
موږ د ژبې د ډلبنديو په بحث کې وويل، ژبه په ټوله کې په څو ډوله ده، چې
هر يو ډول يې ځانګړې ځانګړنې لري، چې په وار سره يې هر يو ته نغوته وشوه، اوس د دې
وخت را رسېدلى، چې د فرهنګ او ټولنې له پلوه د ژبې په ډلبندۍ خبرې وکړو:
د فرهنګ او ټولنې د ډلبندۍ له پلوه په لومړي سر کې ژبه په دوه ډوله ده،
يو د وينا يا ويناييزه او ګړنۍ ژبه او دويم ليکنۍ يا تحريري ژبه.
د وينا ژبه خو څرګنده خبره ده، چې د معيار او سټنډرډ پام دومره نه ساتي
او هر هغه څه، چې ويونکي ته د وينا پر مهال اسانه برېښي او ذهن ته يې په اسانۍ
ورځي وايي يې؛ خو ليکنې يا تحريري ژبه بيا له ويناييزې ژبې سره خورا ګورټ توپير
لري؛ په دې معنا په دې ژبه کې ليکوال اړ دى، هغه نزاکتونه، ګرامري ارونه او د جملو
جوړښتونه په پام کې ونيسي، چې يوه ژبه يې لري؛ ځکه په ژبې کې تر ټولو مهمه او اړينه
خبره د هغې د ارونو او پښويې خيال ساتل او همدا ګرامر دى، چې ژبې ته عمر او د ژوند
ځواک وربښې، که چېرې ګرامر نه وي او يا ګرامر وي؛ خو د يوې ژبې د ويونکو له خوا يې
خيال ونه ساتل شي؛ نو د ګرامر پوهانو په وينا هغه ژبه ډېر ژر خپل ژوند له لاسه
ورکوي او متروکه کېږي، دوى وايي، چې د نړۍ د ژبو په تاريخ کې تر اوسه پورې کابو تر
پنځوسو پورې ژبو خپل ژوند له لاسه ورکړى او متروکې شوي او اوس يې يوازې نومونه را
پاتې دي؛ خو يو شمېر ژبپوهان بيا دا شمېره هم لږه ګڼې او وايي، چې تر دې هم خورا
زياتې ژبې متروکې او که ساده يې ووايم مړې شوې دي.
په هر حال ويناييزه او ليکنۍ ژبه هم بيا څو څانګې لري، چې په لاندې
توګه ورته نغوته کېږي:
ليکنۍ ژبه په لومړي سر کې په دوو برخو وېشله کېږي، چې يوه يې ادبي ژبه
ده او بله يې رسمي ژبه. ادبي ژبه بيا څو څانګې لري، لکه مهجور ادب، متداول ادب،
مصنوع ادب، چې په دې کې شاعرانه نثر، استعارې، موزونات، مسجع او... ټول راځي؛ يعنې
خيال، هنر او د ادب لب و لواب ټول
رانغاړي؛ خو رسمي ژبه بيا ټاکلې څانګې لري، لکه مهذبه ژبه، حرفه يي ژبه، پوهنيزه
او تخصصي ژبه، اداري ژبه، قضايي ژبه، سوداګريزه ژبه، د رسمي تړونونو ژپه، د قانون
ژبه او... داسې نور.
د رسمياتو په ژبه کې موږ هېڅکله د هنر وړانګې نه شو ګډولاى؛ ځکه په
ځينو مواردو کې د رسمي نثر هنري کول ښايي د ملنډو او يا بې علمۍ معنا هم وښندي، د
ساري په ډول د قضايي چارو نثر يا ژبه به په پام کې ونيسو. داسې اټکل وکړئ، چې يو
چا په ټولنه ګډوډۍ، خيانت او... ته مخه کړې ده، بالاخره حکومت دې ته اړ کېږي، چې
نوموړي ته د خپلو اعمالو سزا ورکړي او دا په دې پار، چې د ټولنې نور وګړي د ده له
سزا څخه پند واخلي او دې ته ورته کړنو باندې لاس پورې نه کړي. اوس نو داسې فکر
وکړئ، چې ښاغلو قاضيانو ياد مجرم ته د اعدام سزا اورولې ده؛ نو که چېرې موږ په دغه
متن کې د هنر خوږلني ورګډ کړو او ووايو، چې ښاغلى فلانى، چې د وحشي ځناور په څېر
غاښونه لري، د ښکاري ځناور په څېر سترګې لري او د ... لري پرون په داسې حال کې، چې
پر درنو قاضي صاحبانو سربېره په تالار کې يو شمېر نور کسان هم موجود ول او ځانګړې
فضا يې رامنځته کړې وه، چې چا سپڼ قدرې هم نه شو کولاى، قاضي صاحبانو خپل حکم داسې
واوراوه، چې په اورېدلو يې انسانيت او بشريت شرمېږي؛ ځکه تر اوسه پورې آن د ځناورو
په منځ کې هم داسې کار نه دى شوى، چې يو ځناور دې را پاڅېږي او بل ځناور ته دې
ولچکې او حد کړۍ واچوي او هغه دې د زندان او بيا د محکمې تر وره پورې کش کړي او
بيا دې پرې د اعدام حکم صادر کړي، په داسې حال کې، چې موږ ټول په دې پوهېږو، چې
مرګ او ژوند د خداى په لاس کې دى او هر څه د هماغه ذات له خوا انسانانو او کايناتو
ته ټاکل شوي؛ خو بيا هم انسانانو په داسې وحشت لاس پورې کړ؛ نو دا ډول هنر يا
عاطفه، تخيل او له خبرې څخه لرې کېدل د دې پر ځاى، چې زموږ رسمي يا ليکنۍ ژبه سوچه
او خوږه کړي په شرمونو يې شرموي. همداسې يې نورې برخې هم در واخله.
راځو ګړنۍ يا ويناييزې ژبې ته، ويناييزه ژبه هم څو څانګې او پړاوونه
لري، يو د جاهليت او ناپوهۍ د مهال ولسي ژبه او بل د اوسني پير او تمدن په پام کې
نيولو سره ولسي ژبه.
نويو تجربو او پرمختګونو دا خبره زبات کړه، چې نړۍ اوس يو کلى دى او
پخوانۍ خبرې په اوسنيو اذهانو کې د توت قدرې ځاى هم نه لري؛ د ساري په ډول اوسنى
يو ځوان يا ځوانه، چې د انټرنټ په وسيله له ټولې نړۍ سره پيوست شوې ده، څنګه په دې
خبرې باور کولاى شي، چې ديوان دې پخوا تېر شوي وي او يا دې اوس هم موجود وي،
همداسې ښاپيريان او نورې کيسې هم در واخله او يا دې هم دې خبرې ته په خپل ذهن کې
ځاى ورکړي، چې د رستم او سهراب په کيسه کې رستم پالوان به د وخت يو کوټى يا خر خوړ
او يا دې د ضحاک د ولو له منځ څخه څو ماران سر راوباسي او انسانان دې وداړي؟ دا
ځکه چې انسان اوس متمدن او هوښيار شوى، له نړۍ سره وصل شوى او په دې ښه پوهېږي، چې
نړۍ چېرې روانه ده او انسانان څومره زواک لري. دوى اوس په دې پوه شوي هغو کسانو،
چې تر پرونه پورې يې د ځمکې، سپوږمۍ او لمر د مدارونو څرخېدل او يا په سلګونو او
زرګونو کهکشانونو کې د ځمکې منظم څرخېدل، چې چا نه منل اوس يې هر څه په خپلو سترګو
وليدل او هغه انسانان يې هم د سکرين په پاڼه وليدل، چې نورو کهکشانونو او که ساده
يې ووايو نورو ستورو او ځمکو ته تللي وو؛ نو دا ټول هغه څه دي، چې د وينا په ژبه
يې ژور اغېز کړى او پخوانى يا ساده ولس يې له اوسني يا متمدن ولس سره جلا کړى او
اوسنۍ ولسي ژبه يې هم له پخوانۍ ولسي ژبې څخه بدله کړې ده؛ نو کله چې موږ ژبه د
فرهنګ او ټولنې له پلوه ډلبندي کوو دا شيان ټول په کې راځي او د ټولنې پخواني
فرهنګونه، چې پورته ورته نغوته وشوه له اوسني فرهنګ سره په کې پرتله کېږي او نوى
فرهنګ په خپله د زوړ او جاهلي فرهنګ ځاى نيسي؛ خو دا خبرې په دې معنا هم نه دي، چې
ګواکې په زاړه فرهنګ کې ټول د جهل خبرې وې او د کار څه په کې نه و؛ بلکې ډېر داسې
څه په کې و، چې تر اوسه پورې آن د تقدس په سترګه ورته کتل کېږي، چې ساتل يې په کار
دي، لکه د چا په مړي او ژوندي کې رغنده ګډون او په وخت د ناروغ پوښتنه کول، چې له
بده مرغه اوسني پرمختګ او مادياتي نړۍ تر ډېره معنويات له ګواښ سره مخ کړي او آن
په ډېرى مواردو کې ځوانان په دې نه پوهېږي، چې د يو چا مړى ژوندى کوي څه ورته
ووايي او څنګه له هغه سره خواخوږي وکړي او يا يې خوشحالي وپالي.
نوکه خبره مو رانغاړلې وي، ويلاى شو، چې د ژبو په ډلبندۍ کې تر ټولو
مهمه او خورا اړينه برخه يا ډلبندي د فرهنګ او ټولنې له پلوه د ژبې ډلبندي ده، چې
په دې برخه کې د ټولنې پر حالاتو سربېره د يوې ټولنې فرهنګي راشې درشې او دودونه
هم په کې په پام کې نيول کېږي، چې د ټولو په ترکولو او هېرولو سره يې ښايي ټولنه
له بدمرغۍ سره مخ شي.