د مېرمن کلتوري ـ ټولنيز بهير پرانيستونې غونډه جوړه شوه

تېره شنبه  د غبرګولي په 11  نېټه د کابل استقلال لېسې په لوی تالار کې د مېرمن کلتوري ـ ټولنيز بهير پرانيستونې غونډه جوړه شوه .دغه غونډه ، چې څه باندې دوه سوه کسانو ګډون پکې کړی وو او ددريځ چارې يې د آغلو لينا شريفي او توبا ندا له خوا په ګډه  پر مخ بېول کېدې ، د آغلې نورالبصر له خوا د سپېڅلي کلام د څو آيتونو په تلاوت  پيل شوه   او تر ملي سرود وروسته په ولسي جرګه کې د خوست استازې آغلې ساهره شريف د پرانيستوني وينا په ترڅ کې د بهير د جوړېدو پر څرنګوالي ، موخو او راتلونکو کارونو رڼا واچوله . آغلې دل افروز زيرک د ټولنې کړنلاره ولوسته او تر لوستو وروسته دټولو ګډون کوونکو له خوا د رايو په اتفاق تصويب شوه . د کړنلارې په سريزه کې يوځای داسې راغلي : « د افغانو ښځو د ژوند همداسې يو کړکيچن حالت ته په کتو او دې خبرې ته په پام سره ، چې سربېره پر ډېرو محروميتونو بياهم افغان  ښځې د هر ډول بنسټيزو او ټولنيزو چارو وړتيا او استعداد لري  ، د ميرمن کلتوري ـ ټولنيز بهير  بنسټ د 1387 لمريز کال د غبرګولي په 11 نېټه کيښودل شو ،  څو د اسلامي شريعت ،  اساسي قانون  او بشر ي  حقونو د نړيوالې اعلاميې په اساس د افغان ښځو دحقونو ملاتړ وکړي او د پوهې او زده کړې ډګر ته يې  د رابللو  هر اړخيزې هڅې وکړي .»  آغلې لينا شريفي د ټولنې کار ډله او لارښوده شورا معرفي کړه ، چې د يو شمېر نورو زياتونو وروسته په ګډه تصويب شوې .د ټولنې د کړنلارې او تشکيلاتو تر تصويب وروسته د اطلاعاتو او کلتوروزارت  مرستيال پوهنمل غلام نبي فراهي وينا وکړه او د بهير د جوړېدو له امله يې دمبارکۍ له وړاندې کولو سره په دولتي او شخصي توګه د هر راز مادي او معنوي مرستو ژمنه وکړه او ويې ويل ، که چېرې بهير کومه مهالنۍ له چاپه راوباسي نو دلومړۍ ګڼې لګښت به يې دی پر غاړه اخلي . تر فراهي صيب وروسته د ښځو چارو وزارت مرستيالې آغلې پلوشه کاکړ او ورپسې د ښځو وتلې مبارزې تاجور کاکړ د بهير په جوړېدو خوښۍ څرګندې کړې او د مرستو ژمنې يې وکړې . د افغان کلتوري ټولنو د جرګې او افغان ادبي بهير په استازېتوب استاد اسدالله غضنفر د خپلې عالمانه وينا په ترڅ کې د افغان ادبي بهير د تجربو په اړه خبرې وکړې او نوي جوړ شوي بهير ته يې د برياليتوبونو هيله وکړه . د ويناوو او پيغامونو په پای کې د سفما ( د جنوبي آسيا د ژورنالېستانو اتحاديه ) استازې ډاکتر الهې مېرمن کلتوري ـ ټولنيز بهير ته د مبارکۍ په وړاندې کولو، په نږدې وختو کې د ښځينه ژورنالېستانو د اتحاديې د جوړېدو اعلان وکړ او له ټولو ښځينه ژورنالېستانو يې غوښتنه وکړه د جوړېدونکې ټولنې غړيتوب تر لاسه کړي . تر پرانيستونې برخې وروسته د هېواد تکړه سندرغاړي آرين خان دوې ښکلې ملي ترانې واورولې ، چې د ګډونوالو له تاوده هرکلي سره مخامخ شو .