زما يوه سترګې مور

 
سرچينه : بهرنۍ
زما موريوازې يوه سترګه درلوده. ما له هغې څخه کرکه لرله. هغه تل زما د شرم او سپکاوي لامل ګرځېده. هغې د کورني ژوند د پرمخبېونې په موخه د ښوونځي ښوونکو او زده کوونکو ته پخلى کاوۀ. يوه ورځ د ښوونځي وره  ته راغلې وه، څوله ما سره سلام او روغبړ وکړي او له ځان سره مې کورته بوځي. ډېر زيات وشرمېدم. آخرهغې څنګه دې کار ته زړۀ ښه کړ، چې زما پوښتنې ته تر ښوونځي راشي؟ ما خپل ځان ناګاره ونيو او يوازې مې په کرکه هغې ته وکتل او سملاسي له هغه ځايه ولاړم.
بله ورځ مې يوۀ  ټولګيوال پرماملنډې ووهلې او راته يې وويل: اوهو، ستا مور خو يوازې يوه سترګه لري! زړۀ مې غوښتل، څو خپل ځان په يو ډول سره ورک او ترى تم کړم. کاش، چې په هغه شېبه کې ځمکه په يوخېل سره چاودلې واى او زۀ ورنتلى واى. په بله ورځ خپلې مورته ورغلم او ورته مې وويل: که چېرې په رښتيا سره غواړې، چې زه له تا نه خوښ او خوشال شم، نو ولې نه مرې او نه ورکېږي . خو مور مې هېڅ ځواب رانه کړ. ما ان يوه شېبه هم د خپلې خبرې په اړه فکر ونه کړ، چې هغه مهال مې وکړه، ځکه زۀ  ډېر زيات په غوسه وم. په هغه شېبه کې د هغې احساسات زمالپاره هېڅ اهميت نه درلود. زړۀ مې غوښتل، چې نور له هغه کورنه د تل لپاره  ولاړ شم او له مور سره مې ټولې اړيکې وشلوم او تردې وروسته له هغې سره هېڅ کار ونه لرم.
په ښوونځي کې مې د خپلو درسونو په زده کړه کې ډېره سخته هڅه وکړه، ترڅو، چې په لوړه درجه بريالى او فارغ شوم. د لوړو زده کړو په موخه سېنګاپور ته ولاړم. هلته مې واده وکړ، کور مې واخېست، د ښځې او اولادونو خاوند شوم او بشپړ نېکمرغه ژوند مې جوړ کړ. زۀ د خپل او اولادونو د هوسا او سوکاله ژوند له امله ډېر خوشاله وم. ترهغو، چې  مور مې يوه ورځ هلته هم زما لېدو ته راغله.
هغې کلونه زۀ او خپل لمسي نه وو لېدلي. کله، چې هغه د ورۀ ترڅنګ ولاړه وه، نوکوچنيانو پرهغې وخندل. په همدې شېبه کې ما پرخپلې مور چيغه کړه، چې ولې زموږ د خبرونې پرته د نابلل شوي مېلمه په څېر دلته راغلې ده. په لوړ غږ مې وويل :( څنګه دې جرآت وکړ، ترڅو زما کورته راشې.او کوچنيان مې ووېروې. ورکه شه، ځه له دې ځايه، همدا اوس درومه !)  خو مور مې په کراره ځواب راکړ: ( اوه، ډېره بخښنه غواړم، لکه، چې پته مې غلطه کړې ده.) او سملاسي ولاړه  او له نظره ورکه شوه.
يوه ورځ  په سېنګاپور کې زما کورته يو بلنليک راغى. په بلنليک کې ما ته د يوۀ ښوونځي د زده کوونکو د بيالېدنې لمانځغونډې په مېله کې د ګډون بلنه راکړى شوې وه. خوما خپلې مېرمن ته  په درواغ وويل، چې په يوۀ کاري سفر ځم. د غونډې مراسمو څخه وروسته يوازې د تلوسې له مخې زموږ د پخوانۍ جونګړې لېدو ته ورغلم. ګاونډيانو راته وويل، چې مورمې مړه شوې ده. خوما ان يو څاڅکى اوښکه هم توى نه کړه. ګاونډيانو ماته يو ليک راکړ اومورمې له هغوى نه هيله کړې وه، چې ماته يې وسپاري.
په ليک کې مې داسې ولوستل : ( اې  زما ترټولو ګرانه زويه! ما تل ستا په اړه سوچ کاوۀ. ستا خوښي او نېکمرغي زما د ژوند يوازېنۍ هيله وه. ما وبخښه، چې په سېنګاپورکې ستا کورته درغلم او ستا کوچنيان زما د لېدو څخه ووېرېدل. خو زۀ ډېره زياته خوشاله شوم، چې کله مې واورېدل، ته دلته راځې. خو زۀ ښايي ونه شم کولاى، چې له خپل ځايه پاڅم، ستا هرکلي ته درشم او تا ووينم. ګرانه  زړګيه ! کله، چې ته لويېدې، نوله دې کبله ډېره خواشينې يم، چې تل ستا د شرم او خپګان لامل شوې يم. خو ايا پوهېږې؟! کله، چې ته ډېر کوچنى وې، نو په يوۀ ټکرکې دې خپله يوه سترګه بايلوده. ما د ېوې مور په توګه دا نه شوه زغملاى، څو ووينم، چې ته ورځ په ورځ  يوازې په يوه سترګې توګه سره لويېږي. نو پرهمدې توسن مې خپله يوه سترګه تاته درکړه، او خپله مې له يوې سترګې سره ګوزاره وکړه. دا زما لپاره ډېر لوى وياړ ؤ، چې زوى مې کولاى شول، چې زما پرځاى، زما په هغې يوې سترګې سره نړۍ په بشپړ ډول وويني. ستا يوه سترګې مور به نوره خپل لمسيان ونه وېروي.