
د پاكستان د اټوم بم پلار ډاكټر عبدالقدير خان خپلې مېرمنې ته يو ليك ليكلى چې ترخه او قهرجنه لهجه يې په كې كارولې، په داسې حال كې چې ځان بري الزمه ښيي، پاكستان او چين د ذروي ټكنالوژۍ او موادو په تكثير او خورولو تورنوي. نوموړى خپلې مېرمنې ته لارښوونه كوي چې له ده سره د پاكستان د حكومت له خوا د شرارت په صورت كې كلك دريځ خپل كړي.
ډاكټر عبدالقدير خان له خپلې هالنډۍ مېرمنې غوښتي دي چې له رسنيو، په ځانګړي ډول له برېټانوي ژورنالست سيمون هينډرسن سره، چې د ډاكټر خان باوري سړى دى، تماس ونيسي او ورته داسې ووايي چې : (ارموني پاكستان موږ استعمال كړو او اوس راسره مرداره لوبه كوي.)
له سيمون هينډرسن سره د ډاكټر عبدالقدير خان ډېر رازونه دي او د دې لپاره يې ورکړي وو چې که پاکستان يې وځوروي او ناوړه چلند ور سره وکړي نو ياد ژورنالست به يې له ده څخه د دفاع د وسيلې په توګه وکاروي. کله چې تېره لسيزه د پاکستان له خوا د ذروي وسلو د خپراوي خبره افشا شوه، له هماغه مهاله پاکستان ډاکټر خان په خپل کور کې نظر بند کړی او هر کله چې اسلام اباد په ډاکټر قدير خان باندې تنګسه راوستې، ياد ژونالست د هغه په اړه خامخا يو څه نوي په لوېديزو رسنيو کې خپاره کړي.
اوس يو ځل بيا سيمون هينډرسن د ډاکټر قدير په اړه نوي معلومات خپاره کړي، هغه تېره اوونۍ فکس نيوز ته يو ليک لېږلى چې په کې د ډاکټر خان له خولې راغلي چې د پاکستان او چين تر منځ د ذروي ټکنالوژۍ حيرانوونکې کچه راکړه ورکړه شوې او داسې هم نه ده چې په پټه شوې، بلکې د دواړو حکومتونو په موافقه دا کار تر سره شوی. خو پاکستان تل پر دې ټينګار کړی چې ډاکټر قدير خان په درغلۍ نورو هېوادونو ته ذروي وسلې ورکړي او حکومت او پوځ په دې کې هېڅ کار نه لري.
خو ډاکټر قدير خان داسې وايي: (تاسو ته پته ده چې موږ له چين سره له پنځلس کلونو راهيسې همکاري لرو، موږ په Hanzhong کې چې د Xian۲۵۰ کيلو متره جنوب لوېديځ خوا ته پروت دی، د Centrifuge پلانټ نصب کړ. همدا راز موږ ۱۳۵ د ذروي وسلې په اړوندو وسايلو بار C-130 ډوله پوځي ټرانسپورټي طيارې هلته واستولې. په يو وخت کې زموږ ټيمونه د مرستې لپاره هلته په اوونيو اوونيو پاتې شول او د هغوی دلته او د چين د هغه وخت يو وزير Liu We. V. M. او دوه معينان به هر وخت زموږ ليدو ته هلته راتلل.)
يادې C-130 ډوله پوځي ټرانسپورټي طيارې د امريکا متحده ايالاتو پاکستان ته د پوځي مرستو په سلسله کې ور کړې وې. د رپوټونو پر اساس، پاکستان له يادو مرستو څخه ناوړه ګټه پورته کوله، خو سره له دې بيا هم واشنګټن اسلام اباد ته ورته مرستې جاري ساتلې. په حقيقت کې امريکا پر هغو اسنادو سترګې پټولې چې نوي يمه لسيزه کې يې د پاکستان، چين، شمالي کوريا، ايران او ليبيا تر منځ د ذروي وسلې په راکړې ورکړې دلالت کاوه.
په ياد ليک کې د ډاکټر عبدالقدير خان له خوا داسې هم ليکل شوي: (چين موږ ته د ذروي وسلې طرحې او نقشې راکړې، پنځوس کيلو ګرامه غني شوي يورانيم يې راکړل، لس ټنه يې FU6 (natural) راکړه او همدا راز يې پنځه ټنه FU6 (3%) راکړه. پر دې سربېره چين د پاکستان د اټومي انرژۍ له کميسيون سره (دا کميسيون د خان د څېړنو لابراتورونو ته ورته يوه اداره ده) د FU6 پلانټ په تاسيسولو او نصبولو کې هم مرسته کړې.)
ډاکټر عبدالقدير خان وړاندې وايي، جنرال جهانګير کرامت چې له ۱۹۹۶-۸ کال پورې د پاکستان د پوځ لوی درستيز و او تر ۲۰۰۴-۶ کاله پورې په امريکا کې سفير و، زما له لارې درې مليونه ډالره له شمالي کوريا واخستل او له ما يې وغوښتل چې يو څه طرحې او ماشينونه ور کړم. خو فکس نيوز ته په يو جلا ليک کې جنرال کرامت پورتنۍ ادعا ردوي.
له دغو څرګندونو څخه ډېری يې ډاکټر خان هغه مهال وکړې چې د آی، ايس، آی له خوا تر پوښتنو ګروېږنو لاندې و. آی، ايس، آی د امريکا د متحده ايالاتو د فشار په نتيجه کې د دغو پوښتنو ګروېږنو په اړه يو ۱۷ مخيز رپوټ هم خپور کړ، دا هغه مهال و چې په ۲۰۰۳ کال کې د ليبيا له خوا دا خبره افشا شوه چې پاکستان ورسره د ذروي وسلې په برخه کې مرسته کړې.
که څه هم د پاکستان د اټومي وسلې انجنير ډاکټر خان د پروېز مشرف په امر دې ته غاړه ايښې وه چې د ذروي وسلې د خپراوي تور او پړه د دې لپاره ومني چې پاکستان له خجالت او بنديزونو وژغوري، په داسې حال کې چې د پاکستان د حکومت او پوځ له خوا له يادو شوو هېوادنو سره د ذروي وسلې راکړه ورکړه شوې وه، خو د ډاکټر عبدالقدير خان له خوا خپلې مېرمنې ته دا ډول ليک استول د پاکستان لپاره دا پيغام رسوي چې که ما او يا هم زما کورنۍ ته دې څه ضرر ورساوه، نو تر دې وړاندې هم تللی شم.
ډاکټر عبدالقدير خان په ليک کې خپلې مېرمنې ته دا هم ليکي چې: (دوی –حکومت او پوځ- شايد زما د يو خوا کولو هڅه هم کړې وي چې ځان راځنې خلاص کړي تر څو هغه مردار کارونه افشا نه شي چې له ايران، ليبيا او شمالي کوريا سره د ذروي وسلې په ارتباط يې زما په واسطه تر سره کړي وو.)
ډاکټر عبدالقدير خان خپلې مېرمنې ته وړاندې ليکلي چې دا هر څه در ته د دې لپاره ليکم چې له خطر نه مخکې خبره يې!
د ليک په پای کې ډاکټر عبدالقدير خان خپلې مېرمنې ته لارښوونه کوي چې د يو څه مودې لپاره دوبۍ ته له هغې لمسۍ سره لاړه شي چې له دوی سره اوسيږي او يا يې هغې لور کره پرېږدي چې په اسلام اباد کې اوسيږي.