د تقوا په مقابل کې عقيده

دکتاب نوم : بنو يا زمونږ افغاني سرحد ليکوال :اس . اس .تاربرن ژباړن :الحاج شېرمحمدکريمي يوه ورځ يوه پاچا له خپل وزير سره بحث کاوه چې تقوی پر عقيده لوړوالی لري او په تقوی هر شی تر ﻻسه کولی شي .وزير په دې ټينګار کاوه چې عقيده په تقوا لوړه ده .پاچا په قهر شو چې وزير ولې له ده سره مباحثه کوي ؟ وزير چې د پاچا پر قهر پوه شو څه يې ونه ويل او غلی ووت او څو اوونۍ وروسته ده څلور تنه فقيران پيدا کړل او دوی سره يې وعده وکړه چې هره مياشت به هر يوه ته لس لس روپۍ ورکوي خو په دې شرط هغه څه چې زه وايم تاسې به يې کوئ  . بيا وزير يو خر مړ کړ او هغه يې ښار ته نږدې په يوه سيمه کې ښخ کړ او جنډه يې پرې ودروله . وده تنه يې ورته وګمارل چې شپه  او ورځ د زيارت پالنه وکړي ، دريم ته يې وويل چې د سړک پر سر له زيارت څخه لرې کيښني . هر څوک چی راځي او ځي ورته ووايې  چې په کلکه او پاکه عقيده راشي څو يې دعاقبوله شي . څلورم ته يې وظيفه ورکړه چې په سيمه کې ښکته پورته وګرځي او د زيارت په هکله تبليغ وکړي او ووايې چې ددې زيارت تقوی دومره زياته وه چې پر عقيده يې دعا کول او لمونځ کول ضرور بلل . په څو مياشتو کې د زيارت شهرت حتی د پاچا غوږ ته هم ورسيد .ده وزيرانو ته وويل چې تياری ونيسي او غواړي چې په رسمي تشريفاتو هلته ورشي او دعا وکړي چې پر دښمن بريالی شي او همدارنګه  ملکه چې اميدواره ده خدای زوی ورکړي. وزير چې خبر شو په پټه يې خپلو سړيو ته وظيفه ورکړه چې پاچا پرې نه ږدی چې دلته دعا زکړي ،څو چې زه د پاچا په وکالت درسره مباحثه پيل کړم . پاچا وﻻړ او شل متره له زيارت څخه لرې، يوه فقير دی ودراوه او دی يې اړ کړ چې     هيڅ خواست  ونه کړي څو چې دی عقيده و نه کړي .پاچا خپل تګ ته ادامه ورکړه او نږدې و چې زيارت ته ګونډې ووهي چې د زيارت مجاورانو دی پريښود چې دعا وکړي او پر دښمنانو بری وغواړي .هغه وخت به دې دعا قبوله شي چې عقيده وکړې. ملنګ مجاور ورته وويل لکه ته چې د خدای په امن کې يې ستا دښمنان هم د خدای په امن کې دي مونږ ستا له غوښتنو څخه خبر يو .پاچا د فقيرانو له دې خبرتيا او پوهې څخه حيران و پاچا لږ څه مکث وکړ او بې تصميمه و چې څه وکړي ،په دې وخت کې رټل شوی وزير را پيدا شو او له ملنګانو سره يې مناقشه پيل کړه او باﻻخره  يې هغوی مجبور کړل چې پاچا ته ﻻر ورکړي او زيارت ته ننوزي،په دې شرط چې په کلکه عقيده هلته ننوزي ،دعا وکړي او سوال به يې قبول شي . پاچا همداسې وکړل ،کله چې بيرته راستون شو يوه ايلچي زيری ورکړ چې دښمن دې مات شو او له شاهي ماڼۍ څخه يو نرښځی راغی او د زوې د زيږدو زيری يې ورکړ .دی له ډيرې خو شحالۍ څخه احساساتي شو او غوښتل يې چې زيارت په وريښمو کې پټ کړي چې رټل شوی وزير راغی او وې ويل : اعليحضرتا! لومړی له ما سره راشه او ددې له زهد او تقوی څخه خبر شه بيا يې پاچا ته د خره هډوکي ورښوول .پاچا په دې متيقين شو چې عقيده پر تقوی لوړه ده ،او له خدای تعالی څخه د سوال قبليدو غوښتل په عقيده کيږي نه په تقوی .