
فرمان څه ته وايې ؟
جواب : هغه مضوعات چې د جمهوررئيس لخوا صاديږې
سوال ؟ حکم څه ته وايې
جواب : درئيس جمهورهغه هدايت چې د مقرراتواو قوانينو عملى کولو لپاره صاديږې
سوال ؟ قانو ن څه ته وايې
جواب : هغه دستورات ،مقررات ، حکمونه چې دپارليمان لخوا د ټولنى دچارو او اداره کولوانتظام ساتلولپاره چې داساسى قانون سر هپه تناقض کې نه وى وضع اود جمهوررئيس لخوا دتوشيح کيږي .
سوال ؟ دوسيه څه ته وايې
جواب : ديوى کارى پروسى داسنادو جمع اورى ده چې کود لمبرولرې
سوال ؟ وظيفه څه ته وايې
جواب : دقانون په چوکاټ کې د يو عمل انجامولوته وظېفه وايې
سوال ؟ بست څه ته وايې
جواب : ديومامورهغه درجه ده چې په لياقت او شايستګى ورته رسيدلې وى
سوال ؟ مقرره څه ته وايې
جواب : دشوراى وزيرانو هغه مصوبه ده چې د جمهور رئيس لخوا توشيح کيږى
سوال ؟ ګذارش څه ته وايې
جواب : ديومامورد کارکردګى نتيجه ده چې په يو مشخص او معين وخت کې ادارى ته ورکول کيږى .
سوال ؟ روزنه څه ته وايې
جواب :هغه وقفى پروسه ده چې موږ سره کومک کوى چې ترکومى اندازى پوري مطلب ته رسيدلى يو
سوال ؟ مديريت څه ته وايې
جواب :په ماهرانه ډول دافرادو اداره کولو ته مديريت وايې
سوال ؟ مديرڅوک دى
جواب : مديرپه لغت کې اداره کونکى ته وايې اوپه اصطلاح کې مديرهغه څوک دى چه دخپل ټيم دکړنو مسووليت پرغاړه لرى
سوال ؟ دمديروظايف کوم دى
جواب : پلان جوړونه ، تنظيم ، استخدام ، رهبرى او کنترول
سوال ؟ دمديريت سطحې کومې دى
جواب : لوړه سطحه ، متوسطه سطحه ټيټه سطحه
سوال ؟ سېستم څه ته وايې
جواب : دڅوبحثونو دټولګى څخه عبارت دى چه د يو مشخص هدف د لاسته راوړلو لپاره دخاصو اصولو او قواعدو په نظرکې نيولو سره په شريکه فعاليتونه اجراء کوي
سوال ؟ پلان څه ته وايې
جواب : په منظم او پوړيز ډول هدف ته درسيدو پخاطرذهنې طرحه ده دوخت او زمان په نظرکې نيولو سره او پلان دوخت د لحاظ په درى ډوله دى ، لنډ مهاله ، منځ مهاله او اوږد مهاله .
سوال ؟ داداري مهم عناصرکوم دى
جواب : اهداف ، منابع ، اغيزمنتوب ، ګټورتوب او ګډاړخونه
سوال ؟ ديوې اداري منابع اوسرچينى کومي دى
جواب : ديوى اداري د مادى او مصنوعې پانگى څخه عبارت دى چې فزيکې منابع ، بشري منابع ، مالي منابع اوغيرمحسوس منابع ورته ويلې شو
سوال ؟ طرز العمل څه ته وايې
جواب : هغه رڼا ده چې دهغې پربنسټ ديوې ادارې چارې اجراتوته رسېږې
سوال ؟ مکتوب څه ته وايې
جواب : يوډول ليکل دخبرو اترو افهام او تفهيم دى چې خپل متن دمطلب لنډيزاو اختتام ولرې اوپه رسمې ډول ديوى ادارى څخه بلى اداري ته ليږدول کيږې
سوال ؟ وظائفو لايحه څه ته وايې
جواب : هغه تحريري سند دى چه په يوه اداره کې ديوپوست دموجوديت دليل تشريح کوي
سوال ؟ دوسيه بندې په څوقسمه ده
جواب :دسيه بندې په پنځه قسمه ده (١) دحروفو په اساس (٢) دنمبرپه اساس (٣) دتاريخ په اساس (٤) دمضمون په اساس (٥)دجغرافياى موقيعت په اساس .
سوال ؟ دمامورينو قانون څو فصله او څومادى لرې
جواب : ٩ فصله او ٧٢ مادى لرى
سوال ؟ دملکى خدماتو طرز سلوک مقرره څوفصله اوڅومادى لرى
جواب : درى فصله او ٧ مادى لرى
سوال ؟ دولت څه ته وايې
جواب : دهغه قلمرو څخه عبارت دى چه حدودات ، سرحدات نفوس او حاکميت ولرى
ليکنه : مسيح الله (عصام )