استاد رباني پخپله شمالي ټلوالې وژلی دی !!

 د افغانستان د جهادي رهبرانو له ډلې د جمعیت د ګوند مشر، د مجاهدینو دحکومت پخوانی جمهورریس  او په اوس وخت کې د سولې عالي شورا ریس استاد پروفیسور برهان الدین رباني د تېرې سې شنبې په ورځ  هغه مهال د یوه ځانمرګي برید په ترڅ کې ووژل شو، کله هم چې استاد رباني او د سولې عالي شورا د دارالانشاء ریس معصوم ستانکزي غوښتل ، د ځانمرګي کس سره په دې نیت وغږیږي، چې ګویا د طالبانو له لوري یو ورلېږل شوی پیغام رسوونکی دی .
د رسنیو او همداشان د دولت د ځینو چارواکو په خبره چې نوموړي ځانمرګي بریدګر څو ورځې دسولې عالي شورا په مېلمستون کې تېرې کړي وې او ظاهراً یې ویل چې د استاد رباني او ملګرو سره  دسولې په اړه د خپلې ډلې ( کوېټې شورا) غوښتنې او وړاندیزونه مطرح کوي .
اوس پوښتنه داده، چې څنګه کېدلای شي، دڅو میاشتو راهیسې همدا یو تن  د وسلوالو مخالفیونو په استازیتوب د سولې عالي شورا سره تماسونه نیسي او وسلوال طالبان دې هېڅ غبرګون نه ښایي ؟
په داسې حال کې چې تاسو به لیدلي او اورېدلي وي .کله هم چې دولت یا د سولې عالي شورا له وسلوالو سره دخبرو ادعا کو ي،نو وسلوال طالبان خپل غبرګون ښایي،چې ګویا د دوی استازی په کې شته یا نشته.
خو اصلي حقیقت دادی ، چې په دې وروستیو وختونو کې د شمالي ټلوالې خاصتاً ډاکټرعبدالله عبدالله ، امرالله صالح ، محمدیونس قانوني، عطامحمد او نورو پلویانو یې استاد رباني ته په دې خاطر سخت غاښونه چیچل،چې څنګه یې په هېواد کې د سولې او ثبات د ټينګښت په خاطر د دولت طرحه ومنله او په همدې نیت د جوړې شوي شورا مشرتوب ته یې غاړه کېښوده .ځکه شمالي ټلوالې نه غوښتل، چې دافغانستان هغه  ناخوالې د سولې او تفاهم له لارې حل شي، چې له امله یې هره ورځ د افغانستان په پښتون مېشتو سیمو کې هر کور ته په سرو وینو ککړې جنازې درومي .خو د دوی دغه فکر نیمګړی ځکه دی ، چې دښمن یوازې په پښتون یا تاجک پسې نه ځي، بلکې غواړي  له ټولو افغانانو  د سر سړي واخلي او همېش یې په هرڅه کې خپل ځانته اختیاج کړي .
خو د شمالي ټلوالې د څو تنو سیاسي سوداګرو موخې او اهداف ډېر روښانه دي .دوی فکر کوي ،که چېرې په هېواد کې ملي پخلاینه صورت ونیسي ، طبیعي ده، چې شته ناخوالې له منځه ځي او ورو، ورو به یې په دولت کې وسلوالې جنایتکارې ډلې څنګ ته کیږي او ځای به یې اهل کار کسان نیسي .
تاسو وګورۍ دا مهال د دولت زیاتره مهم کلیدي پوستونه ټول د شمالي ټلوالې له جنګي او جنایتکارو کسانو له لوري داسې اشغال شوي ، که د نظام مشران لږ هم د هغوی د لېرې کولو کوښښ کوي، نوحتماً له ټولو لارو غبرګون ښایي .په همدې خاطر ډېری افغانان دا نیوکه کوي، د دولت مشرتابه ( حامدکرزی)جدي ګام نه پورته کوي .
خو شک نشته ، چې هېواد په ډېرو حساسو پړاوونو کې دی ، که لږ هم ځينې وخت له قاطع چلند څخه کار واخېستل شي، نو د دې اندېښنه شته ،چې په هېواد کې د ننه وسلوالې جنګي ډلې د شویو پرمختګونو او نویو راټوکېدلو هیلو په وړاندې  حتمي خپلې ناولي اوبه وشیندي او افغانستان به خدای مکړه یو ځل بیا تېرو کورنیو جګړو ته بوځي .ځکه دوی اوس هم له بهرنیو استخبارتي شبکوسره مستقیماً تړلي او دا شبکې همېش دوی ته د پلانونو په بدل کې ډول، ډول مرستې ورکوي .خو بیا هم متل دی ،که غر هر څومره لوړ وي ، خو په سر یې لار شته .مطلب مې دا ؤ، چې د دې جنګي ډلو ټپلو دکمزوري کولو او خنثا کولو لپاره یې یوازېنئ حل لاره په خپلو کې د کلک یوالي رامنځته کول دي او بس .
بېرته د لیکنې اصلي موضوع ته راځم :
کله چې پرېکړه وشوه، په هېواد کې دې روانه جګړه دخبرو اترو له لارې هواره شي.په همدې موخه شمالي ټلوالې چې اوس د تغيير او امېدپه نامه هم ځان معرفي کوي ، د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ یې د مطبوعاتي کنفرانس له لارې د دې پروسې سره سخت مخالفت په ډاګه کړ. چې د وسلوالو طالبانو او اسلامي حزب سره په هېڅ صورت  باید روغه جوړه ونه شي او حتا دولت ته یې ګوتڅنډنه وکړه ، که چېرې دغه لړۍ ته ادامه ورکړي ، دوی به په کې نه یوازې ګډون نه کوي ، بلکې د دولت په خلاف به له هرې ممکنه لارې کار واخلي .
د همدې کنفرانس څخه یوه ورځ وروسته استاد رباني د سولې له پروسې څخه نه یوازې ملاتړ څرګند کړ، بلکې د سولې عالي شورا مشرتوب ته یې غاړه کېښوده .
د استاد برهان الدین رباني له خوا په دې کار سره د شمالي ټلوالې ملا ماته شوه .همغه ؤ، چې ډاکټر عبدالله عبدالله ، یونس قانوني، امرالله صالح ، عطامحمد، اسماعیل خان او نورو لارویانو رباني ته سخت غاښونه چیچل ، بالاخره یې د سولې پروسې د له منځه وړلو ، د پرادیو په اشاره یې  افغان ولس ترمنځ د یوه لوی بېلتون رامنځته کولو او همداشان عبدالله عبدالله د هېواد په شمالي ولایتونو کې د عمومي مشرتوب د لاسته راوړلو په خاطر استاد رباني په ډېر مهارت سره د ۷۱ کالونو په عمر په سپینه ږیره په شهادت ورسوه .
خو د تاسف ځای دادی ، چې اوس  هم زموږ یو شمېر افغانان د سیاسي سوداګرو څېرې سمې نه پېژني .بلکې کله نه کله د دوی جعلي شعارونه بدرګه کوي .
ما چې د خپلو څو تنو نورو ملګرو سره یو ځای د ټلوېزیون په پرده باندې دمرحوم  استاد رباني دجنازې هغه مراسم کتل ، چې خاورو ته یې سپارله .ومې لیدل ، چې ډاکټر عبدالله عبدالله او امرالله صالح ډېر پاروونکي د سولې او ملي یوالي ضد تمثیلونه کوي .چې دا دافغانستان په اوسني حالت کې ډېرې ناوړه پایلې لري .اوس چې افغانستان تر بل هر وخت زیات  سولې او ملي یوالي ته ضرورت لري ، په کار ده، چې زموږ د بدخشان ، تخار ، کابل ، هرات ،کندهار ، خوست او د هېواد د ګوټ ، ګوټ مېشت افغانان باید لکه سکني وروڼه او خویندې خوږ ملي ژوند اختیار کړي .د څو تنو سیاسي سوداګرو په پرادیو خبرو،  ونه غولېږو.ترڅو د ګران  افغانستان او افغان  ځورېدلي ولس  د دښمنانو شوم اهداف له خاورو سره خاورې کړو.
ژوندی دې وي سرلوړی افغان ولس ، همېش دې وي ملي یووالی
په همدې هیله
محبوب الله ګوهر