
نن بيا د اسلام يوه سرښندونکي اتل او قهرمان فدايي ځوان توره وکړه، نن بيا د الحاج ملا داد الله شهيد په لاس د جوړې شوې ايټمي بټۍ يو مبارک بم دافغانستان د يوه داسې قسم خوړلى دښمن په سر ورپريوتو او هغه يې د قبر تورو تيارو ته واستولو چې خپل او پردي يې ټول د يوه بې غيرته او بې ننګه انسان په صفت پيژني، د بې ننګۍ او بې غيرتۍ يو لوړ څلى و، په هيڅ نه شرميدلو، قدرت ته درسيدلو په لار کې د هر څه قربانولو ته تيار و، د قدرت لپاره د دين قربانول خو ورته د يوه پياز تر خوړلو آسانه کار وه، وطن خرڅول يې ستر تجارت وه، د کمزوري شخصيت خاوند وه، کړه وړه يې له نرانو څخه ښځو ته ډير ورته وه، هو! د ملالې په شان ښځو ته نه، داسې ميړنيو ښځو ته مو په دواړو لاسونه سلام!
يو وخت دده په مشرۍ په لسګونو زره مسلمانانو د روسانو د يرغل په مقابل کې خپل سرونه قربان کړل، خو کله چې د همدغو قربانيو په پايله کې دى قدرت ته ورسيدلو، د همدې قدرت د ساتلو لپاره يې بيرته هماغه د زرګونو افغانانو قاتلانو روسانو ته د دوستۍ لاس اوږد کړ، او داسې ستر جنايات يې تر سره کړل چې تاريخ به يې هيڅکله هير نکړي، د افغانانو په وړاندې يې داسې نه هيرويدونکې کانې وکړې چې هيڅکله به د بادرده او با احساسه خلکو هيرې نشي.
تنها د افغانانو په سرنوشت يې لوبې او سودا بازۍ ونکړې او تنها د افغانانو د جهاد او مبارزې، د سرښندنو او قربانيو پايلې يې د واک ته د رسيدلو د جنګونو په کولو سره په سين لاهو نه کړې بلکې د يو بل اسلامي ملت جهاد او مجاهدې او د زرګونو مجاهدينو سرښندنې او قربانۍ يې هم له ايرو سره ايرې کړې.
د خپل واک د بقا په لار کې د روسانو د ملاټر د راجلبولو په تمه يې د تاجکستان د مجاهدينو په سرنوشت له روسانو سره داسې يوه شرموونکې معامله وکړه چې تل به د افغانانو په سپين تندي يو تور داغ وي، دهمدې معاملې له کبله په تاجکستان کې جهاد بلکل په ټپه ودريدلو، له هماغه وخت څخه تر اوسه پورې ورځ تر بلې په اسلام او مسلمانانو باندې کړۍ تنګيږي، کله په رسمي دوايرو کې په بسم الله ويلو بنديز لګيږي، او کله د ښځو په حجاب.... او داده اوس مسجدونو کې په لمانځه د پوره بنديز لګولو په درشل کې مسجد ته د نابالغه هلکانو په تللو بنديز ولګيدلو!
اوس به رباني د دې ټولو کړو وړو ځواب ورکوي!
اوس به د تاجکستان د بري په درشل ولاړ جهاد د ناکامۍ او د الحاد د پوره واکمنه کيدلو جواب ورکوي!
اوس به د هغو زرګونو افغانانو د وژلو جواب ورکوي چې دده په قومانده د ټوپکسالارۍ په مهال په داخلي جنګونو کې وژل شوي دي!
اوس به د هغو ((غت غت)) بمونو جواب ورکوي چې د خپل مسلمان ولس په سر يې د امريکايانو له خوا اورول غوښتل!
اوس به د هغو غونډو او مجلسونو جواب ورکوي چې چې فارسي ژبې ته د خدمت په نامه يې په هيواد کې د قومي او لساني تعصب د راپارولو په موخه جوړولې او يا يې ګډون پکې کولو!
اوس به د خپلو او د خپلې ښځې او زامنو د هغو عياشيو او فحشاو ځوابونه ورکوي چې د شهيدانو د سر په بيه يې په غربي ملکونو کې کولې!
د رحمان وينا به هلته در په ياد شي = چې يو ديوال ته دې مخ وبل ته دې شا شي
اوس يې نه زور په کاريږي او نه زر، نه چل او نه هنر!
د رباني په شان ټولو هغو نورو بې ننګانو ته چې لا تر اوسه د امريکايانو تر څنګ ولاړ دى په ډيرې عاجزۍ سره عرض کوم چې راشۍ له رباني څخه عبرت واخلئ، وايي چې کم بخت به يې په ځان ويني، بختور په بل، راشئ لږ په خپلو ګريوانونو کې سر ښکته کړئ، نور د خپل دين او وطن د دښمنانو خوا پريږدئ او د اسلام د ښرښندنکو فدايانو تر څنګ ودريږئ تر څو مو خپل ايماني او ملي مسؤوليت ادا کړئ، او يا اقلا په کور کښينئ، او که دا يو هم نه کوئ نو په خلاصو غوږونو يې واورئ چې د اسلام سرښندونکي د ملا داد الله شهيد ايټمي بمونه در پسې دې، هيڅکله به مو په آرام پرې نږدي، يو به بل پسې د قبر تورو تيارو ته ورليږي.
هر زنده چې د مرده په قبر ورشي = بس دى همدا دومره پند په دا دنيا
په پاى کې له الله پاک څخه غواړم چې ددې مبارکو عملياتو قهرمان فدايي ته په جنت الفردوس کې اوچت مقامونه ورکړي او د ده کورنۍ او دوستانو ته دې د زړه صبر او په دنيا او آخرت کې نيکې بدلې او عوضونه ورکړي.
د رباني په څير د لا زياتو بې ننګانو د سرخوړلو په هيله.
ليکوال: ډاکتر مسلم اندړ