غزل


بس چی دومره دی دشزط تله درنه ده
 زه پوهیږمه اصیل ته اشاره ده
که دی زړه هم داسی تو ری وی لکه زلفی
ستا له مینی زما سل کرت توبه ده
عاشق دمینی وږی مینه غواړی خو
کرکه چا ورکړی ښکلو ته تمغه ده
چی هغه پکی دروح تسکین ته ناست دی
زماخوښه میکده ده که کعبه ده
اوس که نه ښکاري ښکاره به شی پخپله
اشنا راز د الفت پټه خزانه ده
چی دستار تړي يه شمار دي داریښتیاده
اوس خو ټوله دعظمت نښه شمله ده
اشنا مانه خفه نشی زه خو نه ووم
دمیرویس خو دقلم ژبه تیره ده