هيواده


ای کړیدلیه ځوریدلیه بی صدا هیواده
زما دپلار نیکه مسکنه ای زما هیواده
تل به کوشش کوم دا ستا د ازادۍ لپاره
تا نه به ورک کړم هر یو غم هره بلا هیواده
زما نیکونو ځان لپاره افتخار کڼلی
زه به دی ساتم تل ازاد زما اشنا هیواده
سر به قربان کړم دا ستا د ازادۍ لپاره
ای په ما ګرانه  زما د پلار او د بابا هیواده
تا به اباد کړمه زما د پیدایش مسکنه
د سولی کوره د میرویس او احمد شا هیواده
تا کی شته دی ډیر هوښیار او اتل ماشومان
په مونږه ګران افغانستانه د هرچا هیواده
غزل نجيبي
د نهم ټولګي زده کوونکی
 
ننګرهار جلال  اباد