غزل

 نورشاه (نوراني)
نوی غزل
                      
کـــــــه ته نه يې ستاتصـــــوير خــــو راسره دی
کــــه خـــــوښي نه وي نو وير خـــــو راسره دی
 
که عـــــــلاج د ليـــــونتــــوب درسره نــــــه وي
لاس مــــــې وتــــړه ځنځير خــــــــــو راسره دی
 
پدې چم کې که بنګ نشته شــــــراب نشته
ستا دمــــــړو سترګو تاثير خـــــو راسره دی  
 
بېلتانه د که  له مـــا هــــــرڅه ولجه کـــــــــــړل
خـــو پښتون غوندې ضمير خو راســــره دی
 
که له درده  د کــــړم خـــــلاص زړګی د يــــوړ
خوب مې ورک دی او شوګير خوراسره دی
 
که مې تا لوټ کړ پيزوان په چارګل وياړم  
که پاچــــــــــا نشته وزير خــــــــــو راسره دی
 
 
 
 
\"\"