ډارن ملت!!!

 
\"\"
ژباړن: وسيم سجاد،کابل
د ۹/۱۱ څخه وروسته ۴ ملیونه امریکایان د سختی ویری ښکار شویدي
د ۹/۱۱ له حملو څخه وروسته امریکایان د سختی ویری ښکار شول. له ویری بلا جوړه وه! ویره هر چیری وه! کله به امریکایانو په یاهو او جی میل کی خپل بریښنا لیک پرانیسته نو ځان به یی لری نیوه ترڅو په بریښنا لیک د کلِک سره کومه چاودنه ترسره نشي.
مسافر د ویرجِن اټلانټیک هوایی کرښی په الوتکه کی له لندنه تر لاس انجلیسه پرواز درلود. ټول په یو ډول تشویش کی وو خو کله چی الوتکه پورته شوه، دهنونه یو څه ارام شول. د پرواز په منځ کی چی کله الوتکه د کاناډا له پاسه تیریده چی چیغی شوی چی کوم مشکوک شی د چوکی شاته پروت دی. الوتکه اظطراري کوزیدو ته د کاناډا په ایډمِنټن کی اړ شوه. الوتکه له مسافرو خالي شوه، د بم د پاکولو انظباط را وغوښتل شو. خبر یاستی چی مشکوک شی څه وو؟ موبایل!!!
مونږ پوهیدو چی د ۹/۱۱ څخه وروسته به په زیاترو شیانو کی تغیرات او تبدیلی راشي. پالیسی به تغیر شي؛ د هوایی کرښو امنیت به نور هم سخت شي؛ برښنا لیکونو او خطونه به تر جدی پلټنو لاندی ونیول شي؛ فردي ازادي به د سوال لاندی راشي. او دغه شیان باید د ښه امنیت لپاره ومنل او وزغمل شي. د تغیراتو او تبدیلیانو خبری به سیاستوال کوي او په یونیفورم کی نغښتي خلک (پولیس) به یی تطبیقوي.
ترهګرو یوازی تعمیرات ونه پرځول؛ دوی د خلکو ذهن هم په غم ولړه؛ ویره یی د ښځی، سړي، ماشوم، واړه او زاړه په زړه کی واچوله. هغه راپور چی د فارمسیټانو سره د مرکو په بنیاد برابر شوی ښیی چی د ۹/۱۱ څخه وروسته د ویری کمولو، راحت او ذهني ارامتیا راوستلو دوا استعمال زیات شو په ځاګړي ډول د سیپرو انټی بایټیک.
هغه څيړنه چی د ټولنیزو څیړنو انسټيټیوټ په ان اربور د میشیګن کی په ۶۶۸ امریکایانو تر سره کړی ښیی چی ۴۹٪ امریکایان له ذهني دباو سره مخامخ دي او ذهني ارامتیا یی له لاسه ورکړیدی. ۶۲٪ امریکایانو ویلي چی خوب یی له لاسه ورکړیدی. او هغه سروی چی د هارورډ پوهنتون دعامه روغتیا ښوونځي او روبرټ ووډ جانسن بنسټ په ګډه په ۱،۰۱۵ امریکایانو ترسره کړی ښیی چی د ۹/۱۱ څخه وروسته ۵۷٪ امریکایانو د ځان د ساتلو لپاره د جدی ګامونو د اخیستلو اقدامات کړیدي. دوی هڅه کړی چی عامه غونډو منډو ته لاړ نشي. او د هر لیک د پاکټ په پرانیزلو کی یی له احتیاطه کار اخیستی دی.
دوی حتی دومره ترهیدلي وو چی دهر څه دپیښیدو امکان یی لری نه لیده. هر نا اشنا کس ته یی د شک په سترګه کتل. دوی فکر کاوه چی هر ډول بله حمله کیدونکی دی او په هغی کی به له نالیدل شوو وسلو کار اخیستل کیږي. حتی نور چاقو هم خپل محبوبیت له لاسه ورکړی وو او چا به میلو ته له ځان سره نه وړه. نور چاقو د میوو او سبزیو د وړولو وسیله نه بلکی د قتل د اِجرا لپاره غټه وسیله بلل کیده.
روان شناسانو ډول، ډول ترهی په دی موده کی تر څیړنو لاندی نیول شویدي. پدی مهال یو ډول ویره داوه چی خلک به له غڼو ډاریدل. زیاتره خلک له نیویارک او واشنګټن څخه وتلي ول او نورو ځایونو ته یی کډی کړی وی.
سیی دی چی دوخت په تیریدو دغه ویری کمی شوی خو ځینی شیان لا تراوسه د خلکو په مغزو کی ځای لري. امکان لري ځینی شیان حتی د ډیر وخت په تیریدو هم تغیر او تبدیل نشي.
یو سړی سن جوس، کلیفورنیا ته په پرواز وو. په الوتکه کی یی د ورسره لیک پاکټ پرانیسته او یو ډول پوډر ورڅخه توی شول. د څنګ سړي یی چغی کړی چی سړي د الوتکی په فضا کی یو ډول مُضر پوډر وشیندل. کله چی الوتکه کوزیږي، سړی نیول کیږي او دریو ساعتونو لپاره ورڅخه ایف بی ای پلټنی کوي. بالاخره مالومیږي چی پوډر زروک وو چی دوست ورته په پاکټ کی دکوم څه دمُبارکی په خاطر اچولي وو.
دا ډول حرکات ښیی چی عام امریکایان څومره ډارن دي. ټول خلک ویریږي. ویره زمونږ له احساساتو څخه دی او ویره په خپل ذات کی خطرناکه نه دی. دا د طبیعت لخوا د ډیزاین شوي د خطر دزنګ یوه برخه دی چی د خطراتو پرمهال په فعالیت راځي.
د ویری په مقابل کی عکس العمل بیخی طبیعی دي سیی دی چی ځینی خلک به یی نه خوښوي. ویره له امیګډاله څخه پیل کیږي. کله چی ویره احساس شي، امیګډاله په فوري ډول پیغامونه لیږي چی د چیغی او یا هم د خیز اچولو سبب ګرځي. په ګُردو کی د اډرینال غوده په فعالیت پیل کوي او اډرینالین او نن ا‌ډرینالین پمپ کوي په دی کار سره په خولی کی لاړی وچیږي، د زړه ضربان زیاتیږي.
لیکوالان: براډ سکمیډټ، پی ایچ ډی او جیفری وینټرز
leekwal@yahoo.com