ميړانه ، پرهيزګار، پاکوالى ، بنده ګې ،پوهه ، کرامت ، خلافت ،انسانيت او د ولايت خاوند حضرت على ابن ابى طالب کرم الله وجهه د صفتونو سربيره حضرت على رضى الله تعالى عنه د الله ج خوښ کلى مکه مکرمه کې زيږېدلى دى اوپه همدغه کورکې ورته دشهادت زيرې ورکړى شوى ، اودايې هم ثابته کړى چې دهغه ژوند د پيل څخه ترپاى پورې د الله د رضا حاصلولو لپاره وو .
په ماشومانو کې ترټولو اول حضرت على کرم الله وجهه و چې په اسلام مشرف شوي ؤ
حضرت على کرم الله وجهه د ډېرو خلکو څخه زياته پوهه په قران کريم او احاديثوکې ور په برخه وه .
لدي امله حضرت محمد صلى الله عليه وسلم بيا بيا دهغه په درجو رڼا اچولى ،
په طبقاة الکبرى کې حضرت ابوهريره رضى الله تعالى عنه فرمايلې چې ، امير المؤمنين حضرت عمر رضى الله تعالى عنه فرمايلې په موږ کې ترټولو ښه پريکړه کونکى حضرت على کرم الله وجهه ؤ دغه راز سعيد بن مسيب رح ويلې چې حضرت عمر رضى الله عنه به کله يو ه ګرانه يا سخته پريکړه وکړه چې په هغې کې به دهغه خوسرحضرت على رضى الله نه وو نوپه هغې پريکړه کې به يې دالله جل جلاله څخه پناه غوښتله .
حضرت شاه ولى الله دهلوي ليکلې چې حضرت عمر فاروق رضى الله به دعا غوښتله او ويل به يې اى الله ما هغې ورځې ته مه پرېږده چې په کومه ورځ ګرانه مسئله راپيښه شې اود هغې دحل لپاره حضرت على رضى الله تعالى عنه موجود نه وي .
يوځل خپله حضرت على کرم الله وجهه پخپله ويلې چې ماته د زمکي د لارو څخه زياته د اسمانى لارو ډېره پوهه حاصله ده په يو بل ځاى کې فرمايې که چيرته زه د قضا پرځاى کې کېښنول شم زه د تورات والاو ته په تورات کې ، انجيل والاوته په انجيل کې اوزبور وا لاوته په زبوراوفرقان والاوته په قران کې فيصلې ورکولي شم ، هغه داهم فرمايلې ماته علم دى چې د قرانکريم کوم يو ايت کله ، اوپه کومه ورځ په کومه شپه نازل شوي په کوم ځاى ، په کومه وچه په کومه لونده کې قران کريم نازل شويدى .
علماء کرامو فريايلې دى يوه شپه عبدالله ابن عباس رضى الله تعالى عنه دحضرت على رضى الله عنه څخه وغوښتل چې تاسو موږ ته د بسم الله تفسير ووايئ حضرت على کرم الله وجهه ورته ګرده شپه د بسم الله تفسير بيان کړ تردې چې سبا شو ابوتراب ورته وفرمايل اى ابن عباسه زه د بسم الله دومره تفسير بيانولي شم چې پراويا اوښو يې باره ولى شې ( باريې کړي کاغذبه يې دومره وى ) د ډېرو فضيلتونو سره د حضرت على کرم الله وجهه دژوند که چيري تفصيلې مطالعه وکړي شي نود هغه ويل ، کول ټول د حضرت محمدصلى الله عليه وسلم په څير وو ، دسپيڅلې اسلام د پاکى ټولنى کوم تصوراو يا چې کوم نظام مصطفى چې کوم دود ، دستور وړاندې کړي دهغې ترجماني په حضرت على کرم الله وجهه کې وه ، چې د هغه دعمر هرګوټ او هرځاى څخه په هرمقام کې عدل اوانصاف شتون لره چې لدې امله دعربو يو فلسفي پدي ويلو مجبوره شو چې تاته حکومت ښاېست نه درکړي بلکې هغوى حکومت ته ښائېست ورکړي دى .
دلوي اسلامي امپراتورۍ په اوچته چوکۍ کيناستلو سره سره هغه د وچې ډوډۍ په ټوټودمالګې سره خپله خيټه مبارکه ډکه کړيده سبحان الله دتاريخ صفحي ددې خبرو ګواهې ورکوي چې دالله زمري په ټول ژوند کې په مړه خيټه ډوډۍ نه ده خوړلي اود جاموحال يې دا وو چې هغه خپل ځان ته هغه جامي غوره کړيدې کومې جامې چې په ټولنه کې ترټولو کمزوري وګړې اغوستي دى ( چې دترټولو د لاندې خلکو لباس ) دپيغمبراسلام دتربيت دغه لويه هستي هميشه په پخپلو لاسونو مزدوري کړي اوخپله ډوډۍ يې خپله په لاسونو ګټلي ده ، ديولوي اسلامي حکومت دسپينو اوسرو خاوند حضرت على ابن ابى طالب رضى الله عنه کله د يو يهودي ديوباغ په اوبه کولو ليدل کيږې ، کله د چاد اوبو پر راوړلو ليدل کيږې اوکله د ښښتو د مزدورى په اچتولو ليدل کيږې اوکله به بازار کې په اخيستلو او خرڅولو ليدل کيږې ، کله د کومي کونډى دبچو په خوله کې دمړۍ په ورکولو ليدل کيږې اوکله ديتيمانو په پالنه ليدل کيږې ديته وايې :
عدل اوانصاف هغه خپله د وربشو د ډوډى خوړل غوره کړي خو دبيت المال څخه يې څه هم نه دى اخيستي ديته وايې عدل اوانصاف ...........
يوځل هغه د خپل مري قمبررضى الله عنه سره په بازار کې داسي روان وو چې څنګه به د حضرت حسن او حسين رضى الله تعالى عنهما سره تللو ، يو ځاى څخه يې دوه جامى واخيستلي د حضرت على رضى الله عنه انصاف او عدل ته وګورئ يو ښه وه اوبله جامه د هغې په نسبت لکه کمه ښه وه ښه جامه يې حضرت قمبررض ته ورکړه اوکومه چې لګه کمه ښه وه هغه يې پخپله واخيسته ، حضرت على رضى الله عنه ټول ژوند مبارک تر ټولو څخه وړه وړه مسئله هم پاتې نه وه دهغه ټوله توجو د عدل په ټول خواوکې وه چې پکې د يوى زرې لغزش امکان هم نه وو هغه دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم د ژوند څخه ترخپل شهادت پورې د بي شماره مسائلو پريکړي کړيدې اودهغه هرحکم دعدل ګواهي ورکوي دهغه ټول ژوند مبارک په انصاف ولاړ وو .
على رضى الله عنه د بهادرۍ او شجاعت ترڅنګ ډېرحياناک او عفيف انسان وو ، چه په هره غزوه کې يې ، د کارناموڅخه څوک سترګې نشې پټولي ، په غزوه احزاب کې چه کوم د کفارو لوي پهلوان دخندق نه راټوپ کړه ، اورسول الله صلى الله عليه وسلم درى ځل د دالته حاضرو صحابه يې کرامو ته غږ وکړو يوازې على رضى الله تعالى عنه وو چې درى ځل مسلسل يې درسول الله صلى الله عليه وسلم غږ ته لبيک وويل : اود اول ګوزار سره يې کافر دخپل اس په سرزخمې اوبيايې په توره وواهه ، اولاندې يې راګوزار کړو خو توره او زغره يې تري راوانه خيسته ، چاترې پوښتنه وکړه چې ولى دى دغه دوه شيان تري را وانه خيسته هغه مبارک وويل : توره يې په خپلو وينو ککړه شوي وه اودحملې پرمهال زغري د ويستلو په وخت يې دعورت يوه برخه ښکاره شوه ماته تري حيا راغله ، ځکه مې ورته دواړه شيان پريښودل .
دغه راز په يوه بله غزوه کې حضرت على رضى الله تعالى عنه يوکافر په زمکه راګوزار کړ او لاندې کافر د هغه په مخ مبارک باندې لاړي وتوکلى ، هغه سمدستې لاندې کافر پريښوده او څه يې ورته وه نه ويل ، چاترې وپوښتل ولي دى کافر پريښوده ، هغه ورته په ځواب کې وويل ، کله مې چې هغه راګوزارکړپه هغه وخت کې مې هغه د الله جل جلاله په وجه لاندې راګوزاکړ اوکله چې هغه زما پرمخ باندې لاړي راوتکلې ، زه نه غواړم چې دالله درضا دخپلې غوصې سره يوځاي کړم ، هغه کافرچې دغه کاروليدل سملاسې يې کلمه وويله
بل خواته موږ ته دهغه په ژوند مبارک کې عدل لپاره د قاضي د اوصافو مواد پرېښې دى چې دهغې څخه موږ په ډيره اسانۍ سره داسې کولې شو چې ديوقاضي صفتونه بايدڅه ډول وي اود قاضي اصلي زيمه واري څه ده .
دحضرت على کرم الله وجهه په خلافت کې داسلامي تاريخ په کتابونوکې هغه يوه مشهوره واقعه دهغه د انصاف او عدل ځلانده او ښکاره ثبوت دى .
حضرت على رضى الله تعالى عنه د وخت ترټولو لوړه چوکى کيناستوسره سره هغه خپله زغره د يو يهودي سره وليده ، ورته يې وويل چې تاسره کومه زغره ده هغه زما ده ، ديهودي په انکارسره مسئله لږه ډيره شوه هغه د دغه يهودي سره قاضى ته د عدل لپاره ولاړ سره ددې چې هغه دوخت اميرالمؤمنين ؤ چې هغه پدي مسئله پريکړه وکړي مګردهغه دا انصاف او عدل نه ګاڼه چې پريکړه پدغه ډول ترسره شې ، هغه او يهودي دقاضي په مخ کې پريو ځاى ولاړ ؤ قاضي هغه ته يوډول خاصيت هم نه ؤ ورکړې اوقاضي هم پدي خبره پوهيده چې حضرت على کرم الله وجهه کله هم دروغ نه ويل ، ليکن لدي سره سره هم عدالت په نظرکې نيولو سره قاضي له هغه څخه ګواهان وغوښتل هغه حضرت حسن اوحضرت حسين رضى الله تعالى عنهما دواړه د ګواهۍ سره وړاندې کړه مګر قاضي پداسي ويلو سره دهغو دغه ګواهې قبوله نه کړه ولې چې ګواهان د هغه زامن ؤ ، لدي سربيره په اخرکې حضرت وفرمايل چې زه دخپلې دعوې څخه لاس په سرکيږم زغره دي يهودي ته ورکړل شې ا و قاضي زغره يهودي ته ورکړه کله ، چې يهودې دعدل او انصاب دغه ليدنه وکړه په سترګوکې يې اوښکې راغلې اود حضرت علي کرم الله وجهه په خپومبارکو کې پريوت اوداسې يې وويل : دکوم دين دمشرانو چې دعدل ،انصاف اودشرافت داسې حال وي نو هغه دين زه د زړه نه قبلول غواړم پدي ويلو سره يهودي مسلمان شو او بيايې د قاضي په مخکې چې ډېر خلک هم ورسره وو داسې وويل ياده زغره يې په جنګ صفين کې اوچته کړيوه ، حضرت على رضى الله تعالى عنه ورته ياد ه زغره او يو اس هم په تحفه کې ورکړه .
وما علينا الالبلاغ
ليک : مسيح الله (عصام)
وروستي