
افغا نا ن د تیلو
په سرو لمبو کی:
جګړه دی حد ته را
ورسید ه چی د روسا نو له تیری او وتلو څخه یو لسیزه تیره نه وه ، امریکا یا ن دغی سیمی ته را ورسید ل . زه حیرا
ن یم چی دغه جګړه ولی زمونږ په کور دیره شوی
دی . د دی امکا ن هم شته چی په ټو له کی امریکا او په سر کی یهو دانو د ا سلام او
مسلما نا نو د جرړو د ایستلو لپا ره له دغی سیمی را شروع کړي نه وی، لکه چی د برید
په سر کی کی زمونږ پچه را ختلی وی . ا یا
دغه جګړه د دین – اسلام او کفا رو تر مینځ دی او که هسی خدای په مونږ
غو سه کړی او کفا ر یی را با ندی مسلط کړیدی . دغه خبر به ډیره بیځا یه نه
وی چی و ویل شی ، بلی دغه جګړه د اسلام او د مسلما نا نو تر مینځ دی . که دا سی دی
نو ولی په مسلما نانو کی یو اځی او یواځی افغا نا ن انتخا ب شوی دی . ایا له دی
نه معلومیږی چی اسلام تر بل هر وخت په دغه سیمه کی ښه سا تل کیږی او ښه پا لل شوی دی . ایا د دی سیمی خلک په اسلام مین دی او ریښتني مسلما
نا ن دی . او که بله خبره وکړم ، هغه دا چی د ټولو افغا نا
نو تسلی وشی او هغه دا دی ، چی له مونږ افغا نا نو نه خو ډیر نور داسی ملتونه شته
چی د اسلام ښی ناری وهی او شعا رونو یی ټو له
نړی نیولی دی . نو ولی هر څه زمونږ په سر را اوړی او دغه مظلوم ، پا تی ،
بیسوا ده ، فقیر ، بی وسی ، عا جز، نا توا نه او یواځی ملت په سرو وینو کی
لمبول کیږی او د وینو په ډنډونو کی ورته د طها رت غسل ورکول کیږی او ...........
ډیر افسو س چی له مونږ لاره ورکه شوی ده .
ایا نړی د سروزو او
تیلو په لټه کی دی .ا یا افغا نا ن د تیلو
او غا زو د جګړی قربا نیا ن دی . ا یا دغه د تیلو لمبی دي چی زمونږ په لوری یی مخه
کړی . که فکر وکړو نو ممکن دی چی همدغه
رښتیا وی . داسی ا ټل کیږی چی تر ۵۰ کلو ورسته یعنی تر ۲۰۵۰ کال ورسته طبعی زیرمی په خلا صیدو
دی او د نړی زبر ځوا کونو خپله مخه هغو
بیوزلو هیوادونو خوا ته کړی چی زیرمی یی لا تر اوسه نه دی سپړل شوی . که داسی وی
نو ولی جګړه زمونږ په لوری را خوځیږی . د نړی ډیر نور هیوادونه او سیمی شته چی له
مونږ خورا ډیر بډایه هیوا دونه دی او ښی زیرمی لری . زه فکر نه کوم چی زمونږ سیمه (هیوا د ) دومره زیر می و لری چی د
نړی تنده پری ما ته شی . او یا دغه مصا رف چی د نړی لوی لوی قد رتونه یی د
افغا نستا ن د مها رولو په پروسه کی لږوی دومر ه ارزښت ولری چی په داسی یوی سیمی و
لګول شی چی د اقتصا د او عا ید له اړخه هیڅ وړ نه وی . زه فکر کوم چی زمونږ هیواد به دومره زیرمی و نلری چی د دغی
خاوری د ډیر چټګ پراخیدونکی راتلونکی ۵۰ میلونی
نفوس لرونکی هیواد اړینی او تقا ضا پوره کا ندی . ګر چی زه د معا
دونو متخصص نه یم، و لی باورنه لرم چی
اوسنی او راتلونکی ګړګیچونه او جکړی په سیمه او هیواد کی زمونږ خلکو ته دا زمینه
مسا عده کړی چی دغه سترو ارما نا نو ته ورسیږو . مونږ تل په دی ویا ړلي دی چی ډیر
بډا یه هیوا د لرو ، ولی له بد ه مر غه چی د نړی د ډیرو بیوزلو هیوادونو په کتار کی حسا بیږو او خلک مو د یوی ګولی په
ارما ن شپی سبا کوی.
هو کی : مو نږ دا
منو چی په سر کی روسا نو ، بیا امریکا یا
نو ، او اروپا یا نو د سپوږمکی له لاری د
افغا نستا ن د زیرمو مکمله سروی کړیده، او
ټو لټا ل قیمت او ارزښت یی محا سبه او وړاندوینه شویده ، ولی دا ددی ثبوت نشی کید
لای چی هر څه به په یو ه وخت و په ډیره لنډه مو ده کی زمونږ د
سترګو لاندی تر سره شی . تیل ، مس ،
اوسپنه ، طلا ، یا قو ت ، زمروت ، یو رانیم ، او نور داسی طبعیی منرا لونه چی اوس
په تازه کی کشف شوی دی زمونږ د و یجا ړ وطن هر زخم ملحم کړی ، بلکه همد غه په
لږه پیما نه کی دغه قیمتی او با ارزښته توګی زمونږ د ځا ن او سر بلا شوی دی .
همدا رنګه همدغه
زیرمی دی چی که چیرته په ښه توګه پا نګونه پری وشی او د استخراج ، پروسس او د خا
مو موادو اړول په پا خه شویو مواد، زمونږ
د ننه په کور کی صورت و نیسی نو د ډیرو
بیروزګارو خلکو روزګار ورسره سم او زمونږ هیوا د به یو تو لیدی تجا رتی شکل او بدن غوره کړی ، ولی
سوا ل دلته دی چی ایا زمونږ ګا ونډیا ن ، د سیمی ملکونه او ټو له کی د نړی ستر
زبرځواکونه مونږ ته دغه موقع په لاس راکوی چی مونږ او یا دوی راسره دغه ستری
موخی ته
نږدی شو . یقین می را نشی چی که چیرته زمونږ ځوان نسل په همدی شا ن د بیسوا دی په لوری په عمدی او یا غیر عمدی
او یا تحمیلی توګه د حرکت په لور وی دغه له پیړیو پیړیو را پد یخوا ارما ن پوره کا ندو . او بله داچی دغه خبره رښتیا شوی
چی[ ګیره زما وا ک یی د ملا ] کا ونډیا ن به زمونږ په راتلونکی فکر کوی .
و لی د افغا نستا
ن جغرا فیا یی او سیا سی ، جیو پو
لیتکس جوړلښت او مو قعیت همیشه د دی لا مل
شوی چی زمونږ له هیوا د ه د پله په حیث
ګټه پورته سی ، د لته تیری کونکی هیوا دونه او لوی سوپر قد
رتونو د پا یښت تمه نه ده کړی بلکه د کور ، کا لی ، ډوډی ، ډیموکراسی او بشری حقو
قو شعا رونو زمونږ هیوا د نړولی دی . دغه شعا ریا نو او د غوړو او ګرمو مړیو و عده
ورکونکو ته نا ست افغا نا ن غو لید
لی چی پرته له غو بله په دغه خا وره کی
بل شی لا پا تی نه دی . زبرځواکونو تل لدی خا وری د تخت او تا بوت وسیلی په توګه
کار اخستی . دغو ځواکونه د لته د دی لپا ره راغلی چی مرکزی ا شيآ ته پری پوری وځی
او یا شرقی سیمی تر خپل کنترول لاندی راولی ، او یا د بد بخت له کبله د دوی تا بو تونه له دی خاوری وه وځی او یا دلته ګورستا نونه او هدیری پری ډګیشی .
کله چی روسا نو
خپله ما ته قبلوله کړه نو امریکا یا ن پدی فکر کی شول لکه چی د ویتنا م غچ وا
خیستل شو و لی خبر نه وه چی سور د وینو زبيښونکی ما ران د افغا ن مجا هدینو کا میا
بی او بری له لویو چلنچونو سره مخ کړ، چی
په نتیجه کی یو ځل بیا دغه هیواد د زبرځواکونو د تمرکز په محرا ق کی ګیر راغی او د
مقا بلی او امتحا نونو ډګر و ګرځید ه .
کله چی د یو نیکا
ل او بریډا س کمپنییو په ۱۹۹۷ تر ۱۹۹۹
کلونو پوری د طا لبا نو د رژیم تر سیوری لاندی خپلو ګرمو حریفا نه مقا بلو ته زور
ورکړی وه نو ډیرو دغه ګما ن رښتیا شو امریکا د دی لپا
ره طا لبا ن را مینځته کړی چی د تیلو کټو
نکی مقا بله او جګړه و کټی او سیمه کی
خپلو ا صلی موخو ته ورسیږی .
د مر کزی ا شيآ د
تیلو بډایه زخیری د دی سبب شو چی امریکا یا ن دغی سیمی ته خپلی بړلسټڼی را په شا
کړی او یو ځل بیا زمونږ هیواد د تیری او تجاوز د تور ی سیوری لاندی ژوند وکړی .
زمونږ خدای بښلی مولا یا ن خو لا پخوا دغه ا ټکل کړی چی جګړه به له دغی سیمی ټو لی
نړی ته غځول کیږی او د مسلما نا نو او کفا رو تول او ترازو به د افغا نستا ن د با
دیا نته او متدین قو م په لاس تلل کیږی .
اوس اوس خبره د ی
ته را رسیدلی چی موضوع د ا قتصا د دی ، او جګړه د اقتصا دی موخو لپا ره ګرم سا تل کیږی . ګله چی روسا نو ما ته وخوړله
نو امریکا یا ن په ډیر ی هوسا ینی ژوند پیل کړ و لی ډیر نه وه تیر شوی چی چین او د
ا شيا دغه نوی نوښتګر ا قتصا د په غوړیدو
شو . کله چی امریکا دغه حا لت ته متوجه شو چی دغه ارزانه – با کیفیته او
هر چیرته لا سته راوړنکی چینا ی توکی د امریکی بازا رونه را حصا ر کړی نو په لرزه
راغلی او هغه خوبونه یی چی په خو ب کی د
نړی د کنټرول او اداری لیدلی وه غلت و ختل
.
اوس موضو ع دی ته را رسیدلی چر امریکا با ید د چین دغه چټګ
غوړیدونکی ا قتصا دی هیواد مخه ډپ کړی او پری نږدی چی چین په مرکزی ا شيآ ، نیمه
عربی او ا فریقا یی هیوادنوکی بنسټ ایښودونکی
اقصا دی پا نګو نی وکړی ، امریکا
وا یی، د دی مخه با ید اوس و نیول شی او که نه بیا به ډیر نا وخته وی چی مخه یی ونیسو . ا
مریکا له دی ویره لری چی مبا دا چین او دی
ته ورته نور شرجوړونکی هیوا دونه د امریکا بازار خرا ب او ویجا ړ کړی او ا قتصا دی
له د سره روسا نو پشا نی له نه جیرا نیدونکی ما تی سره مخ کړی.
له بل پلوه امریکا
نه غواړی چی د مرکزی اشيآ هیوادونه له هغو
ملکونو سره اړیکی ټینکی کړی چی د امریکی خلا ف ګمپا ین کی ورکډ شوی دی . امریکا د
شا نګها ی فعا لیتونه په ډیرو حسا سو
ا ستخبا راتی او څیړه نیزو پروګرا
مو نو سره څاری . د شا نګهای هر پرمختک د امریکا د زوال نيښی ثا بتو لی شی . روسا
نو په یو یشتمه پیړی کی بیرته د ځا ن د سمولو په حا ل کی دی او غواړی چی خپل هغه
حیثیت بیرته ا عا ده کړی کوم چی د افغان مجا هدینو د جها د په وخت کی د لاسه ورکړی
وه .
ایران، پا کستا ن
، او سعودی عربستا ن بیا په سیمه کی خپل
مذهبی ، پراختیا یی او ا قتصا دی تمرینونه کوی
او سیمی ته دغه خبر رسول غواړی چی مونږ(ایرا نیا ن، پا کستا نیا ن او عربا
ن ) هم د دی توا ن او وس لرو چی د نړی له
ستر زبرځواک سره سر و جنګوو. همدارنګه پا کستا ن د امریکا دوه مخی دوست
هم نه غواړی چی په اوږده موده کی امریکا پدی سیمه کی پا تی شی . چین د پا
کستا ن ملګرتیا ته زړه ښه کړی او پا کستا
ن هم غواړی چی چین د یو بدیل دوست په حیث کله چی امریکا د لاسه ورکوی ، لاس ته
راوړی. پا کستا ن غواړی چی که چیرته افغا نستا ن
د یو ه نا کراره هیواد په توګه په سیمه کی پا تی شی او هند د غربی پو لی
څخه په پا کستا ن ګذارونه وکړی نو
چین دی ته چمتو او وهڅوی چی د هند مقا بلی ته راوه وځی او د پا
کستا ن ننګونه و کړی .
پس په نتیجه کی زه دا ویلی شم چی په یو یشتمه
پیړی کی ډیر د نړی ستر ځواکونه به یو د بل مقا بلی ته سره را وځی او دغه د مذ هب ،
پراختیا ی موخی ، او ا قتصا د جکړه به ګرم سا
تی او د یو بل د قدرتونو مخه نیسی . دغه لوی ، لوی قد رتونه به هيڅکله داسی کار و
نکړی چی خپله سیمه ،کور او کلی د اور لمبی کړی او و یی سوزوی
بلکه دغه هو ښیا ر ملکونه به ځا نته د پراخو سیمو په لټون کی وی چی د خپل
هر راز زور ، زر او نظا می قد رتونو ما
نورنه او تمرینا ت عملی کړی. دوی به دا کو ښښ کوی چی په ټیګنا لوژی سمبا ل نظا می
و سلی د بیوزلو خلکو په سیمه کور ، او کلی کی وه ازما یی تر څو خپل حریفا ن سره په
کونډو کړی او د ا قتصا دی بوختیا لپا ره زیرمی راوسپړی او خپل پا یښت ته د منا بعو په لټون پیل و کړی .
نو که چیرته مونږ
افغا نا ن سو له غواړو با ید خپل معا دن ، او زیر می سر له اوسه په خپل اختیار
کی و سا تو تر څو دغه ستره پا نګه د
نړی د ځواکونو د مقا بلی او جګړی لا مل و نه کرځی . مونږ با ید خپل هیوا د کی د
سولی راوستو په لاره کی هڅی و کړو تر څو
خپل معا دن په سمه تو ګه ا ستخراج ، پروسس او بهر ملکونو ته صا در کړو . دغه پا
نګه کو لای شی چی زمونږ د ځوان نسل د علم
، تعلیم، تخصص او تجربی په لاس لا پسی پراختیا و مو می او زمونږ هیوا د د نړی د
نورو ملکونو په شا نی ارام او نیکمرغه
کړی .
که نړی ، کاو نډیا
ن او د سیمی هیوادونه مونږ سره د سولی راوستلو او د معا دنو د ا ستخرا ج په برخه
کی مرسته و نکړی نو ډیر لری به نه وی چی افغا نستا ن د تیلو په سرو لمبو کی په کا ملا توګه و سو زیږی او د دغی جکړی اور به زمونږ د
کا ونډیا نو په کټه نه بلکه د هغوی د تبا هی او بربا دی لا مل
هم و کر ځی ، بیا به وخت ډیر تیر وی او پښیما نی به هیڅ
ځای نه نیسی .
وسلام
د خپل ګرا ن هیوا د د ابا دی او پرمختګ په
هیله
عد ا لت
کا بل – افغا نستا ن
۳ اکتوبر کا ل ۲۰۱۱