
تل غمونو ارمانو کی می ژوندون دی۰
خو یکتا نه یم دا حال دهر پښتون دی۰
سور اور بل دی د وطن په سمو غرو کی۰
زوړ او ځوان مو دد ژونده جیګرخون دی۰
په پرديو وطنو کی مو ژوند تیر شو۰
په ارمان کی هر پښتون ورک دی زیبون دی۰
بې تعلیمه هر پښتون دې رالویږې۰
ګنې تش په خوله خو هریو افلاطون دی۰
دژوندون اخیر انجام ته فکر نه کړو۰
دهرچا زړه په پیسو پسی مجنون دی۰
خوستی څکه په رنګ زیړ لکه نارنج شو ۰
دجانان یادونه يې وینه خوري کم خون دی۰
د خوستی نصیب کی نه شته خندا غم دی۰
خدای وهلی چې خوښیو په لټون دی