دافغانستان اوپاکستان ترمنځ دکړکيچ اصلي لامل

 له ١٩٤٧ ميلادي کال راهيسي چې هند اوپاکستان په دووهيوادووويشل شواودديورندمنحوسه کرښه دافغانستان اوپاکستان ترمنځ دبرطانيې دبهرنيوچارو وزير( ديورند) په ناقص حکميت اوقضاوت سره راکښل شوه، دسرحدي سيمواوقبايلي علاقوپه شمول دافغانستان زياته برخه دانګريزي ښکيلاک په تيره چاړه قطع اولراوبرپښتانه چې په دين ، ژبه ، فرهنګ، دوداودستورکې سره هوبهو، کټ مټ شريک وو، بيل کړي شول. اودغه تحميلي کرښه داميرعبدالرحمن خان پاچادواکمنۍ پرمهال پرافغانانووتپل شوه چې له هماغه وخته تراوسه پوري دافغانستان اوپاکستان ترمنځ داختلافونواوکړکيچونواصلي لامل همدغه دديورندتحميلي کرښه بلل کيږي . په ١٩١٩ کال کې داداري اصلاحاتوپه ترڅ کې هندوستان ته په کورنيوچاروکې سيمه ييزواک ورکړشوي ؤ ، مګردصوبه سرحدپښتانه له دي امتيازڅخه محروم اوبي برخي پاتي شول . هغوي له دي څخه چې خپل ګورنرولري اوله نوروهغوښيګڼوڅخه چې دهندپه نوروسيموکې ترسيمه ييزي ولسواکۍ لاندي ورکول کيدل ، بي برخې پريښودل شوي وو. په دې ايالت کې دقانون اسامبله جوړول، ګوندي فعاليت ، اوياټاکنې مناسب نه بلل کيده . داتوپيري چلندپه پښتنوبدلګيده اودبريتانياپرضدئې داولس احساسات لانورهم پسې راپارولي وو. په دې برسيره د ١٩١٩ ع کال داسامبلي قانون دنافذيدو پرضد دخوراسخت غبرګون په پايله کې ، دخدائې خدمتګارتحريک چې يواصلاحي غورځنګ ؤ. ورو وروسياسي بڼه خپله کړه اودبرتانياپه وړاندې ئې دکمپاينونوبيرغ پورته کړ. ددې کمپاينونوپه پاي کې دخلافت اوهجرت تحريکونه وزيږيدل .
په دې ډول په پښتونخواکې صوبه سرحددهغوتوپيري کړنوپرضد، چې ددې اولس پرخلاف جاري و. عملي پاڅون ياقيام روان ؤ. ددې پرله پسي هلوځلوپه نتيجه کې بيادامقاومت په لويه کچه منظم اومنسجم شو. په ١٩٢٩ کال کې بيادخدائې خدمتګارتحريک باني اومشر، مرحوم خان عبدالغفارخان د( افغان جرګه ) په نامه يوسازمان جوړکړچې  دهندوستان لپاره خپلواکي، دهندومسلمان يووالي اودپښتنو اجتماعي اصلاح ئې غوره موخې وې . مګردهغي ترمشرۍ لاندي بيادخدائې خدمتګارپه نامه يوبل سازمان جوړشو. داتحريک دپښتونخوادګڼ شميررضاکارو کارکوونکوڅخه جوړؤ چې خپلې جامي به ئې دپخوخښتوپه خاوره ، ځيګري سره  رنګ سره رنګولې اودسو ر کميسو ياسر خپوشوپه نامه هم ياديدل .دخيبرڅښتنان دکتاب ليکونکي ليکي چې دهنددمسلم ليک ګوندمشر( محمدعلي جناح اونورو مسلمانانوملګرويې دسورکميسوسره دمقابلي لپاره په شمالي صوبه سرحدکې دکانګريس ګوندپرضدنوي مسلم ليګ جوړاوشنې جامي ئې ورواغوستې . په دې توګه داسياسې لوبه عملاً په مذهبي سياست بدله شوه . دخدائې خدمتګار دتحريک ترټولوغوره هدف داؤ چې دپښتنوله منځه دوروسته پاتي والي جرړي وباسي اوپه دې اولس کې پوهنه اوعلم عام کړي ددي غورځنګ مشراولارښودمرحوم خان عبدالغفارخان که څه هم دپوهې اوعلم خاوندؤاوکولاي شول چې ځواکمنومقاماتوته ځان نږدي کړي خوپه برتانوي پوځ ياملکي اداره کې دکارکولوڅخه انکاروکړ. اوپرځاي ئې خپل ځان دخپل قام پوهې اوپوهنې ته وقف کړ، ځکه چې دي په دې خبره پوه ؤ چې په هندکې قدرت به ، چې بيله شکه دخپلواکۍ په لور روان ؤ دهغه چاسره وي چې پوهه ولري مخکې له دي چې خپل تحريک ته سازماني بڼه ورکړي، ارواښادخان عپدالغفارخان دښتونخواپه کليواوبانډوکې دښوونځيوپه جوړولوپيل کړي ؤاوپه دې لړکې ئې لومړي ښوونځي په خپل کلي کي، اتمانزوکې جوړکړ. په پرنګيانودده فعاليتونه ښه نه لګيدل اوله همدې امله په ١٩٢٠ کال کې دلومړي ځل لپاره ، بندي شوخومبارزي ئې دوام وکړ. په ١٩٣٠ کال کې دکانګرس ترمشري لاندي يوکميسيون ته دنده وسپارل شوه چې په شمال صوبه سدحدکې دپرنګي له خواپه جاري شوي ظالمانه ( سرحدي جنائې قانون )  باندي څيړنه وکړي. مګردبرطانوي حکومت له خواکميسيون ته اجازه ورنه کړي شوه چې دې صوبې ته ورشي دوي په سيمه کې نارامي اوکړکيچ راپورته شوچې په پاي کې ئې خان عبدالغفارخان اودده خدائې خدمتګاراونژدي ملګري بياجيل ته واستول شول اوشپږکاله بنديان وو. دپرنګيانوددې عمل پرخلاف داولس له خوا اعتصابونه ډيرژرقبايلي سيموته خپاره اوپيښورديوې اونۍ لپاره دحکومتي اداري له کنترول څخه وتلي ؤ . هماغه ؤچې دحکومت له خواپه صوبه سرحدکې دمارشل لا له لګولووروسته که څه هم چې په پيښورکې دپرنګي واک ، چې خوراکاواکه شوي ؤ، بيرته په پښوودريد. خوپه سيمه کې دپرنګيانو پرضداعتصابونه اوناارامۍ پاي ته ونه رسيدل نوځکه انګريزان اړشول چې له يوې خواپه ١٩٣٧ کال کې دمسلم ليک يومشر سيد عبدالقيوم خان دصوبي دلومړي  وزيرپه توګه وټاکي اوله بله پلوه داولس په راپاريدلواحساساتوباندي داوبوتويولولپاره هغوي اړووچې پهصوبه کې د ( تقنيني اسامبلي ) اويوې نماينده ادارې  جوړولوته غاړه کيږدي. په پاي کې په دي صوبه کې يوه پنځوس کسيزه اسامبله پيل شوه .
 دې اسامبلي دغړيتوب لپاره دکانديدد عمر او استوګني په شرايطوسربيره دټاکنولپاره دمالياتوورکول، دځمکو لرل ، تعليم اوپه وسله والوځواکونوکې خدمت ضرور اواړين ؤ. بايدوويل شي چې په ټاکنوياانتخاباتوکې يوازې نارينه ووبرخه درلوده اوپه ١٩٣٧ کال کې دهغونارينه ووټول شميرهم چې دپورتنيو شرايطو اومشخصاتوپراساس درايوورکولو وړبللي شول ممکن دڅلويښت _ پنځوس فيصده پوري ؤ . يونارويژي ليکوال ليکي : په دي توګه دپرنګيانولخواداټول تظاهردهغه دپاره جوړشوي وچې برطانوي پلوه خانانو، نوابانو، خان بهادرانولپاره زمينه برابره شي . د١٩٣٦ کال دديسامبرپه مياشت کې دسرحددتقنيني اسامبلي لپاره په ټاکنوکې يوسل اوپنځه ديرش تنه کانديدشوي ؤ. ارواښادخان عبدالولي خان دخپل کتاب ( پاچاخان اوخدائې خدمتګاري ) په لومړي ټوک کې ليکي چې په هندکې دکانګرس پرضدانګريزانوته څلورقوتونه ښکاريدل چې که دامنظم شي نوشايدچې 
دکانګرس مخه ونيسي :
١ – دپرنګي دلاس جوړحاکمان، راجګان اونوابان ؤ.
٢ – مسلمانان دي هغوي هم غيرمنظم دي ، يوسياسي جماعت اوتنظيم نه لري .
دټولونه لويه اکثريتي صوبه چې په سلوکې پنځه نوي آبادي لري هغه خوکانګرس سره تړلي ؤ.
مطلب داچې مسلمانان هم يوموټي اويوقوت نه دي چې دکانګرس مقابلي ته ودرول شي پردي حقيقت سربيره چې ددي انتخاباتوپه موکه دخدائې خدمتګارتحريک مشرخان عبدالغفارخان کله چې په هندباندي دري نيمي پيړي اوږداستعماري تسلط دهندي ولسونودهلوځلوپه پايله کې پاي ته ورسيداود١٩٤٧ کال دجون په دريمه نيټه دهنددويش اعلان وشوخودهراستعماري ځواک داخصلت دي چې دخپل تګ په وخت کې شاته ځينې داسې جنجالي مسئالي پريږدي چې بياپه هغوکسانوکې دنفوذله لاري دحالاتوبهيرتل په خپله ګټه رهبري کړي نوبرطانوي ښکيلاک دافغانستان اودنوي جوړشوي پاکستان ترمنځ هم په لوي لاس اوعمدي توګه يوه سياسي ستونزه شاته پريښوده داستونزه دديورندپه کرښه اودهغې ختيځ ته دپرتوافغانانواو او لسونو دبرخليک موضوع ده .
کله چې دهندوروستني وايسراي ( لارډ مونډ باټن ) د ( شمال لويديځ صوبه سرحد) اولس ته دهندوستان ياپاکستان سره يوځاي کيدوپه اړه دټول پوښتني بلنه ورکړه نودپښتنو مشرانو او دافغانستان حکومت په هغه باندي انتقاد وکړاووي غوښتل چې په ريفرندم کې دي دې اولس ته داحق هم ورکړشي چې که غواړي ځان ته دريم ګړي هيواد( پښتونستان ) جوړکړي  نوله هماغه نيټي راهيسي له برطانوي ښکيلاک څخه شاته راپاتي د ( ديورند لاين ) په اړه کشاله دافغانستان اوپاکستان ترمنځ لاينحله پاتي ده .
داکشاله ددواړونږدي ګاونډيوهيوادونوترمنځ داوږدوشخړوعامل اواساساً دافغانستان دتباهۍ سبب اولامل ګرځيدلي ده .
 
 
محمدضيا ارمان پکتياغږ _پکتيا