د جلالکوټ ادبي خوځښت ٤٩مه اونيزه غونډه!

 فرهاد الله حسيب
جلالکوټ ادبي خوځښت د روان ١٣٩٠ کال د تلې (ميزان)پر٨مه خپله ٤٩مه اونيزه غونډه  دخيبراحمد ترور په وياندويۍ وکړه.
دغونډې مشر له بلغاريانه راغلى تکړه افغان شاعروليکوال  اسدالله اسد  او کوربه يې محمود خزان و.
د قرآنکريم د څو مبارکو ايتونو تر تلاوت وروسته،د ليکوال او فرهنګي شخصيت ډاکټر اسدالله ښاليز د ورور پرمړينې خواشيني وښودل شوه او دعا ورته وشوه.
بيا فرهاد الله حسيب د تېرې غونډې ګذارش ولوست چې وستايل شو.
د ادبي درس په برخه کې ارشاد رغاند دژباړې په اړه اوږدې خبرې وکړې.
بيا د خوشال دراني پر يوې طنزيه کيسې کره کتنه او په وروستۍ برخه کې ازاده مشاعره وشوه چې: جعفرالماس،رحيم الله همراز،نورآغانوراني،جانان زمري،افکارمجرب،احمدجمال جمال،خوشال دراني،فريد ملاتړ،حضرت يوسف يوسفزي،انورالحق يرغل، ارشادرغاند، زيارخان ياد، اسدالله اسد  ،صيام الدين پسرلي، امېدخان يار،محمودخزان،فرهادالله حسيب اويوشمېر نورو پکې خپل شعرونه واورول.
دغونډې په وروستۍ برخه کې د غونډې مشر اسدالله اسد د جلالکوټ ادبي خوځښت پر هڅو خوښي وښوده او پخپلو خبرو کې يې د نړۍ په اوسنيو حالاتو کې د افغان شاعرانو مسوليتونه ياد کړل.
بلې غونډې ته پريکړه وشوه چې د خوځښت د لومړۍ کليزې په وياړ به د تدابيري هڅو په اړه خبرې کېږي،زيارخان ياد به ادبي درس ته تيارى نيسي او رحيم الله همراز به کره کتنې ته غزل راوړي.
دغونډې په پاى ته رسېدو سره د خوځښت غړي د ډاکټر اسدالله ښاليز د ورور فاتحې لپاره د هغوى کورته ولاړل.