په افغانستان کې دملت جوړونې تاريخي پس منظراوراتلونکی لرليد

دملت اصطلاح چې اساساَعربي منشأ لري اودمل او املا له ريښې څخه اخېستل شوې ددين ، مذهب اولارې په ما ناراغلې يعنی هغه لاره چې دخدای له لوري پيغمبرانو ته املا شوې . خو ددې تـــر څنګ ملت دخلکو يوې ډلې ته هم ويل شوي او ابن خلدون په خپلو آثارو کې په همدې مانا کــــارولې دی . د ملت اصطلاح داروپايي مفهوم له مخې لومړی ځل په عثماني امپراتورۍ کې استعمال شوې او ټولو هغو قومونو ته چې دترکـــــــانو تابعيت يې منــــلی و ملت ويل کــــېدل او پښتو ژبې ته د ملت اصطلاح په همدې مفهوم راننوتې ده .
پدې توګه په افغاني ژبو کې ملت دلاتين دنېشن ژبا‌ړه ده چې د ناشيوله کلمې څخه اخېستل شوې او د ټولګيوالو او هم مسلکانو په مانا ده ،خو په رسمي توګه د لومړي ځل لپاره په 968 ع کې دکريمونا پادري دا کلمه د بېزانتين له امپراتور سره په خبرو کې دخلکو ديوې ډلې په مانا استعمال کړه . دملت معاصر مفهوم په اروپاکې داتلسمې پېړۍ درومانتيک نشنلېزم له پيل سره رامنځته شو ، له دغه وخت راهيسې په اروپا کې نشنلېستي غورځنګونه رامنځته شول چې ملي احساسات يې راپارول او دملي هويت او ملي فرهنګ او ملي حاکميت لپاره يې هلې ځلې کولې . تر دې دمخه په اروپا کې دفيوډالي حکومتونو او فيوډالي نظام له کمزورتيا سره چې کوم معاصر دولتونه راټوکېدلي وو ، نشنلېستي حرکتونه پدې بريالي شول چې هغوی ته ملي رنګ او ځانګړتياوې ورکړي . داتلسمې پېړۍ په وروستيو لسيزو کې دانګلستان او فرانسې له انقلابونو او دمــــــلي هويت پر بنسټ دمعاصرو دولتونو له انکشاف سره ملت ـ دولتونه وزېږېدل . دغه ملت ¬¬ـــ دولتونه يا دسره ورتــه ملي کرکټر پر بنسټ دوړو واکمنيو له يوځای کېدو نه منځته راغلل ، لکـــــــه جرمني چې ديو شمېر وړو هېوادونو يا لنډز له يو ځای کېـــــــــدو څخه جوړ شوی ، او ياهم دملی ځانګــــړنو پر بنسټ دلويو امپراتوريولکه اتريش ـ هنــــــــګري او يا عثماني امپراتوريو له تجـــــزيې څخه را وزېږېدل .دهمدغه نوې پديدې يعنې ملت ـ دولت سره په تړاو کې ملت هغه ولس ته ويل کيږي چې دګــــډو جغرافيايي پولو دننه دګډ تاريخ ، واحد سيــــــــــاسي نظام او ګډواقتصادي ګټو درلودونکی وي .کـــــه څه هم دملت يو ټول منلی تعريف نشته خو په ډېرو تعريفونو کې پرګډو پولو او واحد سياسي او اقتصـــادي نظام ټينګار کيږي . زما په اند موږ بايد دملت او ملت ـ دولت تر منځ توپير وکړو، ځکه چې ملت ـ دولتونه اساساًپه اتلسمه پېړۍکې دامريکې ترقيام اوپه اروپا کې دانګلستان اوفرانسې تر انقلابونو وروسته دپانګوالۍ نظام اومدني ټولنې له منځته راتګ سره پيدا شوي چې وروسته په شلمه پېړۍکې له غربي استعمار څخه ددريمې نړۍ په نويو ازاد شويو هېـــــوادونو کې هم ، همدا جوړښتونه تقليد شول ، خو ملتونه تر ملت ـ دولتونو ډېرې زړې ريښې لري . ملت ـ دولتونه اکثراَ دملتونو اومـــــــلي هويتونو پربنسټ او دهغوی دساتنې په موخه منځته راغلي او دهغو هېوادونو شمېر ډېرلږدی چې لومړی پکې دولت منځته راغلی وي اوبيا يې ملي هويت اوملت جوړونې ته وده ورکړې وي ، چې پدې لړ کې امريکا د يوې نادرې بريالۍ بېلګې په توګه يادولی شو .خو ددې تر څنـګ ډېر هېوادونه لکه بلجيم او کـاناډابياتر اوسه هم نــه دي بريالي شوي چې يو واحد ملت رامنځته کړي .
لکه څومره چې دملت په تعريف کې اختلاف دی ،هومره دملتونو دجوړښت په عوامـــلو کې هم توپير زيات دی .دملتونوپه منځته راتګ کې بېلابېل اوځانګړي عوامل لاس لري . په عمومي توګه دملتونو په جوړښت کې دوه ډوله عوامل لوی لاس لري .
لومړني يااساسي عوامل ، لکه وينه ، خاوره ، قوم ، ژبه ، دين، مذهب او ګډ دښمن . ثانوي عوامـل چې کېدای شي مرستيال عوامل يې هم وګڼو ،لکه دمرکـزي حکومتونو جوړښت ،دښارونو منځته راتګ، عصري پوځ او اداري نظام ،دارتباطي او تخنيکي وسايلووده اودزده کړې ملي نظام .
دبېلا بېلو ملتونو په جوړښت کې ددغو عواملو اهميت او اغېزمنتيا توپير کوي ، خو څه چې ډېر مهم دي ددغو لاملونو په نتيجه کې ديوه ګډملي احساس ، ملي روح او ګډ ملي او ټولنيز وجدان منځته راتلل دي. په همدې دليل کېدای شي ځيني ولسونه ګډه ژبه ،ګډ دين او سره تړلې جغرافيايي پولې ولري خودګډ ملي احساس او تړون له نشتوالي سره به بېاهم بېل ملتونه وي ، لکه جرمني ، اتريش اودسويس اوه لس جرمن ژبي کانتونونه چې په خپلو کې ډېر ګډ ټکي او هر يو يې ملي حاکميت لري خو بيا هم سره بېل ملتونه دي . او يا کېدای شي دبېلابېلو ژبو ، توکمونو او مذهبونو خلک ديو ګډ ملي احساس په درلودو سره يو ملت وګڼلی شي لکــــــه دامريکې ملت . دامريکايي ملت په جوړېدو کې ثانوي لاملونو زياته اغېزه
درلوده ، خو دجرمني او جاپاني ملتونو په جوړښت کې لومړنيو لاملونو اساسي ونډه درلوده .
پدې توګه يو ځل بيا وايم چې دملتونو اوملت ـ دولتونو تر منځ بايد توپير وشي ، ځکه يوشمېر ولسونه سره له دې چې واحد سياسي نظام ، ملي حاکميت ، ګډې پولې او حتی واحد اقتصادي نظام نه لري خوبيا هم يو ملت دی ، لکه کردان ، اويا داسې ولسونه چې تر اوسه ملي حاکميت نه لري خوبيا هم جلا ملتونه ګڼل کېدای شي، لکه دفلسطين او باسک ولسونه .
ددې ترڅنګ ځيني تاريخي تجــــــربو چې هڅــه يې کوله له بېلا بېلو ملتونو څخه ديوه واحد سياسي نظــــام او ګډو جغرافيايي پولو دننه ، يوازې دزور لـــه لارې واحد ملت جوړ کړي ، له بشپړې ماتې سره مخ شوې دي ، لکه پخوانی شوروي اتحاد او يوګوسلاويا . له پورتنيـــــــــــو څرګندونو څخه داسې نتيجه اخېستلی شو چې :
۱ـ ملتونه بايدد معاصرودولتونو په وجود کې خلاصه نه کړو.ملتونه تردولتونوجلااومستقل جوړښتونه دي اوترهغوی ژورې تاريخي اوفرهنګي ريښې لري او په همدې دليل ددوی هستي بايد يوازې دمعاصرو دولتونو په قيام اوزوال پورې ونه تړو .
۲ـ قوم ، ژبه ، دين ، مذهب او خاوره دملتـــونو دجوړښت يوازني او بشپړ عوامل نه دي .
۳ ـ ملت ـ دولتونه اکثراًدملي هويتونو د بقا او دفاع لپاره منځته راغلي ، نه داچې ددولتي نظامونو په مټ نوي هويتونه رامنځته کړي . مانا داچې ملت ـ دولتونه دهغوولسونو پر اوږوولاړ دي چې دملت جوړونې بالفعل او يا بالقوه تومنه او ظرفيت په کې موجود و .
۴ ـ پدې توګه کېدای شي دبېلابېلولاملونو په پام کې لرلو سره ووايو چې ملتونه هغه کلتوري ـ تاريخي پرګنې دي چې دخپل تاريخي، ټولنيزاو سياسي ژوندپه بهيرکې يو ګډ ملي احساس او ملي تړون ته رسېدلي وي .
اوس به وګورو چې دپورتنيو تعريفونو او عواملو په رڼا کې آيا افغانان دملت پړاو ته رسېدلي که نه ؟
افغانستان په خپلو موجوده جغرافيايي پولو کې يو تاريخي هېواد دی چې داوسېدونکو ډېره برخه يې تر دوه زرو کلو زياته موده کې همدلته استوګنه درلوده اوددې هېواد تاريخ يې هست کړی دی . په افغانستان کې هم دنړۍ ديوشمېرنورو هېوادونو په څېر په بېلابېلو تاريخی پېرونو کې په بېلابېلو سيمواو ښارونو کې لوی دولتونه او مدنيتونه راټوکېدلي، لکه په کابل ، باګرام ، بلخ ، سيستان ، غزني ، غور ، هرات او کندهار کې . کله يې نور هېوادونه لاندې کړي ، کله پخپله ديوې لويې امپراتورۍ برخه ګرځېدلی او کله بيا دڅودولتونو تر منځ وېشل شوی دی ، خو ثابته خبره داده چې په تاريخي لحاظ ددې سيمې دخلکو ټولنيز او کلتـــــوري اړيکي تر بل هرګاونډي هېواد پخپل منځ کــــــــــــــې نږدې اواوږد تاريخ لري . آريانا ، ګندهارا ، خراسان او پښتونخوا هغه تاريخي دولتــــونه او سيمې دي چې غټې برخې يې په نني افغانستان کې پرتې دي .مانا داچې ننی افغانستان په حقه سره ددغو لويو تاريخي هېوادونواو مدنيتونووارث ګڼلې شو.افغانان ددغو تاريخي دولتونواو مدنيتونو ټول تاريخي مفاخر خپل ګڼي او پر ټولو تاريخي شخصيتونو يې بې له توپيره وياړي ، کـــــه دا شخصيتونه له بهر څخه راغلي وو ، لکه غزنوي سلطـــــان محمود ، سلطان حسين بايقرا او بابرچې زموږله هېواد سره يې دمينې مزي تړلي وو،اويا که له همدې سيمې څخه يې سر راپورته کړی و ، لکه يمــــــا ، زردشت ياسپين تمان ، خراساني ابومسلم ، غوري شهاب الدين ، ابن سينا ، بلخي مولانا ، خوشال خټک ، ميرويس نېکه ، احمد شاه بابا ، سيدجمال الدين او يا علامه محمود طرزي .
خو که داوسني افغانستان تاريخي بنسټ له ۱۷۴۷ ع څخه ونيسو بيا هم افغانستان له خپل اوسني هويت سره تر خپلو اکثرومعاصرو ګاونډيو هېوادونوزوړ تاريخ لري . که څه هم داوسني افغانستان بنسټ ديوې پښتنې قبيلې يعنې درانيانو په لاس اېښودل شوی او تر دريولسيزووړاندې ددې هېوادحکام له يوې استثنی پرته ټول له همدې قبيلې څخه تېرشوي
خو ددې هېواد ټولو قومونو دافغانستان دغليم په وړاندې داسې غبرګون ښودلی لکه دقومي غليم په وړاندې او له افغانستان څخه يې دسکه هېواد په توګه دفاع کړې .که غليم له جنوب څخه راننوتی نو دفاع ته يې له شمال څخه لښکرې رارسېدلي ، لکه دانګرېزانو له دويم تېري سره په شمال کې دامير عبدالرحمن خان په مشرۍد پوځونه راټولېدل ، او کـــــه غليم کابل ته را رسېدلی نو دهېواد له ګوټ ګوټ څخه دبېلابېــلو قومونو لښکرې پرې راټولې شوي چې دانګرېزانو په وړاندې دکابل قيامونه يې روښانه بېلګې دي . اويادکورنيو جګـــړو په لړ کې کـله کـله يوه نيمه سيمه له مرکزي واکمنۍ څخه جلا او مستقله پاتې شوې خو بيــــا يې هم دغليم په وړاندې له خپل افغاني هويت څخه په ډېره مېړانه دفاع کړې، لکه دايرانيــــــــانو په وړاندې دوزير يار محمد خان په مشرۍ دمېړنيو هراتيانو دفاع .
غليم به ښايي بريالی شوی وي چې له بېلابېلو قومونو څخه يو شمېر افراد تطمېع کړي ، ويې پېري اوداجير په توګه يې وګوماري، خو هېڅکله په دې نه دی بريالی شوی چې ددې هېواديو قوم تطمېع کړي او دخپلو ګټو لپاره يې استعمال کړي .
يو شمېر لنډ آندي په عمدي اوياغيرعمدي توګه افغانستان اوافغان ملي هويت ردوي او هغه يوازې يو قومي او قبيلوي محصول ګڼي اوغټ دليل يې هم داراوړي چې د معاصـرافغانستان بنسټ ديوې قبيلې په لاس اېښودل شوی دی . بايد ووايم يوه لويـــه تېروتنه چې کله کله په وروستيـــــــــــو تاريخي تحليلونو کـــــې لېدل کـــيږي داده چې موږ ځيني تاريخي پېښې ، پديدې او تاريـــخي شخصيتونه دمعاصرو معيارونو او ارزښتونو له مخې څېړو او ارزوو يې ، حال داچې تاريخي پېښې او پديدې بايد دهماغه تاريخي مهال او چاپېريال پرمعيارونو وارزول شي .
لومړی بايد ووايم چې تر معاصرو دولتونو وړاندې کابو اکثردولتونه،امپراتورۍ او پاچاهۍ قومي او قبيلوي بنسټونه لري ، چې نږدې نمونې يې په هندکې دخلجيانو، لوديانو ، سوريانو اومغلوامپراتورۍ؛ په ايران کې د صفويانو ، قاجاريانواو پهلويانو؛ په ماورالنــــهر کې د شيبانيــانو او په افغانستان کې دګورګــــانيانو ، هوتکو او ابداليـــــانو دولتونه دي .دقبيلوي حکومتونو دملا تيرمعمولاَ خپله کورنۍ ، خېــــل او قبيله وي، خوسره له دې په افغانستان کې قبيلوي واکمنۍ پرقومي تعصبونو او توپيرونو بنأ نه وې او ځکه خوپه دوديزه توګه دنورو قومونو له خوا غاړه ورته اېښودل کېــده . عدالت او بېعــدالتۍ کوم قومي بنسټ نه درلود ، بلکې داميـــــرانو په شخصي سليقو او کرکټرونو پورې تړلي وو . له نوروقومونو سره مدارا اودنورومذهبونو په وړاندې تولېرانس تر ډېرو ګاونډيو هېوادونو ز يات وو ، دبېلګې په توګه هغسې ناوړه چلند چې دايران صفويانو د سني لږکيو په وړاندې درلود په افغانستان کې سابقه نه لري . دمخالفتونو او مقاومتونو مخننيوی هم هر واکمن په خپله سليقه کړی ، که بابر دپښتنو کله منارونه جوړول او ښځې او ماشومان به يې ترې اسيران نيول اويااميرعبدالرحمن خان به له شينوارو ، هزاره ګانو او غلجيو سره ورته چلند کاوه ، نواحمد شاه بابا ، تېمور شاه او امير حبيب اله له ډېرې مدارا نه کار اخېست او پاچا امان اله خو په سيمه کې دآزادۍ اومساواتو بېلګه او مخکښ ګرځېدلی و . مانا دا چې دهزاره ګانو په وړاندې يوازې دعبدالرحمن خان سلوک، بايددغير پښتنو د ټکونې او ځپنې لپاره دټولو پښتنوواکمنانومنظمه ستراتېژي اوځانګړتياونه ګڼل شي .
يوه بله خبره چې بايد ياده کړم داده چې ، احمد شاه بابا ديوه پيــــــــاوړي افغاني دولت بنسټ کېښود او دده اخلافو که ښه وو يا بد، دا بنسټ يې کم او زيات تر ننه راورساوه . له احمد شاه بابا نه تر پاچا امان اله پورې، پرته له دې چې دملت جوړونې کومه ځانګړې دولتي ستراتېــژي او سياست موجودوي په افغان ولس کې په طبيعي توګه يوکلک معنوي تړون رامنځته شوی، ټولو افغان قومونو افغانستان خپل سکه کور ګڼلی اوپه ګډه يې له خپله کوره دفاع کړې ، په همدې موده کې افغان ملي هويت او ملي فرهنګ په طبيعي بڼه وده کړې اويوګډ ملي احساس رامنځته شوی دی . ددغــــه احساس په منځته راتګ کې ګډ تاريخ ، ګــــډ غليم ، کلک ديني تړون له يوې خو ا، له کندهـــــــارڅخه کــابل ته دپايتخت لېږدول او دواکمـــنې کورنۍ مختلط هويت له بلې خوا لويـــه مرسته کړې ، پدې مانا که واکمــــــن به په قومي لحاظ پښتون و نو په فرهنــــګي او ژبني لحاظ تاجېک واو بايد ووايم چې دمعاصـــرو ملتونو په جوړښت کې ژبه تر وينې ډېر ارزښت لري .
ديادونې وړده چې اميرعبدالرحمن خان د پياوړي اويوموټي افغانستان لپاره ځانګړې ستراتېژي درلوده اوپه افغانستان کې دمعاصردولت بنسټ بې له شکه چې دده په لاس اېښودل شوی، خو لومړی ځل دپاچا امان اله له واکمنۍ سره دافغان نشنلېزم پر بنسټ دمعاصر مفهوم له مخې دافغان ملي دولت او ملي ټولنې دجوړېدو منظمې هلې ځلې پيل شوې .ددغوهلو ځلو نظري لار ښودعلامه محمود طرزي اوعملي مخکښ او پېشواپخپله غازي امان اله خان و. دا امان اله خان و چې دلومړي ځل لپاره يې اعلان وکړ، چې دافغانستان ټول اوسېدونکي له هر ډول توپير پرته افغانان دي . په دغه دوره کې دمعاصرملي دولت دجوړېدو لپاره دزده کړې ، مطبوعاتو ، اقتصاد او نړيوال هويت په برخه کې هر اړخيزه هلې ځلې پيل شوې چې له بده مرغه عمر يې لنډ و او وروسته هم په جديت تعقيب نه شوې . مانا دا چې يوازې دامان اله خان له واکمنۍ سره په شعوري تو ګه د ثانوي عواملو اومرستياله وسايلو په مټ دملت جوړونې هڅې پيل شوې دي .
داقتصادي ګټواو اقتصادي نظام په اړه چې دملت په جوړونه کې زيات اغېز لري بايد وويل شي چې ، په افغانستان کې داسې اقتصاد چې پر قومی تفوق او توپير بنأ وي ، موجود نه و . يو څه امتيازات دواکمنې کورنۍ په واک کې هغه ډول امتيازات وو چې دسيمې په ټولو هېوادو کې حاکمو کورنيو درلودل . نور که څه اقتصادي توپيرونه موجود وو بنسټ يې يوازې دځمکې ، اوبو او هوادشرايطو توپيرواو کوم ځانګړی قومي خصوصيت يې نه درلود .
په افغانستان کې معمولاَ هغه سيمې ښه اقتصادلري چې يا ښېرازه طبيت لري او يا دتجارتي لارو پرسرپرتې وي .
دافغان دکلمې او هويت په اړه بايد ووايم چې که څه هم دافغان کلمه اساسأ د پښتنو لپاره استعمال شوې ، خو څرنګه چې پښتانه ځان ته په قومي لحاظ يوازې پښتون وايي نو دافغانستان ټولو قومونو په ډېرې آسانۍ دافغان نوم خپل کړ او دايې دخپل ملي هويت په توګه ومانه . دنړۍ ډېر هېوادونه شته چې نوم يې يوازې ديوه قوم او يا سيمې له نامه څخه اخېستل شوي ، که څه هم وروسته ځينو قومونو خپل اکثريت نه دی ساتلی خو نوم يې همداسې پاتې شوی ، دبېلګې په توګه فرانسه، انګلستان ، مجارستان ، بلغاريا، قزاقستان او ازبکستان چې قومي نومونه لري ، اويا يونان اوبرتانيه چې سيمه ييزنومونه لري ، يادولی شو . نو اصلي ستونزه پدې کې نه ده چې ولې دافغانستان نوم ديوه قوم له نامه څخه اخېستل شوی ، بلکې ستونزه دهغو کسانو په تحليل کې ده چې پدې وروستيو کې هرڅه ته قومي رنګ ورکوي او په يوه کورکې دکورګيوجوړول غواړي . پدې توګه زما په اند دافغان ملي هويت په جوړښت کې لرغونی تاريخ ، داسلام سپېڅلی دين او دهغې ددښمنانو په وړاندې ګډه مبارزه،دافغاني امپراتورۍ په جوړښت کې داحمد شاه بابابرياليتوب ، دمشروطيت غورځنګ او دپاچا امان اله دواکمنۍ رادېخوا افغان نشنلېزم پخپل وار اغېزې ښندلي دي . زما په فکر افغان ولس په تاريخي لحاظ دملت جوړونې بالفعل او بالقوه وړتياوې تر لاسه کړي اولري يې ، خو دمعاصر مفهوم له مخې دملت ـ دولت پړاو ته نه دی رسېدلی او پدې هېواد کې ملي ټولنه لا نده منځته
راغلې .
په افغانستان کې دملت جوړونې په وړاندې موجود خنډونه او امکانات :
څرنګه چې دافغانستان حکومتونودملت جوړونې کومه واضح پاليسي اوستراتېژي نه درلوده
قبيلوي حکومتونه پدې نه دي بريالي شوي چې په سياسي حاکميت کې دټولوقومونواشتراک په عادلانه توګه تنظيم کړي اودقومي ، ژبني او مذهبي تنوع لپاره دملت جوړونې په بټۍکې د حل معقوله لار پيــــداکړي . ددې تر څنګ څرنګه چې دملت جوړونې ثانوي يامرستيال عواملو لکه ښارونو، ارتباطي لارو، دټوليزه رسنيو ټکنالوجي اواداري نظام چندان وده نه ده کړې، د قانون عمــــلي واکمـــني منځته نده راغلې اودمدني ټولنې بنسټونه لا نه دي پاخه شوي ، نو ځکه دملت جوړونې بهير دمعاصرو معيارونو له مخې لاهم پڅ روان دی .
همداراز څرنګه چې زموږ د هېواد يوڅولوی قومونه په ګاونډيو هېوادونو کې قومي اړوندان اودوينو شريکان لري ، دوروستيو درې لسيزو په جنګ جګړو کې ګاونډيو هېــــوادونو له دې ټکي څخه ډېره ناوړه استفاده کړې او دافغانستان دبې ثباتۍ ،اسارت او تجـــزيې په لار کې يې قومي ، ژبني ، مذهبي او سيمه ييزو مخالفتـــــــــونو ته پراخه لمن وهلې او په لوی لاس يې هڅه کړې چې دافغانستان ثبات اوهويت له کړکېــچ او بحران سره مخ کړي . پدې توګــه ويلی شو چې دګاونډيـــــــانو دسيسې هم دافغان ملت جــــوړونې په وړاندې ستر خنډونه جوړوي . په وروستيو څولسيزو کې دهېواد په سياسي ژونداو ولسي ذهنيت کې ډېر ژور بدلون راغلی او دوروستيو جګـــــــــــړو له امله حتی دسياسي نظام بنسټونه له منځه تللي اواوس چې بيا دنظام جوړونې هلې ځلې پيـــل شوي ، دافغانستان دبېـــــلابېلوقومونو يوشمـــېراستازو دعدالت او مساوات تر شعار لاندې خپل شکايتــونه او اعتراضــونه مطرح کړي دي .خو مهمه خبـــره داده چې د بهرنيو لاسوهنو سره سره قومي اعتراضـــونو او ناخوښيويوازې دګېلو اوشکايــتونو بڼه نيولې ، خوتر اوسه پورې دافغـــــانستان هېڅ قوم دبېلتــون غوښتنې او يا له ګــــاونډيانو سره دالحاق غوښتنې غږنه دی پورته کړی .
مهمه داده چې افغان قومونه پخپلو منځو کې او له افغانستان سره نه شلېدونکی تـــــــــــړون احساسوي . ددې هېواد قومونه که څه هم په نورو هېــــوادو کې اتنيک اړوندان لري خوکله يې هم دافغانستان په وړاندې کوم بل واريانټ نه دی مطرح کړی .
دپېـــــړيو په اوږدو کې افغان قومونه دخپلويو او ودونو له لارې دوينې او کلتور په لحاظ، او دکورنيــــــو کوچېدنو او مېشتېدنو له لارې په جغرافيايي لحاظ داسې سره ګډ او اغږل شوي چې په طبيعي توګه ددوی بېلتون او ياله نورو هېوادونو سره ددوی يووالی ناشونی ښکاري .
اوس به راشو دې ته چې څنګه کولی شو په افغانستان کې دملت جوړونې نيمګړی بهير منزل ته ورسوو ؟
زما په اند په افغانستان کې ملي حکومت او دهغې په نشتوالي کې دملي زعامت بېلا بېلې کړۍ بايد په سړه سينه له خوشبېنيو او بدبېنيو پرته يوازې دواقعيتونو په رڼاکې دافغانستان ملي ستونزې اودملت جوړونې په وړان ې پراته خنډونه وڅېړي اوبيادملت جوړونې يوه عاجله ستراتېژي اوبله داوږدې مودې ستراتېژي غوره کړي ..
عاجله ستراتېژي بايد دهغو ملي ستونزو حل ته متوجـــــه وي چې په اوس مهال کې مطرح دي او عاجل حل غواړي . په لومړي پــــړاو کې بايد ټول هغه شکايتونه او ګېــــــلې چې دبېلا بېلو قومونو، مذهبونو او اتنيک ګروپونو داستازو له خوا مطــــرح کيږي مطالعه شي او دحل لپاره يې جامع پروګرام جوړ شي . دبېلګې په توګه هزارګان ، ازبکان او يوشمـېر نورلږه کي داسې شکايت لري چې دوی په سياسي حاکميت کې له ګـــــــــډون څخه په لوی لاس محروم شوي او ياددوی ګډون ته غير عادلانه حدود ټاکل شوي وو، چې دافغانستان په ملي اردو کې ددوی محدوده ونډه يې غوره مثال دی . بل شکايت داسې کيږي چې ولې پښتنو ته په ځينو خاصــو سيمو کې ځانګړي امتيازات ورکول کېدل ، دبېلګې په توګه ولــــې دپکتيا قبايلي خلک دعسکرۍ له مکلفيت څخه معاف ګڼل کېــــــدل او يا ولې يوشمېر قبايل دماليې له ورکړې څخه مستثنی ګرځېدلي وو . همداراز ولې يوشمېرپښتنې کورنۍ په غير پښتني سيمو کې مېشته شوي او ځمکې ورکړل شوي . او تازه شکايت هم دادی چې ولې ملي سرود يــــــــوازې ديوه قوم په ژبه دی . ددې په وړاندې دپښتنو شکايتونه بيا داسې دي ، سره له دې چې پښتون دافغانستان تر ټولو لـــــــوی قوم دی او پښتو ژبه دقانون له مخې رسمي حيثيت لري ، نو ولې دمېرې سلوک ورسره کيږي اوتر اوسه يې رسمي دفترونو ته لار نده موندلــــــــې او په ټوليزه رسنيو کې يې انډول نه ساتل کيږي او ياولې دپښتنو بچيان لاتر اوسه هم په ډېرو سيمو کې نه شي کولی په مورنۍ ژبه زده کړې وکړي . بل شکايت هم دکوچيانو په اړه دی چې ولې يې دځای پر ځای کولو ، مېشتېدنې او لومړنيو اړتياو غم نه خوړل کيږي او يا يې ولـــې په ملي موسساتو کې متناسبه ونډه په پام کې نه ساتل کيږي . همــــــــداراز په وروستيو وختونو کې يوشمېر ولايتونه په ولسي جرګه کې دسهميو په اړه اعتراض کوي او وايي چې ددوی له نفــوسو سره هېڅ تناسب نه لري . ددې تر څنګ دپنجشېر او دايکــــــــــندي ولايتونو له جوړېدو سره په يوشمېر نورو سيمو کې هم ورته غوښتنې راپورته شوي او داعتراضونو بڼه يې غوره کړې ده .
داچې داشکايتونه او اعتراضونه څومره پر ځای دي ، پدې هکله زه څه نه وايم ، مهمـــه داده چې دغه شکايتونه په غور سره مطالعه شي او معقولو غوښتنوته دحل غوره لارې ولټول شي.
زما په اند ډېره مهمه ده چې لومړی دکورنيو او نړيوالو څارونکو تر څارنې لاندې يوه بشپړه ، منصفانه او هر اړخيزه سرشمېرنه تر سره شي ، اوس مهال چې افغانستان بياد دنظام جوړولو په لار روان شوی ، دقيقه سرشمېرنه دډېرو ستونزو دحل اوهمدا راز دراتلونکو اقتصـــــــادي پلانونولپاره اساسي شرط ګڼل کيږي . دبېلګې په توګه ددقيقې سرشمېرنې له ترسره کـــــــولو سره به دهغو ولايتونو ستونزه چې شکايت کوي پارلماني سهميه يې له نفوسو سره تناسب نه لري په سمدستي توګه حل شي ، همدا راز به دژبو او نورو ډېرو ستونزو لپــــــاره دحل معقولې لارې تر لاسه شي .
ددې تر څنګ په قانوني توګــــــه يو داسې مېکانېــــزم بايد رامنځته شي چې دافغانستـــان ټول قومونه او لږه کي په سياسي حاکميت کې په مستيقمه او غير مستقيمه توګه له هرډول توپيــر پرته ګډون وکولی شي . قومي ، قبيلوي او سيمه ييز امتيازات چې په هر نامه وي دنفاق سبب ګرځي او بايد فوراَ لغو شي او دعــــدالت او مساواتو پربنسټ عاجلو ستونزو ته دحل عاجلې لارې ولټول شي .
بله دملي ټولنې يا ملت ــ دولت دجوړونې اوږد مهاله او بنسټيزه ستراتېژي ده . په افغان ولس کې دملت جوړونې لومړني شرايط تر ډېره حده موجود دي ، اوس ددې وخت رارسېدلی چې د ملت جوړونې پروسه بشپړه شي اوپه شعوري توګه د مرستيالو فکټورونو په مټ دملي ټولنې دجوړولو يوه دقيقه ستراتېژي غوره شي .
دملي ټولنې دجوړولو بهير دملي هويت له تعميم ، دولتي نظام او مدني ټولنې له جوړېدو سره نه شلېدونکي رابطه لري . په لومړي پړاوکې بايدپه افغانستان کې يو پياوړی ، با ثباته اوبا کفايته دولتي نظام رامنځته شي . داسې يونظــــام چې قانوني بنسټ يې پرعدالت او مساواتو بنأ وي، دهېواد ټول وګړي په سياسي حاکميت کې له هر ډول توپير پرته ګډون وکــړای شي او له وړتيا سره سم دواکمنۍ هر مقام ته ځان ورسولی شي .
دنظام له جوړونې سره موازي بايددملي هويت پرسردموافقې په اساس دملي هويت دتعميم او ټينګښت لپاره منظم کار اوهلې ځلې پيل شي اود ملي فرهنګ دودې لپــاره دقيقه پاليسی غوره شي . پدغه پاليسۍ کې ددې تر څنګ چې دفرهنګي دموکراسۍ له لارې دسيمه ييزو او قومي کلتورونو دغوړېدو لپـــاره لار پرانيستل کيږي ديوه ګډ ملي فرهنګ لپاره چې هدف يې دګډو فرهنګي ، تاريخي او ټولنيزو ارزښتونو وده او تعميم وي پاخــه بنسټونه کېښودل شي . په ملي فرهنګ کې دهېڅ قوم فرهنګي حقـــونه نه تلف کيږي بلکې دټولو قومي فرهنګونو له ګډون څخه چې لادمخه هم ډېرسره ګډ شوي يو ګــډ ملي فرهنګ رامنځته کــيږي . دزده کړې يو داسې ملي پروګرام بايد طرح اوپلی شي چې ديو واحـــد نصاب له لارې دواحـــد ملي هويت اوملي وحدت لپاره کار وشي.که چــېرې ديوملي تفاهم له لارې پرملي ژبې اوملي ټرمېنالوجۍ موافقه راشي دابه دملي فرهنګ او ملي هويت له ودې سره ډېره مرسته وکړي . نور لکه مخکې چې وويل شول ، ملت جوړول له مدني کېدو سره نه شلېدونکی تړاو لري . په مدني ټولنه کې دافرادو اساسي حقونه دقانون له مخې په عمــــلي توګه تضمين کيږي اوهمدا رازدسياسي ، ټولنيزو او او کلتوري جوړښتونو دآزاد فعاليت زمينه برابريږي . افراد کــولی شي ددې تر څنګ چې په مستقيمه توګــــه په سياسي حاکميت کې ونډه واخــــلي ، دهمدغو جوړښتونو له لارې کولی شي پرسياسي واکمنۍ هم اغېزه پرېباسي .
دملي ټولنې اوملت ــ دولت دجوړېدو لپاره داقتصاد او ټکنالوجۍ وده ، دارتباطي لارو او شبکو پــــــراختيا او دټوليزو رسنيو پرمختګ هم ډېر اړين دی او ځانګـړې پاملرنه غواړي . همداراز بايد داقتصادي عدالت له مخې داسې يومتوازن نظام لپــاره کــار وشي چې يوازې داقتصادي پرنسيپونو اومصلحتونو پربنسټ بنأ وي ، نه پر قومي او سيمه ييزو مصلحتونو.
داچې دولتي نظـــام څه بڼه بايد ولري ، کله کله دملي مسايلو دحل په نامه دفدرالي نظـــــام وړانديزونه طرح کيــږي . څرنګه چې په افغانستان کې اتنيک ، قومي او جغرافيــايي پولې يوشانته نه دي ، بلکې افغان قومونه دټول هېواد په کچه سره ګډ شوي ، بايد په ډاګه ووايم
تر څو چې موږ دمډرن دولت او مدني ټولنې پاخه بنسټونه اويوبا ثباته سياسي نظام ونه لرو ، فدرالېزم به يوازې له سيمـــه ييزه قوم پالنو او په هر فدرال کې له قومي ستمونو سره مرسته وکړي او په نتيجه کـــې به دکورني انارشۍ او دسيمې په کچه دبې ثباتيو او تجزيو سبب وګرځي . ديادونې وړ ده چې دنړۍ اکثر فدرالي دولتونه معمولاَدوړو واکمنيو او دولتونودداوطلبانه اتحـــــادونوله لارې پرته له دې چې په بشپړ ډول سره مدغم شي او خپل هويت دلاسه ورکـــــړي منځته راغلي، دبېلګې په توګــــه سويس ، داتلسمې پېړۍ په پای کې دشمالي امريکې اودبېسمارک په دوره کې د جرمني فدرال دولتونه په همــــدې بنسټ منځته راغلل . فدرالي دولتونه دهغو وړو واکمنيو له اتحـــاد څخه منځته راځي چې پخپلو کې ګډ ې ګټې ، ګډ دښمنان او يا نور ګډ ټکي سره ولري نه داچې يو مرکزي نظام دتوپيرونو پربنسټ ووېشل شي .دا چې مرکزي نظام يا يونيټار دولت دې په فدرالونو ووېشل شي يوه نادره تجربه ده . دغه ډول تجربه په ختيځ جرمني کـــې هغه وخت چې له لوېديځ جرمني سره چې لا دمخه فـــدرال دولت و، يوځای کېـــده ترسره شوه او بله بېلګه يې په کال 1993 ع کې دسنټ ميشل دتوافق له مخې په دوو فدرالونو دبلجيم وېش دی . امادا ډول تجربه په افغانستان کې هېڅ ډول عملي تطبيق نه لـــــري او کېدای شي دکورنيو جګړو او تجزيې مقدمه يې وګـــڼو .خو دا پدې مانا نه ده چې ديوه مستبداوسخت مرکزي نظام پلوي وشي او سيمه ييزو ارګـــــانونو ته داختياراتو بشپړ مخنيوی وشي . کېدای شي داسې ارګانونو لکه ولايتي شوراګانو اويادې ته ورته ارګانونو ته دولايت په چارو کې دڅارنې ، مشورې اوتصميم نيـونې قانوني او عملي اختيــــارات ورکړل شي او همداراز دهــــر ولايت دعايداتو يوه برخه بېرته په هماغــــه ولايت کې ولګول شي . مانا دا چې دمرکزي نظام دپياوړتيا تر څنګ کېدای شي دسيمه ييز واک ارګانونو ته هم لازم او متناسب اختيارات ورکړل شي ، دبېلګې په توګـــــــه فرانسې په کال 1981 کې يوشمېر مرکزي واکونه سيمه ييزو ارګانونو ته وسپارل او اسپانيې هم دمرکز او ولايتونو تر منځ دواکونو يو ځانګړی وېش او انډول رامنځته کړی دی .
په پای کې کېدای شي داسې نتيجه واخلو چې، افغان ولس دخپل تاريخي، ټولنيز او سياسي
ژوند په بهير کې پدې بريالی شوی چې دموجوده جغرافيايي پولو تر منځ يو ژور تړون او يو ګــــډ ملي روح او احساس رامنځته کړی او دمعاصــــر مفهوم له مخې دقومي ، ژبني اومذهبي تنوع سره سره يې دملت جوړونې لازم ظرفيتونه تر لاسه کړي اواوس ددې وخت رارسېدلی چې دافغانستان ملي زعامت دملت ـ دولت او ملي ټولنې دجوړېدو لپاره ديوې ژورې ، علمي او عملي ستراتېژۍ له مخې ګړندۍ هلې ځلې پيل کړي .که موږ دخپلو ملي ستونزو دحل لپاره دقيقه ستراتېژي ونه لرو نو زموږ ټوله انرژي به په قومي شخړو او په قدرت کې دتوکمــــيز تفوق لپاره ضايع کيږي او غليم به په ډاډه زړه زموږ له نفاق څخه ګټه اخلي .
په درنښت