دلويې پکتيادخلکواقتصادي بهيرته يوه لنډه کتنه

که چيري دافغانستان دولايتونوله جملي څخه دلويې پکتياد خلکودټولنيزژوندانه بيلابيلو ځانګړوخصوصياتوته لنډه کتنه وکړونو لومړي لازمه ده چې ددغه ولايت جغرافيوي ځانګړتياووته چې دخلکوپه ټولنيزژوندانه عمده رول لري يوه يادونه وکړو.
لويه پکتياچې داداري تشکيلاتوله مخې دخوست ، پکتيکا اوپکتياپه دري ولايتونوويشل شوي ده سره له دي چې دنوموړوولاياتوميشته قومونه مشترک دود، فرهنګ اوپه ټوليزه توګه ديوواحدټولنيزژوندانه خاوندان دي. همدارنګه ددغه دري ولايتونوبيلابيلي سيمې دطبيعي ښکلاله مخې هم مختلف مناظرلري
ددغوولاياتوزياتره سيمې غرنۍ دي اودکرنېزوځمکودکموالي له امله دکرني په لحاظ ډيرفقيراوبي وس ولايت دى ولي دځنګلونودشتون له مخې ډيرپياوړۍ ګټل کيږي چې دپخوانۍ زماني راهيسې همداسې چې بزګرپخپل نامه کرنېزې ځمکې لري اوورباندي کارکوي همداډول دلويې پکتياجګ اودنګ غرونه هم پرخلکوباندي ويشل شوي دي اوهريوله همدغوغرونوڅخه دڅيړيولرګي ټولوي اوپلورلوته ئې برابروي . خداى بخښلي شهيدسردار محمدداودخان چې يوخدمت ددغوغرنيو سيمو خلکوته کړي دي هغه دادى چې دوى ته ئې زياته پاملرنه کړيده پدې معنى چې ويلې ئې دي دڅيړيو دونو دوهلونه پس بايدددغو سيموخلک پرځاى ئې د ځنغوزيواوچارمغزووني کيښنوي چې نن ورځ زياتره ځنګلونه دجلغوزو اوچارمغزو ځنګلونه تشکيلوي اوهرکال ګڼ شميرخلک دځنغوزواو چارمغزوپه پلورلو سره زياتي پيسې ګټي اودخپل ژوندانه ورځنۍ چاري په اقتصادي لحاظ پرمخ بيايې ديادوني وړده چې دنفوسود ډيروالي په نتيجه کې، غرونه کال په کال تقسيميږي اوهم دڅيړيووني وهل کيږي . په لويه پکتياکې ترلسوکالوپورې نورهم به دغه پروسه ختمه نشي ولي بايدوويل شي چې په دغوځنګلونوکې دچارتراش لرګي يوڅه ختم شوي دي .اکثراً په دغه سيمه کې دکارلپاره فابريکې نشته اودکارزمينه هم چندان برابره نه ده منظم حکومتي اداري سيستم اودژوندانه داسې نوراسباب اووسايل هم نشته نوځکه له ډيري پخوازماني راهيسې ددغوسيمو ځوانان دکار اوغريبۍ دپاره بهرنيوهېوادونولکه سعودي عربستان، کويټ، دوبۍ اونورو شيخ نشينوملکونوته مخه کوي اوهلته ان ستونزمن کارونه سرته رسوي اوخپلې کورنۍ اوبال بچ ته دورځني ژوندانه دپرمختګ لپاره پيسې ليږي په دوي کې ځينې خلک په دي توانيدلي دي چې په بهرکې ځانونوته يومناسب تجارت اونورمصروفيت ترلاسه کړي . په همدي ډول په پکتياکې دغريبوخلکوشتون خورازيات دي، بي روزګاري اوددغه ټولني وروسته پاتي والۍ دتيروجګړو اوناخوالو، مهاجرتونو اوپه سلګونونورمنفي پديدي ددغه سيمې اکثرولسونه ځوروي
همدا اوس په لويه پکيتاکې داسې غرنۍ سيمې شته چې خلک يې خپل ناروغان ددرملني دپاره  روغتيايې مرکزونوته په پښوپلي رسوي چې زياتره دغسې ناروغان دروغتيايې مرکزونودلري والي دسرکونواوترانسپورتي وسايلودنه شتون له امله په لاره مري بايدوويل شي چې ځيني داسې کورنۍ په لري پرتوغرنيوسيموکې شته چې له مادي اومعنوي امکاناتوپرته په ډيرابتدائې شکل ژوندکوي په دي معنى چې نه کوم ځنګل لري اونه دوى کوم زامن اوياهم ددوي نارينه په دي توانيدلي چې بهراوياهم ښارونواوبازارونوته دکارلپاره لاړشي اوزمينه ورته برابره شوي وي، ان تر دي حده چې په سباناري کې په چاي کې بوره هم نه لري اوپه ډيرفقر، نيستۍ، تنګسه اوبدمرغۍ کې خپل ورځني ژوندپرمخ بيايې ولي هغه څه چې دپاملرني وړدى ددوي عنعنوي دوداودستور دي که چيري يوڅوک دبل ځايه څخه لکه يوښاري يادپلازمينې اوسيدونکي اويادبل ولايت خلک ددوي دټولني ميلمه شي نوهغه څه چې پام ځان ته اړوي هغه دځوانانودافغانستان دديرش کلنوجګړو دافسانو اوکيسو اود سترګوليدلي حال بيانول دي چې داډيريوبوږنوونکي حالت دي بل داچې هريوځانوته ځانګړي ارمانونه درلودل سره له دي چې اکثريت خپلوارمانونوته نه رسيدل مګرپه د اسې غرنيوسيموکې چې حتى يوګيلاس تش اوبه په نيم ساعت کې ترلاسه کيږي ځانوته داسې يوافسانوي ټولنه جوړه کړي چې دچازړه نه کيږي دبيلګې په توګه داسې کسان شته چې اکثرا ًدنظامي چاروسره علاقه لري چې بايدپه راتلونکي کې يوصاحب منصب شي چې بيرته ښارته لاړشي اوښاري ژوندغوره کړي لکه چې دوي خپل دوداودستوراوځايې قانون ته په کلکه درناوۍ کوي اوداسې يوټولنه يې جوړه کړيده چې پکې داعتماداوباورفضاءپه سلوکې سل شتون لري يعني دقومي جوړښتونوپه پريکړواودهمدغه اصل په وجه دوى دخپل ټولنيزژوندانه چاري پرمخ وړي .
هوکې دداسې سيموداکثريت خلکوپه وينادافغانستان په تيروجګړوکې دوى ډيري تجربي ترلاسه کړي دي اوهم دخپلو سيمودساتني اودامنيت په تحفظ اوساتلوکې دوى پوره مهارت لري اوهم ددوي په وينادافغانستان په تيروجګړوکې دمهاجرت په دوران کې دوي دګاونډيوهېوادونوله خلکوڅخه دټولنيزژوندانه په پرمخ بيولوکې ډيرشيان زده کړي دي . دنوموړو غرنيوسيمو خلک دمذهبي عقايدوډيرسخت پابنددې چې له همدي کبله دروسانوديرغل پروړاندي ددفاع په سنګرکې عمده اومهم رول لوبولي دي ځکه چې دوي اوس په دي عقيده دي چې ښوونه اوروزنه ديووروسته پاتي ټولني دښه راتلونکي ضامن دى دترڅوچې ددوي بچيان تعليم ونه کړي هيڅکله ددوى ټولنيزژوندبه په ښه توګه پرمخ لاړنشي اوهم ديادوني وړده چې کله په افغانستان کې دجهاددوران پاى ته ورسيداوروسان له افغانستان څخه ووتل خلکوهم خپله وسله په ځمکه کيښوده اواکثراًپخپلواصلي کارونومشغول شول اوپخپلوکورونوکې کښيناستل اواوس مهال دوى خپلوراتلونکوته متوجه شول اودښووني اوروزني په بشپړولواودښه راتونکي په هيله دي مګرهغوخلکواوعلماووچې په پاکستان کې ځانونوته کوراوکاروبارجوړکړي واوياهم دشخصي دښمنيوله کبله په لويه پکتياکې دکوراوژوندانه دنه شتون له امله اوهم ځينودخپلوسياسي اهدافوپه وجه اودنوور مختلفوعواملوله کبله ګاونډيو هېوادو اوياهم دافغانستان اوپاکستان په سرحدي سيموکې پاتي شول . لکه څنګه چې مخکې وويل شوچې دپکتيا، پکتيکااوخوست ولايات چې په مجموعي توګه ورته لويه پکتياويل کيږي اوهرولايت اودولايت هره سيمه په جغرافيوي لحاظ بيلابيلې طبيعي ښکلاوي لري . همداشان دهرولايت هره سيمه مخصوصاًدغرنۍ سيمې خلک اوقومونه هم سره له دي چې ګډفرهنګ دوداودستورلري خودځانګړي ښکلامختلف ټولنيزژوندانه لرونکي هم دي دبيلګي په توګه دګرديزپه ښارکې چې مرکزي دولت ته نږدي دى اوزموږدهېوادداکثريت خلکوتګ راتګ اونوري کورنۍ خپل منځي اوتجارتي معاملي ډيري دي نوپه دغه ښارکې دلويې پکتيادهرقوم ځانګړوټولنيزوخصوصياتوته په ډيره درنه سترګه کتل کيږي اودرناوۍ ئې کيږي اوهم دهرهېواداوهم دلويې پکتياملي، سياسي، ټولنيز، اقتصادي مسايل په تفاهم سره دزون په سطح حل کيږي .  همدارنګه دخوست ښارچې دګرديزڅخه يوسل اوشل کيلومتره لري پروت دى اوګاونډي هېوادپاکستان سره اوږده پوله لري ددغه ښارښکلااوسمسورتياجوړوي دغه سيمه ديوښه ټولنيزځانګړي سليقه اوددوي هلي ځلي دخپل ښاردآبادۍ يوه نمونه ده په دغه ښارکې زياتره خلک دسوداګريزو مارکيټونوخاوندان دي اوهم په دي ښارکې ډيرشميرپانګه والوپانګه اچونه کړيده خوست دهېواد پرمختللوولاياتوپه قطارکې شميرل کيږي ځکه چې دجلال آبادغوندي ديوې خوانه ددې سيمې جغرافيوي موقعيت اودطبيعي ښکلاته رنګ اورونق وربښلي دي . په همدي ډول پکتيکاولايت چې ښرنه ئې ددغه ولايت مرکزدي اودپکتيالوديځ خواته لري پرته سيمه ده چې دليدونکواومسافرينوپام ئې ځان ته اړوي البته پکتيکاپه لويه پکتياکې دپکتيااوخوست په پرتله ډيروروسته پاتي دي اودليل ئې ددغه ولايت لري والۍ شميرل کيږي دنوموړي سيمې قومونه هم دلويې پکتيادقومونواوولسونوپه شان مشترک فرهنګ ،دوداودستورلري مګرپه ټولنيزژوندانه کې په دوي کې هم ځانګړتياوي موجودي دي. په دي وروستيووختوکې يوڅه دپکتيکاد خلکودټولنيزژونددښه والي په خاطردغه ولس اوسيمې ته مرکزي حکومت يوڅه خپله پاملرنه اړولي ده . په نتيجه کې ويلي شوچې دلويې پکتياميشتوولسونوخلکواوقومونوته کلونه کلونه په کاردې چې دوي دخپل ټولنيزژوندانه دښه کولوپه لاره کې رغنده هلې ځلې وکړي اوددغه اوږدي لاري وهل هم سرښندني ، ايثاراوکلکي مبارزي ته اړتيالري . کله چې موږګوروچې همدا اوس ددنياځينې مترقي هېوادونه په مريخ کې ژوندکول غواړي مګرپه خواشينۍ سره زموږپه ډيري سيموکې تراوسه خلک دژوندپه لومړنيومرحلوکې ژوندکوي ، شپي اوورځي سباکوي . نن بايددفرصت څخه کارواخيستل شي اوخپلومدني حقوقوته بايدپاملرنه وشي ، بايدخپلې طبيعي زيرمي، اوطبيعي منابع وپيژنوچې زموږپه برخه دي اوژموږدهېوادوالودټولنيزژوندانه اړتياوي تشکيلوي په خوراچټکي سره بايدداوبودمنابعودجوړولوکارونه سرته ورسيږي اودهغوپاتي ناوړوپديدوپاتي شونوپرضدغوسه مبازره وکړوچې زموږدښه ټولنيزژوندانه په لاره کې خنډونه جوړوي اوهغه ناوړه فرهنګ چې دافغانستان په ديرش کلني جګړه کې زموږدافغاني ټولني ددښمنانوله خوارواج موندلي ده پرضدکلکې هلې ځلي وشي ، يوبل باندي دنارواتورونوڅخه ډډه وشي ځکه چې زموږاکثريت ولس په ډيرغربت اودربدرۍ کې شپي ورځي تيروي اودادټولوافغانانودنده اومسئوليت دي چې دخپل وطن اووطنوالودآبادۍ اوسوکالۍ په خاطردصداقت اوپوره ايماندارۍ څخه کارواخيستل شي .
محمدضياءآرمان پکتيا ګرديز