(اسلامي نړۍ) دشاه فيصل نه ترقذافي پوري

 د روسي طاقت تر ختميدو وروسته امريکا د (نيو ورلډ ارډر) پاليسي ( تګلاره ) نړۍ ته ورپيژندله چې پکې ويل شوې ټوله نړۍ باندې د امريکا بادشاهى به وي څوک چې په ياده لاره کې مزاحمت وکړې هغه به له مخې لري کوي ،کوم هيواد يا اداره ، او ياکوم شخص امريکاته ټټر وهي هغه به د نور نړۍ والو لپاره عبرت ګرځولي شي د يوريپوټ په بنياد دالقاعدي د منځته راتلو وړاندې اود ورلډټريډ سنټر د تباهۍ هم مخکې وويل کيده چې دامريکا په مشرۍ کې دنيوارآرډر پروګرام تيارکړي ؤ ، چې پدغه پروګرام په افغانستان کې د طالبانو رژيم اوپه عراق کې دصدام حکومت رانسکورکړې ، له هغې وروسته به مصرکې دحسنې مبارک ،په ليبياکې د معمر قذافي ، شام کې د بشارالاسد ته مخ ورواړه وى ، اوکه چيرته په سترځواک کې څه همت پاتي شې نود ايران ، پاکستان ، سعودي عربستان او عوامى جمهوريه چين هم څه خبرواخلى ،
حقيقت همدا مالوميږې چا چې هم امريکا ته ټټر وهلې هغه اول په خپلو عواموکې اتل جوړشوې ، اولدې وروسته امريکا هغه څخه د عبرت يو نمونه جوړه کړيده ، شاه فيصل شهيد د عربستان هيواد اولنى بهادر حاکم اوپه اسلامي نړۍ کې يونه ويريدونکى زړه ور مشر ؤ دامريکي اودهغوى د لويديځوالو يلغار د منعه کولو لپاره شاه فيصل د خپل ځان نزرانه وړاندې کړه ، شاه فيصل يواځي پدي جرم شهيد کړي شو چې هغه د امريکا يې تګلارې اود امريکا په لاسونو کې د لوبيدو څخه انکار وکړ، اويهودي وزير خارجه هنري کسنجر ته داسې وويل : که چيرته موږ داسې محسوسه کړه چې موږ تاسو د تيلو دزيرمو څخه نه شو ژغورلي نوموږ به دغو څاګانو ته اور ورته کړو او دخپلو پلارانو او نيکونو د خرماو اود شيدو واله ژوند ته واپس لاړشو ، شاه فيصل د ذلت او رسوايئ ژوند څخه د عزت مرګ غوړه کړ او امريکا ته يې سر ټيټ نه کړ، دعراق پخواني صدر صدام حسين هم ددغه په څير انجام سر مخ شو ،
هغه نړۍ والو ته سرنه ټيټه وه ټول پدي پوهيږې چې ايراني انقلاب ته په بند اچولو سره امريکا ايران او عراق جنګ رابرسيره کړ ، هغي ګوما ن کاوه چې ددې جنګ په واسطه به د ملګري ملتونو د پابنديو سره د ايران عوامو مزاحمت پاي ته ورسيږې چې ايران به کمزوري کړي اوددغه کمزورۍ په فايدې اخيستلو سره به امريکا يو وار بيا پر ايران باندې حاوي شې ، مګر صدام حسين ډير ژر په دغه امريکايې سازش پوهه شو اود امريکايې خواهشاتو پرخلاف يې د ايران سره ډزبندي وکړه ، شنونکو په اند د صدام حسين همدغه اعلان په مخکې تللوسره دعراق اوامريکا د اختيلافونو لامل شو ،
چې هغه يې هم په انجام ورساوه ، اوس دغه شان د معمرقذافي سره هم ياده مامله روانه ده .
په خواشينۍ سره بايد وويل شې چې همدغه استعماري طاقتونه د خپلو موخو د لاسته راوړلو لپاره هميشه د يو اين او ( ملګرو ملتونو) په وجه ترسره کوي ، پرافغانستان بريدهم د ملګرو ملتونو په واسطه شوى او د ليبيا پرخلاف هم د پوځې بريدجوازهم د ملګروملتونو لخوا شپه په شپه قرارداد منظورکړ، چې هغې ورسته امريکا ، فرانسې ، برتانيې ، کاناډا ، بلجيم ، اسپين ، هالينډ ، ډنمارک ، ناروى ، يونان او نورو اتحاديانو جنګې الوتکو د ليبيا فضايې او د دفاع پرادارو بريدونه وکړه ، د طرابلس ،بن غازي او جدابيه په څير ښارونوباندې يې کروز ميزائل وتوغول شو ، د عربي رسنيو په وينا : دامريکا او اتحادي پوځونو په بريدونوکې عامه وګړي په خاص ډول ماشومان او لاروى په نښه شوي .
قذافي اخلاقي لحاظ سره که څومره هم بدوي ، مګر بهادر او زړور دى چې هميشه يې امريکات ټټر وهلي دى ، اوس قذافي په دار ځړولو سره داسې پيغام د اسلامي هيوادونو بادشاهانو ته ورکول کيږې ، چې زموږ تابع شئ او زموږ د تګلارو سرغړونه مه کوئ ، د تيلو لرونکو هيوادونو کې ليبيا هم ګډون لري او داچې قذافي به ډيرى
وخت د تيلو په واسطه سترطاقت د خوږې ګوتي څخه نيوه اود غه شان هغه په امريکاباندې هم بندکړي ؤ .
ليبيا يواځنى هيواددى چې ترډيره وخته پوري پري بنديزونه لګول شوي وو ، ترټولو اول پري د امريکاولسمشر رونالډريګن د ١٩٨١ څخه تر ١٩٨٢ ز کال پوري بنديزونه ولګول شو اوپه ١٩٨٦ زکال څخه تر ١٩٩٢ او ١٩٩٣ کلونوپوري دوام يې لره ، په هغې کې داسي بنديزونه هم وو چې تر ٢٠٠٤ کال پوري دوام وکړ .
امريکا د ليبيا څخه د يوعشاره شپږ بيليونو ډالرو په ارزښت خام تيل اخيستل ، چې پکې د ٣٠٨ عشاره څلور ميليونو ډالروپه ارزښت فطرول ، د ٩٢ عشاره دري ميليونوډالرو په ارزښت مائع ګاز ، د ٢٩ عشاره نهه ميليونوډالرو په ارزښت امونياګاز ، د ١٩ عشاره دوه ميليونو ډالروپه ارزښت لايټ پتروليم آئل ، د شپږعشاره اولس ميليونوډالروپه ارزښت پيټروليم ګاز اوداسې نورد خوراک اوخښاک شيان امريکا د ليبيا هيواد څخه اخيستلوته اړ دى .
ليکنه : مسيح الله ( عصام)