ځوانان د بدبختي په لومو کې

 
       د انسان د عمر تر ټولو ښې، خوږې او مینه ناکې شېبې ځوانی ده؛ ځواني د انسان د ژوند هغه پسرلی دی، چې ځوان لکه د ګل په څېر پکې غوړیږي، ښکلی کیږي او همدارنګه له ځان سره زیاتې ارزوګانې لري ترڅو یې په همدې موده کې ترلاسه کړي . ځواني د ژوند د ښه جوړولو، د هیواد ابادی، خلکو ته د ښه خدمت کولو او همداسې د ښونې او روزنې په برخه کې کولی شې نه سټړې کیدونکې هلې ځلې وکړي تر څو موخې ته ورسیږي.
       که د یوځوان یا ځوانانو ښه پالنه او روزنه وشي د ژوند تر پایه به د هیواد او د نړۍ نورو انسانانو ته  نیکمرغي او ښکلا ورپه برخه شي، خو دافغانستان ځوانان  له هغو لومړنیو حقونو څخه بې برخې دي؛ کوم چې د یو ځوان دپاره باید برابر شوي وای. که حالت په همدې ډول  روان  وي  نو له ورځې به بلې ته ستونزې زیاتې او ټولنې  ته  به یو لړستونزې راولاړې کړي  او ټولنه به  د نیک مرغۍ پر ځای د بد مرغۍ په لورې روانه کړي، ځکه  په افغانستان کې د پوهنې،  لوړوزده کړو، امنیت نه شتون  او ورسره د بيکاري کچې زیاتوالی هغه ستونزې دي، چې افغان ځوانان ورسره مخ دي؛ یو خو ځوانان د ژوند په مختلفو برخو کې له ډول – ډول  ستونزو سر ه مخ  او بل د دوی له هغه توان نه په سمه توګه ګټه  نه پورته کیږي  کوم چې له ځانه سره لري.  خو په خواشینی سره چې زمونږ په وروسته پاتې او بدمرغه ټولنه کې  که  د تیاره ژوندانه دا روښانه حقیقت ومنو، چې زمونږ په هیواد کې له ځوانانو څخه د طبیعت  په ښکلا  کې نه بلکې د طبیعت د ښکلاوو  په  ړنګېدوکې کار اخیستل شوی او اخیستل کیږي، چې دا حالت تر اوسه روان دی او دا چې تر کومه به روان وي، دې پوښتنې ته به وخت ځواب ووایي. ځکه  په هر وخت کې د وخت مشرانو دې  مسلې ته هېڅ توجه نده کړې او ځوانانو نه  یې  هغه  اړینه ګټه نده پورته کړې او نه یې هم کومه خاصه توجه ورته کړې او یا د وخت دولتي چارواکي دې مسلې ته متوجه نه و !.
په هر حال؛ ځوانان د يوې ټولنې د ملا تير او د هغې ټولنې د پرمختګ او وروسته تګ، ابادۍ او ورانۍ  د پاره نه  ستړې کیدونکي  کارونه کولی شي، چې دا درې لسیزې یې ښې بیلګې په میراث راپریښي دي، چې دې ځوانانو د هیواد دابادی پر ځای هیواد او هیوادوال د بدمرغۍ په لورې روان کړي او یو شمېر ځوانان اوس هم په همدې حالت کې واقع دي او هم هغه حالت اوس هم روان دی  کوم  چې په مخکې کلنو کې روان و. دا ځکه چې دولت  د يوې منظمې تګلارې په نه شتون کې ځوانان، د دې پر ځای چې خپلو خلکو او خپل هیواد ته خدمت  وکړي  نورو هیوادونو ته  د کار موندنې د پاره مهاجرتونه کوي، په نشه یي موادو روګدي کیږي  او تر ټولو لویه او خطر ناکه ستونزه دا ده، چې ځوانان  په جنګي لیکو کې جذبیږي او د هغوی هغه ځوان تغیر منونکي او پرمختګ راوستونکي استعدادونه د اور په لمبو کې سوزي، چې  په هیواد کې د اوږدې جګړي د سوند د موادو په څېر ترې ګټه پورته شوې، چې تر ننه دا لړۍ دوام لري  او تر کومه به  دوام ومومی!؟
       خو په پای کې د يوې خبرې کول  غواړم، چې افغان ځوانان که د مشرانو په شتون کې ونه روزل شي ، د دوی له هغه توان، وړتیا او فزیکي قوت نه د هیواد او هیواد والو د پرمختیا د پاره سمه او لازمه ګټه پورته نشي، نو له  همدې ځوانانو نه  به نور هیوادونه د خپلې ګټې او موخې ته د رسېدو د پاره، رنګا رنګ ګټې پورته کړي  او هم به یې د افغانانو او افغان دولت پر وړاندې استعمال کړي، چې داسې وړاندې هم پېښ شوي او خدای مکړه دا اوسني ځوانان د نورو  افغان وژونکو او د دې خاورې د دښمنانو په دام کې ونه نښلې، چې خلاصول به یې بیا د زړه د وینو خوړل وي، هغه وخت به بیا ډېره ناوخته وي او څه به بیا لاس ته  نه  راځي.
 
همایون  میاخېل