
دافغانستان اسلامي جمهوري دولت
دالمپيک ملي کمېټې لوى رياست
دخوست ولايت ورزشي امريت
Islamic Republic Of Afghanistan
Afghanistan National Olympic Committee
Khost Provincial Sport Department
نن ورځ نهه بجې ناسته ،چې دخوست ولايت دالمپيک امريت دامر عزيز ملنګ په مشرۍ ترسره شوه پکې دخوست ولايت دفوټبال فدراسيون دمشر او ددې څانګې دلسګونو لوبډلمشرانو په ګډون وشوه.
په پيل کې دالمپيک دامر عزيز ملنګ له خوا دقرآن کريم مبارک ايتونه تلاوت شول ،ورپسې نوموړي دغونډې دپيل وينا وکړه ،نوموړي وويل ،چې موږ غواړو له دې وروسته دالمپيک په چوکاټ کې په مختلفو برخو بې نظمۍ او خپلسرۍ له بينه يوسو .
نوموړي وويل ،چې موږ دا هڅې هم پيل کړي ،څوددې ادارې چارې لامنظمې شي او له دې لارې خپلې ټولنې ته خپل خدامات په سم او منظم ډول وړاندې کړو.
نوموړي دفوټبال دفدراسيون له مشر او هم له لوبډلمشرانو وغوښتل ،چې يوازې دخپل هېواد دخدمت له پاره کار وکړي ،نه دا چې په خپلو کې سره له يوه او بله له پوښو تېږې وباسو او زياته يې کړه ،چې موږ به په هره برخه کې له شخصي اغراضو تېرېږو او ټول به ملي منافعو ته ژمن اوسو .
تېره ورځ دبيارغاونې دډلې له يوه افغان نماينده سره هم په دې خبرې شوې ،چې په دسټيډيم يوه برخه راته فرش کړي او رنګ راته ورکړي ،چې د دوى يې کور ودان،چې په ځينو برخو کې يې راسره همکاري کړې هم ده.
نوموړي ناستو کسانو ته داداري سيستم دغړو د دندو په برخو کې معلومات ورکړل ،چې هره يوه ته يې دخپلې دندې مسؤوليت وښود.
نوموړي وويل ،چې له دې وروسته بايد موږ په خوست ولايت کې دهرې کچې لوبډلې ولرو ،چې په هغه کې منتخب ،ځوانان ،نولس کلن ،ولس کلن او همداشان پېنځلس بايد يوه يوه منتخبه لوبډله په خوست ولايت کې شتون ولري .
ده وويل ،چې موږ دخدمت له پاره داکسان ،چې بايد دفوټبال په کمېټه کې شتون ولري ،موږيې بايد په شريکه سره خوښ کړو ،څو ښه خدمت وکولاى شي .
له نوموړي وروسته دفوټبال دفدراسيون مشر سلطان خبروته پورته شو ،نوموړي په خوست ولايت کې دفوټبال دتاريخچې په اړه خبرې وکړې او هم يې وويل ،چې موږ په دې برخه کې ډېرې منډې ترړې کړې او دخوست فوټبال مو تر دې ځايه راورساوه .
نوموړي وويل ،چې تر ډېره مې خپله دنده په پوره اخلاص سره ترسره کړې او لا هم خپل خدمت ته ادامه ورکوم ،خو که چېرې دچا نه وم خوښ ،نو حاضر يم ،چې شريفانه خپله دنده پرېږدم.
تر دې وخته مې دفوټبال دپرمختګ له پاره هر پيسه دار ته لاس نيولى ،چې په دې مې دفوټبال پرمختګ ته کار کړى دى .
دفوټبال فدراسيون دمشر سلطان څخه وروسته شاکر خبروته راپورته شو ،ده وويل،چې سلطان په خوست کې دالمپيک دادارې په نه شتون کې هم خپل خدمت کړى دى او اوس دا ډېر ښه وخت دى،چې موږ خپل استازي دانتخاباتو له لارې ټاکو او که بياهم څه مشکل شتون لري ،نو دا لاره خوشته ،ځکه چې سلطان څو ځله ويلي،چې که څوک رانه رضا نه وي ،نو زه استعفا ته حاضر يم .
نوموړي دې ته اشاره وکړه ،چې که چېرې موږ په خپلو کې سره ښه اتفاق ولرو ،نو خپل ولايت له دې لارې نور هم ځلولى شو .
دغونډې په وروستيو کې دفوټبال دفدراسيون له پاره ديوې لايحې په جوړولو ،چې دالمپيک په چوکاټ کې ده خبرې وشوې ،چې دوى يې دژر جوړېدو هرکلى وکړ او له دوى څخه يوه تن عارف الله وويل ،چې دلايحې مطابق بايد ددې کمېټې غړي همدلته وټاکل شي .
له ده وروسته دخوست ولايت دمنتخبې لوبډلې لوبغاړي عيده ګل خبرې وکړې ،چې کمېټه مهمه ده او بايد ژر دکمېټې کار پيل شي ،نوموړي دا هم وويل ،چې موږ قانون غواړو او تاسو ،چې زموږ له پاره کوم قانون جوړ کړۍ ،موبه په هغې خپل عمل پيل کړو او که کومه رهمنايي زموږ له پاره نه وي ،نوموږ به څرنګه خپله لاره پيداکړه .
دغونډې په وروستيو کې دفوټبال دفدراسيون له پاره يوه اته کسيزه کاري کمېټه جوړه شوه ،چې ددې کمېټې له پاره دا غړي دټولو په رايې سره وګمارل شول:
شاکر حيدرخېل – فريد- حاضر- رئيس – نورنګى – عبدالحکيم – حميدالله جان – رحمت الله
محمد شاه فضل يار