د بادشاه نوې جامې

 \"\"



په پخوا زمانوکې يو بادشاه  ؤ، چې تل يې د نوو جامو هيله او لېوالتيا درلوده، تردې کچې، چې خپله  ټوله پانګه او شتمني يې د خپلو جامو او سينګار له لپاره لګوله . خپلو سرتېرو ته يې يوه ذره پاملرنه  نه کوله . نه  نندارتون  ته  تلو او نه هم په بڼ کې ګرځېدو. يوازينى  شى، چې هغه ته يې پام ؤ، د خپلو نوو جامو ننداره يې وه او بس. هغه د هرساعت او هرې ورځې له پاره ځان ته کورتۍ درلوده . هغه لوى ښار، چې بادشاه په کې اوسېدو، زړۀ وړونکى ځاى ؤ . هره ورځ ډېر پردي د ښار لېدو ته راتلل ، يوه ورځ هلته دوه کسان راغلل اوځانونه يې ټوکراوبدونکې معرفي کړل او ويې ويل ، چې د ډېرو ښايسته ټوکرانو په اوبدولو کې مهارت او وړتيا لري. نه يوازې دا، چې ددغو ټوکرانو د رنګ او ډول بڼه په غير عادي توګه ښايسته ده،بلکې له  ټوکرانو  نه  جوړې جامې  په داسې ډول سره نازکې او نرۍ  دي ، چې که څوک د خپلې څوکۍ له پاره نااهله يااحمق وي، نشي کولاى ياد ټوکراوجامې  وويني. بادشاه ، چې دا واورېدل ،فکريې وکړ:( په رښتيا سره، چې  ګرانبيه جامې به وي . د هغوى په اغوستو به وکولاى شم، چې زموږ کوم وزير د خپل وزارت وړتيا نه لري ا و پوه له ناپوه څخه توپيرکړم ، اوزۀ به وکوﻻى شم ،چې خپله اداره په ښه ډول سره پرمخ بوځم ،همدا اوس  هغوى کولاى شي،چې سملاسي يوه  جوړه ټوکر زما له پاره ؤاوبي .) بادشاه دوه تنو غولوونکو ته د بيانې په نوم زيات شمېر پيسې ورکړې ، ترڅو په خپل کار پيل وکړي . هغوى د او بدلو دوه هټۍ (دستګاوې) ولګولې او داسې يې وښوده ،چې کار کوي . خو حقيقت دا ؤ ،چې د هټۍ  په مخ هېڅ شى نه ؤ. ډېر ژرد تر ټولو ښۀ او غوره ورېښمو او د خالصو زرتارونو غوښتونکي شول ،کله ،چې زر تارونه ورته ورسېدل ، هغوى  يې  په احتياط سره غلا اوپټ کړل ، خو هره ورځ يې د شپې ترناوخته پورې په تشه  هټۍ باندې خپل کار ته ادامه ورکوله . بادشاه له ځان سره وويل: ( زۀ بايد پوه شم، چې د جامواوبنې کار چېرته رسېدلى ؟) خوداهم ورياد شول ،چې کم عقله او ناپوهه سړى نه شي کولاى ،چې ياد ټوکر وويني . احساس يې کړه، چې دا کار لږ ستونزمن دى .هيله يې درلوده، څوخپله هغه اندېښنه، چې د لګښت په اړه يې کوله ،په رښتياسره رفعه شي او فکر يې وکړ، چې بايد احتياط وکړي او لومړى بل څوک ورواستوي ، څو کارونه له نېږدې څخه وګوري . د ښار دننه او بيديا خلک د نوو او عجيبو ټوکرانو څخه خبر وو اوهيله يې درلوده،چې دغوټوکرانو په مټ د خپلو ګاونډيانو حماقت او ناپوهي وويني  .بادشاه له ځانه سره وويل :( لومړى بايد خپل بوډا او تکړه وزير او بدونکو ته ورواستوم، هغه کولاى شي ،ښه يې وويني، چې دا ټوټه ټوکرد څه شي په شان دى ،ځکه ،چې دى دمتفکرو ماغزو خاوند دى او پرته له دۀ  څخه ، نور هېڅوک د خپلې څوکۍ او مقام اهليت او وړتيا نه لري .) له دې پرېکړې سره سم بادشاه خپل  بوډااو پياوړى وزيرهغه  تالار ته، چې هلته دوه غولوونکي د  تشو هټيو کار کاوۀ ، ورواستاوۀ . وزير د هغوى  په لېدو له ځان سره وويل :
( خداى مې دې ساتي!)
او خپلې سترګې يې رډې کړې اوله ځان سره يې خبرو ته ادامه ورکړه :( عجيبه ده ، زۀ هېڅ شى نه وينم ! ) پوره احتياط يې وکړ،چې داخبره يې له خولې ونه وځي . دوه غولوونکو له وزير نه غوښتنه وکړه ، چې د هغوى اوبدونکې هټۍ ته ورنېږدې شي او غوښتنه يې وکړه، چې وګوري،ايا د ټوکر نمونه ، د نړۍ ترټولو ښايسته ټوکرله ډولونو او رنګ يې ترټولو ښکلو رنګونو څخه نه دى ؟ هغوى تشې هټۍ ته اشاره وکړه. بوډا وزيرخپلې سترګې لا برګې  کړې، خوهېڅ څه يې و نه لېدل ،ځکه هلته څه نه وو، چې ويې  ويني .هغه فکر وکړ: ( ايا زۀ په رښتياسره احمق نه يم؟ ) له دې مخکې مې هېڅکله داسې فکر سرته نه ؤ راغلى . زۀ بايد ښه پام وکړم ، چې څوک په دې اړوند په څه ونه پوهيږي ، چې ګنې زۀ د وزارت وړ نه يم .هو! اوه ، نه ، هېڅکله بايد داسې کار و نه شي ، چې هغوى ووايي ، ګنې زۀ ټوکرنه شم لېدلى .)
يوۀ  تن اوبدونکي وويل :
_ ښه نو،د ټوکر په اړه څه دويلو لپاره نه لرې ؟
وزيروويل : اوه، ښايسته دي ! دا زړۀ راښکونکى ټوکر په ټوله نړۍ کې نشي موندل کېداى .خپلې سترګۍ (عينکې) يې راوايستې او زياته يې کړه :
_ هو، زۀ به بادشاه صيب ته ووايم ،چې ستاسواوبدل شوى  ټوکرمې ډېرزيات  خوښ شو!
دواړو اوبدونکو وويل : ښه ، موږ هم له هغه نه خوښ  يو. په دې وخت کې  هغوى د ټوکر د رنګونو په ستاينه پيل وکړ او د ټوکر د غوره نمونې او ډول ښودنه يې وکړه . بوډا وزير د هغوى ټولې خبرې په ځير سره واورېدې ،داسې، چې وکوﻻى شي ، کټ مټ يې بادشاه ته تکراراوتعريف کړي ا و دا کار  يې  ؤ هم کړ. له دې لېدنې وروسته  غولوونکو د زياتو پيسو، ورېـښمواو سروزرو غوښتنه وکړه . هغوى وويل ، چې د ټوکر اوبنې  په موخه  سروزرو او نورو شيانو ته اړتيا لري . خو هرڅه ، چې  يې ترﻻسه کړل ، خپلو جيبونو ته يې ووهل .د هټۍ په مخ  يو تار ځوړند ؤ او هغوى  د تېر په څېر په تشې هټۍ باندې  ټوکر اوبنې  ته  ادامه  ورکړه . وروسته له څه مودې ځنډ څخه ، بادشاه يوبل هوښيار افسر ورواستاوۀ ، څو وګوري ، چې  د اوبنې کار ترکومه ځايه پرمخ  وﻻړ دى ، ټوکر چمتو دى او که  نه ؟ افسر ولاړ او ټوکراوبدونکي يې ولېدل  ، خود تشې  په  نوم هټۍ پرته  څه نه وو، چې ؤ يې  ويني .
دوکه بازانو وويل :
_ ښکلى ټوکر دى ،که څنګه ؟ بيا يې د ټوکر ښايسته  نمونې ته اشاره وکړه ، چې په حقيقت کې هلته هېڅ  څه هم نه وو.
سړي فکر وکړ:
( باور لرم ، چې احمق نه يم ! د خپلې دندې لپاره وړنه يم ، بايد ووايم ، چې ښايسته ټوکه ده ، خو بايد اجازه ورنه کړم ، چې خبره جوته  شي !)
وزير د هغه ټوکر ستاينه  و کړه ، چې هلته يې هډو شتون نه درلود ، د هغه ښکلي رنګونه او زړۀ راښکونکې نمونې يې په اخلاص سره وستايلې . په  بيړه ولاړ او بادشاه ته  يې هم  وويل :
 هو بېخي کوډګر ټوکر دى ! ډېر ژر د ښار ټول خلک خبر شول او د بادشاه د پرتمينو جامو د ټوکر په هکله يې تبصرې پيل کړې . دادى بادشاه په دې فکر کې دى ، مخکې له دې، چې  ټوکر له  هټۍ نه  را کوز شي ، همالته يې  په هټۍ سپور وويني .
هغه د هېواد يوې ډلې جګپوړو چارواکواو دوو تنو مرستيالانو په منځ کې،چې مخکې يې اوبدونکي ليدلي وو،چلو ټګرو غولوونکو ته ورغى، چې پرته له تار او بخۍ څخه په جديت سره په ګنډلو او اوبدلو بوخت وو. د بادشاه دوه ملو چارواکو وويل :
اعليحضرت  صاحب ! څنګه، خورا وياړمن او پرتمين ټوکردى که نه ؟!
هغوى  تشو هټيو ته اشاره وکړه او داسې يې وښوده، چې ګنې نورټول حاضر کسان  ټوکران ويني او د هغوى خبرې رښتينې ګڼي . بادشاه له ځان سره وويل: ( زۀ ولې هېڅ څه  نه وينم ، په ماڅه شوي دي ؟ ! څومره له وحشت اوحماقت نه ډکه معماده، نو زۀ احمق يم !  ايا زۀ  د دې وړ نه يم ،چې بادشاه اوسم ؟ دا زما له پاره تر ټولو وېره وونکې پېښه ده !)) او په لوړ غږ يې وويل : اوه هو، څومره ښايسته اوګلالي دي ! موږ په پوره توګه په دې اړه سره موافق او همغږي يو. او هغه منو ! خپل سر يې د موافقت په ډول  وخوځاوۀ او د اوبنې تشې هټۍ ته ځېر شو. بايد هېځ يوکس ددۀ له خولې اورېدلي نه واى، چې بادشاه هېځ شى نه شي لېدلى .له بادشاه سره بدرګه راغلو چارواکو هم په ځيرځير وروکتل،هغوى نه شوکوﻻى،په ټول هغو ستاينو ،چې شوې وې څه  ورزيات کاندي . له دې کبله يې وروسته يې  د بادشاه خبره تکرار کړه :
_ اوه، څومره ښايسته او ګلالي دي ! او بادشاه ته يې مشوره ورکړه، چې د بادشاهانو له دې ټوکر څخه ګڼدل شوې نوې جامې د لومړي ځل لپاره د تېرن دود ( رسم گذشت ) په لويو  او پرتمينومراسموکې، چې نېږدې دي، واغوندي .
دې ټوکر په اړه دا خبرې، چې ( يو داسې ځلېدونکى ښايسته،ګلالى او بريالى ټوکر دى !) خو له په خوله ګرځېدې ، ټول هغه کسان، چې هلته وو، ټوکر يې ډېرزيات خوښ کړ.
بادشاه يوه نرۍ چارمه اوصليبي چليپايي نښان دواړو دوکه بازانو ته ورؤباخښه، چې وايي غوندي اود ( شاهي دربار ماهر اوبدونکي ) ستاينوم (لقب )يې هم هغوى ته ورکړ. له تېرن دود يوه شپه مخکې، غولوونکي ترسهاره وېښ پاتي شول او له شپاړسو نه زياتې شمعې يې وسوځولې. خلکو ښه لېدل، چې هغوى ډېر سخت بوخت دي اود بادشاه نوې جامې چمتو کوي او هغوى داسې ښودله ،چې ټوکر له هټۍ څخه اخلي ، هوايې په لويو بياتي ګانو سره غوڅوله او په  تارونو او ستنو يې ګنډله . په پاى کې يې اعلان وکړ : اوس جامې بېخي چمتو دي ! بادشاه په خپله د مهمو کسانو سره راغى او غولوونکو خپلې اوږې په داسې توګه سره اوچتې کړي، چې ته وا، يو څه يې اوچت نيولي دي او ويې ويل :
 _مهرباني وکړئ، راشئ، او وګورئ ! دا مسۍ ( جورابې ) دي او داکورتۍ ده او داهم بالاپوښ . او ادامه يې ورکړه :
 څومره پاک سوتر ټوکر دى ! لکه د شيطان لکۍ! باور وکړئ، ستاسو بدن به داسې ښايسته کاندي ،لکه، هېڅ شى مو، چې نه وي اغوستى، او دا ټول کمال اوهنر د ټوکر په ښکلا اوګلاليتوب کې دى . ټولو درباري  ښاغلو وويل : په  رښتيا هم ! خو هېڅ شى يې نه لېدو، ځکه په اصل کې د لېدو لپاره څه نه وو .
غولوونکو وويل : بادشاه سلامت ! هيله کوو، چې په موږ باندې احسان وکړئ او خپلې جامې وباسئ ،موږ به په  خپلو ﻻسو ستاسو مبارک بدن ته نوې جامې ورواغوندو . لطفاً مخامخ لويې هېندارې ته تشريف راوړئ ، منندوى مو يو!
 بادشاه يې لوڅ لپړ کړ،داسې يې وښودله، چې ګنې نوې جامې يوه يوه دۀ  ته وراغوندي او بدن يې سينګاروي . هغوى بادشاه ته اوږد لکۍ لرونکى کميس  ورواغوست، چې شاتنۍ برخه يې پرځمکه پسې ښويېده . بادشاه وڅرخېد، دهېندارې پر وړاندې يې ځان تاو راتاو کړ، ټولوحاضرينو په يوۀ غږ وويل : واه ،واه ، څه ګرانبيه پوښاک دى ! ستاسو له مبارک وجود سره څومره ښايسته ښکاري ! څه جنس ! څه رنګونه لري ! په رښتيا، چې وياړلې جامې دي !
د تشريفاتو کنډک رئيس وويل :
هغه چتر، چې بايد د تېرن دود په ورځ د اعليحضرت په  سرسيورى وي ، د همايوني بادشاه د مبارکو قدمونو لپاره د باندې چمتو دى . بادشاه وويل :
 _ ډېر ښه ، په پوره ډول سره چمتو يم ! ايا زماجامې مناسبې دي ؟ بياهم  د هېندارې په وړاندې وڅرخېد، څو ځان باورکړي، چې عمومي پاملرنه خپل برم او پرتم ته راګرځولى شي . غوږ په فرمان نوکران، چې بايد د جامولکۍ وزمه اوږده شاتنۍ برخه يې اوچته نيولې واى د خپلو لاسونو سره د کوټې  په مخ ړانده ړانده تلل، چې ګنې د جامو لکۍ وزمه شاتنۍ برخه اوچتوي او همداشان، چې مخکې تلل، خپل لاسونه يې په هوا کې نيولي وو،دوى  جرات نه درلود، څرګنده کړي، چې په حقيقت کې هېڅ شى نه شته . بادشاه د ښکلي چتر لاندې په تېرن دودکې ګام ورکېښود. هغه کسان، چې په واټونو ياد کړکيو ترڅنګ وو ، وويل :
مهربانه خدايه ! د بادشاه نوې جامې څومره کاملې دي ! څومره ښايسته لکۍ لري ! دهغې هره برخه څومره مناسب برم او پرتم لري ! هېڅ يو له هغوى نه غوښتل،ووايي، چې څه شى نه ويني، ځکه په هغه صورت کې به په رښتيا سره هغه مقام لپاره، چې يې درلود، ناوړه او نااهله ؤ او يا به ډېر احمق  پېژندل کېدو. دبادشاه هېڅ يو جامو دومره برياليتوب لکه ددې په څېر، نه و ترلاسه کړى .
 يوۀ کوچني ماشوم غږ کړ : هغه ولې ( لوڅ لپړ ) دى ؟  
پلار يې وويل : زويه  پوښتنه مه کوه، خبره  ورانه ده ....
په دې شېبه کې هرکس دماشوم  د خولې خبره د خپل څنګ ته ناست کس په غوږ کې  ويله
_ هغه څه نه دي اغوستي ! هغه خلک، چې د تېرون دود  په لارکې را ټول شوي وو غږ کړ:
( په رښتيا هم هغه څه نه دي اغوستي !) بادشاه ددې خبرې په اورېدو وشرمېد او ځان يې راټول کړ ، ځکه بادشاه لېدل ، چې هغوى رښتيا وايي او هم هغه شېبه يې له ځانه سره وويل :( په هرصورت، بايد د تېرون دود تر پايه دې خبرې ته  څه پام ونه کړم.) خپل تندى يې تريو کړ، اورمېږ يې نېغ اوچت ونيو . غوږ په فرمان نوکران يې په داسې ډول ، چې ګنې د جامو لکۍ وزمه شاتنۍ برخه يې جګه نېولې اوپه اصل کې هېڅ نه وه ، شاته پسې روان  وو.  
پاى !
ليکوال :هانس کرسټيان انډرسن
ژباړه : فضل وزير هيله من