د
صحرا پـــــه زمــانو مې لوى کاروان و
خو
پــــــه کنډو کنډوالو مــــې را روان و
د
يتيم لــــه اوښکو بــــــار و نوم يې نه و
چا
ويل چې لــــه اسيــــا افـــغـــــانستان و
سوداګـــــر
دوينو غـــــوښو ور روان دي
وايي
پـــاس په دلکشا کې لوى مـــــکان و
چې
مـــې پېغلې د پنجاب په ديرو نــا څي
دا
مـــــې مشر دا مـــې کشر دا مې شان و
بيا
د مستو مستو حورو دُعـــــا کــــــاندي
دا
زمـــــا د قـــافــــلې لــــــه مخې خان و
پــــه
بـــــربنډه يې غمي د کــــابل يووړل
دي
پـــاريس کې راتـــه خاندي اوخندان و
بلخوا
کونډه چې نــــري نـري زګروي کا
يــــا
يتيم بچي له اوښکو چې بـــــــاران و
څنګه
ووايـــــم اختر دې مــــبــــارک شه
زمـــــا
نــــــــــه دى دا اختر دبل انسان و
لا
مې غږ په اصفهان پـه ډيلي پروت و
چې
بــابــا مې احمد خان په کوم دوران و
زه
که نه وم تــــــه که نه وې دا ايمان دى
چې
همدې اسيا کې لـــــــوى افغانستان و
بيا
بــــــــه ډول وي بيا اتڼې بيا به چوغې
لکه
ګډ پــــــه ګورګينانـو ميرويس خان و
افغانيت
مې پـــه لاس توره پښتو ډال دى
ځمکه
پـــــــرېږده لا خبر په دې اسمان و
(اصولي)
چـې د لندن جونـــو تــــه خاندي
نوم
يې ورک شه ده ته چاوې چې افغان و
جمال ناصر اصولي
وروستي