خیال

خیال می لاړ شی دیو ګل سره میلمه شی۰رانه ورک می هریو غم  او اندیښنه شی۰خو چی کله په ځان پوی شم ګل نه وې۰سترګې پټې کړم په زړه می توره شپه شی۰کله بیا هم په خیالو کی غیږ ترې تاو کړم۰چی غیږګ راکړی نو می زړه اوبه اوبه شی۰کله بیا هم په ځان پوې شم ګل نه وې۰چی ګل نه وې زړه می اور واخلې لمبه شی۰مسافر چی هر انسان شی بی وطن شی۰  لکه بیله  یی د سره چی تنه شی۰    مسافر د خپل جانان په یاد کی سوزې۰هر چی وسوازي نو خاورې او ایره شی۰زه خوستی هم د جانان په یاد کی ژاړم۰چی وژاړم نو زړګې می لږ صافه شی۰خوستی وایی دامنم عمر کمیږې۰خو پردي وطن کی زر زر کمیده شی