
پوهنمل محمود نظری
داچي طنز د ټولنې یا یوچا ناروا کړه وړه او ناخوالې په خوږه ژبه غندی نوویلی شو دطنز اساس نیوکه ده نه وچه نیوکه بلکې مترقي ،پر مخ تللی او هنری نیوکه ده
طنزونه په هر دوران کې پر فساد کوونکو او دومخو دیني او سیاسي مشرانو خپل نشتر چغلی او هغوی یې ځورولي او رسوا کړي دي کله یې هغوی ته خطاب کړی ، کله یې دهغو دکړو پرده پورته کړې او کله یې بده دعا ورته کړې اوکله يې هم خدای ته دعا کړي او له هغو څخه یې د ټولنې خلاصون غوښتی دی .
شيون کابلی هم د وطن دا بده وضع زغملی نه شول د دعا په ډول خپل طنزی نشتر په دوه مخو مشرانو چغي او وايي :
ای خدا ! دادرسی را برسان
نا کسان گير و کسی را برسان
خلق در با ديه ره گم شده اند
نغمه های جرسی را برسان
داد مظلوم به کسی می نرسد
مرد فرياد رسی را برسان
حالت مخمصه آمد بوطن
يک مسيحا نفسی را برسان
نيست طاقت، براين خونخواران
لحظه يی باز پسی را برسان
سر اين دارۀ دزدان حقوق
بند و دار و عسسی را برسان
اې خدایه ! یو عادل راواستوه
پست واخله نیک راواستوه
خلکو په دښته کي لاره ورکه کړې
دیوې زنګولې نغمه را وراستوه
د مظلوم ناره څوک نه اوري
یو ناره اوریدونکی سړی راواستوه
بدمرغي راغلي هیواد ته
یو مسیحا نفس راواستوه
وس نه لرو ددې خونکارو
بیا هغه پخوانی وخت راواستوه
دې د حقوقو دغلو داړې ته
بند او دار او پولیس را واستوه
شیون کابلی تل د وطن په فکر کې و د هغه د هیواد د سیاسي وضع په هکله یو طنز داسې دی
نيست يک خانه خرابی که کند آبادی
هرکه شد حاکم ما ؛ نقشه آزار کشيد
غيرکش نيست زابنای زمان برسرما
يکی از ملک دمار وديگر اسعار کشيد
یوخانه خراب نسته چي وکړي آبادي
هر څوک چې حاکم سي دځورولو نخښه باسي
له پخوا ترننه بیله وژولو نسته بل څه
یو خلک وژني اوبل پیسې باسي
هغه د پاک خدایه په زاریو داسې غواړي :
يارب به فغان خلق افغان رحمی
برتودۀ بی لباس وبی نان رحمی
نی جا به مزار ونی کفن را اميد
بر بی سر و سامانی ايشان رحمی
یارب د افغانانو په چغو رحم
په وږو او لوڅو خلکو رحم
نه ځای په هدیره کې نه د کفن امید
په دې بې سر او ساماني يې رحم
بیا په ځانګړی ډول په افغانانو ته په طنز دا دعا کوي :
يارب تو چرا رحم به افغان نکنی
با علم و هنرمند و بسا مان نکنی
از قيد خدايان غلط ، نرهانی
با مسلک ومردی و به ايمان نکنی
یاربه ته ولي رحم په افغان نه کوې
هغه پوه ، هنرمند اوخاوند د سامان نه کوې
هغوی د دې غلطو خد ایانو لیري کړه
هغوی ولې مسلکی او خاوند د ایمان نه کوې