ارواښاداجمل خټک ته


خـوب ګی مې لید لې وې (اجمل) وې نسترن وې ته
زوی دېپښتنې وې پــه پښتون کې ډیــر پـتمن وې ته
 
قــوم ټــــبردې فـــخرد پــښتون دلــــوې تــاریخ ګڼم
ځــــړې دې چی ګـــورمه لــه ونې دې ارین وې ته
 
مـوږه شاعـــران وادیـــبان بــه چی هــرګوټ کې وُه
ټـــولـــوتــه به هـرځاې کې د پوخ ادب ګلشن وې ته
 
پــــــیـټـــې دپـــــښتون دغــــــم به تل دتا په غاړه وُه
مزې دې دیورند نه به په زړه کی ډیردردمن وې ته
 
مـوږ دې انګریزانــوپـــه قاـون محروم له حق نه یو
ځکه دې دښمن قانون ته هروخت کې غمجن وې ته
 
بیل کړوانګریزانو ورورله وروره ظلم وزوربـاندې
درپــــه درږوندون د پښتنو ته به خــوږ من وې ته
 
ټــــــولـــه پښتونـخواکې دې یــوالې نارې پورته دې
مړو ایرودې اورته بــه په زړونوکې خوزلن وې ته
 
سوات، وُ ورکزې، وزیرستان پــه اورو وُسول ټول
چا له نارې وُکړو چی ته لاړې زموږخوږمن وې ته
 
ډیر دپښتنو خا نان مـالوباندې خپل قــوم خـرڅ کړې
تل پـه پښتنې احــساس تـر ټــو لـــو نه شتمن وې ته
 
هـرڅــومره دښمن به ګزارونــوته چی زور ورکړو
سپربــه د پــه لاس سینه سندان بـه وې بهمن وې ته
 
پورتــه دې بیرغ دحق غوښتلو پـه هرځاې کې کړو
ځکـــه دښـمنانــوتـــــه ارهاب بانـــدې تورن وې ته
 
 
لاړې پښـــتانــــه دې یتیمان پــــه دنــیا پـــــریښـوده
دوې لکه واښـــه دې دږوندون بـه یې چــمن وې ته
 
دوې د ازادی بــې قـــربـــانی څـخــه ازاد نــــه شې
    دې لار کې هــمیشه زمـــوږ لپاره بــو مدین وې ته(1) 
 
وګوره ارمن و کوردستان دحــــق غـــوښـــتل کوې
لار دې ازادې کې ډیـر پیا وړی لـــه ارمــن وې ته
 
تالـــــره بــه خــدای پـــه جنتونـــوکې مـقام درکړې
ګورې (علي خان) پــه پښتونخواکې قـدرمن وې ته
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
1 / بومدین : دالجزائر دازادی اتل.
لیدته/ دلوی مبارزاجمل خټک مړینې په هکله.