
په پښتني دنياکې دهرچاپه خوله کې دغه کلمي اوړي را اوړي چې پښتواوپښتونواله دپښتون قوم دنيکمرغۍ اوسعادت لارده ، دپښتون قوم مرګ اوژوندپه پښتواوپښتونولي پورې تړلي دي . هرڅومره چې دپښتواوپښتونولۍ په
باب خبري اتري وشي کمي دي .
خو د پښتنو ديادوشويو ستاينو د درلودلوسره سره بياهم ځينې خود غرضه متعصب او دملي ګټو دښمنان د پښتنو پرضد ناوړه تبليغات کوي ،په داسې حال کې چې دغه ټبر تل دهيواد په حساسو شيبوکې د شخصي ګټو پرځاي ملي ګټې مهمې بلېې
او دځان په قربانۍ ېې ملت له نا خوالو ساتلي دي ،بايد ووايو چې دغه ځوريدلى ملت ملي شحصيتونو ته اړتپا لري .اوملت ژغورلي شي .
راځودي خبري ته چې پښتواوپښتونولي څه شي دي ؟
پښتواوپښتونواله هغه اخلاق دي چې داسلام سپيڅلې دين مسلمانانوته امرکوي اوهغه انساني خصايل دي چې ديوشريف انسان سره ښائيږي . اسلام چې موږته دکوم کارامراوهدايت کوي پښتواوپښتونولي هم سړى په هغسي کارمکلف کوي په بل عبارت پښتواوپښتونواله په ټوله معنى سره اسلامي اولسواکي ده . پښتواوپښتونواله دانساني سجاياوو متممه ده همدارنګه په پښتواوپښتونولۍ کې ملې وحدت اويووالي، ننګ اوغيرت ، توره اميړانه ، ټينګاراوسړه سينه ، صبراوزغم، رښتيااووفا،ايثاراوسرښندنه
دزړه اوطينت سپيڅلتيانغښتي ده . په دغه برخه کې لومړي داميرکروړجهان
پهلوان دملې غروراولوړهمت تشريح وکړم اوکه دسوري شيرشاه دعدل اوخداپرستۍ
ستاينه وکړم اوکه دتوري اوقلم خاوندخوشحال خان خټک دپښتواوپښتونولۍ سندري
ووايم همداشان دلويي پښتونخواپه غرونواورغونوکې دسلطان محمودغزنوي ،
سلطان غياث الدين غوري ،سلطان شهاب الدين غوري، دميرويس خان اوشاه
محمودهوتک ، داحمدشاه بابا، وزيرفتح خان ،وزيرمحمداکبرخان، دغازي
محمدجان خان وردګ ، محمدعثمان خان تګابي ، ملامشک عالم
اندړدپښتواوپښتونولۍ دتوري اوميړاني ننګ اوغيرت، دعقل اوتدبيرکارنامي
يادې کړم ،بايدوويل شي چې تراوسه پوري دهيواداونړۍ په تاريخونوکې ددوي
کارنامې په زرينوتوروليکلي پاتي دي .په هرحال پښتون قوم چې هرځاي کې
ميشته دي يوه ژبه،يوتهذيب ، يوکلتور، يو رازسجايا اواخلاق لري .
دلراوبرپښتنوترمنځ دځمکومسافه يادغرونوموانع ددوي ديووالي اوملې وحدت
حائل کيدلاي نه شي اونه دالريوالۍ دلراوبرپښتنودقرابت مزي شکولي شي
استادابوالمراد حمزه شنيوارۍ وايې:
ديولاس ګوتي وي دي خيرکه بيل وي
داپه نړۍ کې يوپنځه پښتانه
زموږپياوړي شاعراواديب ارواښادګل باچاالفت ديوشعرپه ترڅ کې داموضوع داسې
افاده کړي ده :
په قندهارکې که ميرويس که احمدشاه بابادي
په پيښورکې خوشحال خان ، عبدالرحمن بابادي
يوشان ښکاريږي پښتنوته که هغه که دادي
چې اباسين اباسين بولي داديوابادي
ياداچې :
ورورکه په کورپه لاهوروي پردي کيږي کله
په لريتوب دقرابت سلسله شکيږي کله
نوڅرګنده ده چې غيرتمنوپښتنوپه هرعصرپه تيره بياپه دي ورستي پيړۍ کې ډيري
ځلاندي کارنامي کړي دي مګرله بده مرغه چې ډيري لږي يې دليکني ډګرته
راوتلي دي ځکه چې زموږتورياليوخلکوکه څه له يوي خواخپل ملې تاريخ له
خوراستروکارناموڅخه ډک کړي دي خوله بله پلوه .اوسمهال دهيواد په ځينو
سيموکې ځينې خود غرضه اشخاص د خپل سياسي ،ګوند او سمتي موقف د ساتلو او
دخپلو نيمګړتياو او سياسي تيروتنو د پټولو په خاطر په يوه اوبله ډله او
قوم پړه اچوي ،کومې ناوړه کړنې لکه شوک ماري ،جنايي پټې دسيسې او کړنې ،
دغلا وو جرمونه پخپله د دوي له منځ راپوته کيږي،فحشا د بشرضد فعاليتونه
کي ، مګر پړه ېې پر پښتنو اچوي د دوي دغه ټولې څرګندونې غير مسئولانه او
له واقعيتونو لرې دي ، يښتانه د هيواد د ملي ګټو او دځان د عزت آبرو او
قهرمانۍ په اړه له وياړه ډک د پښتونولي تاريخ لري دغه تاريخ کومه پټه او
دروغ خپره نده ، ټول ملتونه او د هيوادونه پرې اګاه او پخپلو ژبو ېې
اړولي دي . موږ بايد د هيواد په دې حساس پړاو کې ملي موقف ارزښتمن وبولو
او ټول حرکتونه مو بايد ملي ، اسلامي او له ځان غوښتنې او هر اړخيز تعصب
څخه لرې وي ، که چيرې مخنيوي ېې ونه شي ، ښاېې د پښتون ټبر احساسات
راوپايږي او بيابه ېې مخنيوي ډير په ګرانه وشي ، داسې متعصب خلک د ګوتو
په شماردي او حتمآ د تمويل کومه کورنۍ اوبهرنۍ منبع لري ، دوي هڅه کوي د
اولس احساسات راوپاروي اوياېې ترمنځ کومه موضوع ، چې اولس پرې بوخت شي ،
منځ ته اچوي او دوي ته په خړو اوبو کې د کبانو نيولو چانس برابرشي ، موږ
به ترڅو يو او بل ته ګوتې نيسو راځي د يو ويشتمې پېړې په دغه تخنيکي
دورکې د خپل هيواد اوځوريدلي اولس د هوساينې اوپرمختګ په فکر کې شو.
زموږځينودقلم خاوندانوپه پرديوافتخاراتوزړونه بايللي دي ، دځان دښمنان
اودپرديودوستان تري جوړشوي اودخپلوپلرونوملې تاريخ ئې پخپله ژبه اوقلم نه
دي ليکلي څه چې لږ اوډيرليدل کيږي هغه ياپردوکښلي دي اوياددوست
شکلودښمنانولخواليکلي شوي دي چې ټول له غرضونواومقاصدوڅخه ډک دي . لکه چې
همدا اوس کله کله افغان دښمنه عناصرپښتون قوم ددويورنددکرښي آخوادي که دي
خوا ټول دترهګرواوتروريستانوپه نامه يادوي چې دغه راز قضاوت اوحکميت نه
يوازي ناروابلکي دافغان اولس اوپښتون قوم په حق کې ښکاره ظلم اوتيرۍ بلل
کيږي ځکه هغه عناصرچې خپل شخصي ګټي په خاطردپښتون له نوم څخه ناوړه ګټه
پورته کوي هغه په پښتون قوم کې ځاي نلري بايدوويل شي چې
پښتنوډيرځلانداوروښان تاريخ درلوداولري يې دغه شان پښتنو دخپلواکۍ، شرف
اوملي ناموس دساتني په لارکې ستري مجاهدي اوکوښښونه کړيدي مګر
دپښتنوليکوالودغفلت اوځان آسانۍ له کبله په تيره بياپه دي وروستيوپيړيوکې
نه يوبريالي شوي چې هغه راتلونکي نسل ته امانت پريږدواوملي تاريخ
دنورودچپاوله لاسونوڅخه وساتو
محمدضياآرمان پکتيا ګرديز