
ولسي متلونو د هغه پرله پسې تکرار شوي، ليدل شوي شواهدو د کړنو نتيجه ده چې په ولسونو کې د متلونو او يا په بله اصطلاح، د ډېرو ازمايل شويو عملونو زېږنده ده، چې په انساني ټولنه کې په مختلفو رنګونو او شکلونو راتلونکې نسل ته په ميراث پاتې شوي دي. لکه چې وايي: د ليوه بچۍ نه خپليږي! او يا: عاقبت ګرګ زاده ګرګ شود ګرچه با ادمی بزرګ شود!
د نن نه دوه ويشت کاله مخکې د افغانستان د هغه وخت جمهور رييس خدای بښلي ډاکټر نجيب الله د جنګ او جګړې په تباهۍ او د هغه په وړاندې زموږ ولس او هېواد ته د سولې په ضرورت، ملي پخلاينه، ملي مصالحه چې په تاکتيکي او ستراتيژيک رنګ په يوه علم بدله شوې وه او هغه وخت د نړۍ د ډېرو هېوادنو مشرانو، چې په خپل هېواد کې ورته حاﻻت موجود وو، د دغه علم نه په استفادې سره په خپل هېواد کې سوله ټينګه کړه. د هغه وخت مجاهدين او د ننني وخت د واک خاوندان چې زموږ اولس يې د جنګساﻻرانو او مفسدينو په نامه پېژني چې چا په غيږ کې نيولي وو او د چا په ﻻس جوړه شوې سناريو د صحنو لوبغاړي وو او زموږ د هېواد ځمکنۍ بشپړتيا يې په مخاطره، زموږ خپلمنځي منل شوي ملي نظام ړنګول، زموږ تاريخي او په ميراث راپاتې شوي وياړونه په بم او راکټ وويشتل او د اور لمبو ته يې ګوزارول او په ټوله کې د يو کانفډريشن له مخې زموږ ولس او هېواد نه د يوې غوړې مړۍ جوړول او بيا زموږ د دشمن په خوله کې ورکولو په هکله په کراتو کراتو په مختلفو غونډو ، جرګو ليدلو او کتلو کې د ګاونډيو په اصليت او نيت، په دوستۍ او دشمنۍ او په تيره تاريخي دشمنانو که يو مو ژبه او کولتور له منځه وړي نو بل مو د جغرافيې سره تاريخ د خاورې سره خاورې کوي، چې مدعا مې ايران او پاکستان سره د تاريخي ژبو ګاونډيتوب دی. د پاکستان څخه چې هغه وخت ډاکټر نجيب الله تل دا ويل، چې د پاکستان د پيدايښت ژوند زما د ژوند څخه کم دی او يا به يې متل کولو، چې ورکه د شي مينځه چې د مينځې جامې مينځي! ښه ارزونه درلوده، چې پاکستان خپله يو ګوډاګی دولت دی او بيا زموږ عقيدوي ټيکه داران چې په پاکستان کې ستر شوي او بيا خپله پاکستان يې د سرغړونې په صورت کې د منځه وړي او بيا د هغې ﻻ نور پيدا لکه د لړمانو بچي خپلې ميندې او پلرونه خپله خوري، څه تمه کيدی شي.
پاکستان هېڅکله دوست کيدی نشي. د پاکستان نوم د دروغ ، فريب، دورنګي، دوکه بازي او نورو ضعيفو خصلتونو مجموعه ده، چې د پيدايښت سره سم ورسره وده کوي.
د کرزي صيب د ادارې د ملي امنيت سرپرست رييس، مشرانو جرګې ته په لومړي ځل له دغه حقيقت څخه پرده پورته کړه، چې د ديرشو کلنو راهيسې پاکستان د هند او افغانستان په وړاندې د ترهګرۍ او خرابکارۍ پنځلس ګروپونه تربيه کړي، چې د هند د ولس نيکمرغي، د هغه هېواد پياوړی اقتصاد، ښه اداره او غښتلتوب کې نغښتې ده او زموږ د ولس بدمرغي زموږ د ضعيف اقتصاد، کمزورې اداره او د يادو ترهګرو ګروپونو د لوبغاړو په ﻻس موجوديت په اداره کې پټه ده بل څه نه ده. او په دې ترتيب له پاکستان څخه ضعيفه ارزونه ده او هغه هم دا چې د کرزي صيب دادارې واکداران د دغه پاکستان په دسترخوان ستر شوي او د پاکستان اداره يې نارينتوب او د ذات رګونه ښه پېژني، چې څه يې زړه غواړي هغه پرې کوي او د سرغړونې او رول د ختميدو په صورت کې بايد د منځه وﻻړ شي، چې بېلګې يې موږ په سترګو وينو.
د ليکنې د کلمو په راغونډولو سره وايم، د پاکستان څخه ښه ګاونډيتوب او دوستۍ هيله لرل تاريخي ګناه ده چې د سزا پېټی يې زموږ غريب ملت په اوږو وړي. يو ځل بيا د ويلو وړ بولم، چې اوس به هم ليرې نه وي که د ډاکټر صيب نجيب الله د هغه وخت د ملي روغې جوړې د طرحې، ملي پخلاينې، د پرديو د غيږ څخه ځان جلا کول، د خپل هېواد او ولس غيږ ته راتګ، ملي پيوستون، ملي يووالي، د خپل دوست او دشمن ښه پېژندنه، ټينګ هوډ او اراده او عملي کولو ته د سرښنندې په صورت ودريدلو کې د هوسا ژوند ضمانت کولی شي او بس.
په درنښت
انجينير فريد الله ساپی