅونونو او سوليز تظاهراتو لاس پورى کړ او دخپلې برحقې داعيې دتحقق په ليار کې د ژوند تر وروستى سلگو پورى خپل جدو جهد او نه ستړى کيدونکى مبارزى ته يې دوام ورکړ هماغه وه د حس مبارک او قذافى په شان دظالمو ديکتاتورانو دظلم مانى نسکورى شوى  او دا دى د ولس دخوښى حکومت جوړيږي .
بحرين هم يو له هغو هېوادونو څخه دى چې دعربي نړۍ پدې توندو انقلابي څپو کې را گير دى .هلته هم يو مظلوم ملت دخپلى برحقې دعيې لپاره  پاڅون کړى هلته هم يو مظلوم ولس د الخليفه د استبدادى نظام په خلاف  ملي پاڅونونو لاس پورى کړى هلته هم هره ورځ  د لسگونو مسلمانانو وينى تويږي بيگناه مظاهره چيان دزندان تورو تيارو ته غورځول کيږي دبحرين مسلمانان غواړي چې نور نو دابده ورځ دتل لپاره پاى ته ورسيږي مظلومان د ظالمو حکامو له اسارت څخه خلاص او بلاخره ټول د ورونو په شان د ورور گلوى او صميميت په فضاء کې ژوند وکړى دبحرين حکومتى چارواکى بايد د ذليل حسنى مبارک او دمستبد قذافى دسرنوشت څخه عبرت واخلى او دخپل ولس غوښتنو ته ځان تسليم کړى او دکينه کښو گاونډيانو په لمسون دى نور خپل ولس نه ځوروى گاونډيانو ته دى اجازه نه ورکوي چې ټولو بين المللى نومونو په خلاف دبحرين په داخلى اموراتو کې مداخله وکړي .
دا دبحرين مسلمانو خلکو حق دى چې څنگه نظام او څرنگه حکومت ځانته خوښول که د ظلم دا روانه لړى ختمه نشى نو ډير زر ده چې دبحرين مستبد حکام دمظلومانو د آه او فرياد څخه په را پورته شوى طوفان کې لاهو شي هلته چې دندامت اونيکى به هيڅ گټه ونلري دنړۍ مسلمانان ددې غميزې د زر ترزره پاى ته رسيدا غوښتنه کوي او د الخليفه کورنى ته توصيه کوي چې پخپل داخلي سياست کې له سره غور وکړي او دولسي وکړو نظرياتو ته درناوى وکړي او بلاخره دخپل مسلمان ولس د اتفاق او اتحاد په مټ ديو قوي او پرمخ تللى بحرين لپاره مضبوط گامونه پورته کړى .