پرويز مشرف: له طالبانو ملاتړ مو مجبوري وه



محمد زاهد
بی‌بی‌سی
\"\"
ژباړن: وسیم سجاد، د مولا علی له ښکلی ښاره
تاریخ:سپټمبر۲۰۱۱،۱۵
د ۹/۱۱ پیښیدل په منځني ختیځ او د لویدبځب اسیایه په هیوادونو کی د تغيیر او تبدیل سبب شول. پرویز مشرف د پاکستان د هغه وخت ولسمشر چی د پیښی پرمهال په یو کاري سفر بوخت وایی چی حالاتو ته په لیدو ددی پیښیدل حتمي وو.
مرکه په لندن کی ترسره شویدی. نوموړی وایی چی اسلامي بنسټ پالنه په افغانستان، پاکستان، هندوستان کی مخ په زور اخیستو دی او دری واړه هیوادونه باید ورسره په ګډه مبارزه وکړي.

  • د ۱۱ سپټمبر دپیښی پرمهال چیری وی او له پیښی څنګه خبر شوی؟
  • کله چی له پیښی خبر شوم، په کراچی کی وم. خبر ولړزولم. نظامي سکرتر می په یوی غونډی کی له پیښی خبر کړم. پس له غونډی، کور ته لاړم او پیښه می مخامخ له تلویزونه ولیده. پیښه خورا لړزونکی وه.
  • ستاسو لومړنی غبرګون څه شی وو؟ ایا دداسی حادثی پیښیدل دی پیشبینی کول؟
  • تر یو څه حده می وړاندوینه په ذهن کی ګرځیدله. ځکه چی پوهیدم چی له ۱۹۸۹ څخه امریکا یواځینی زبر ځواک دی. په دی حملو سره د امریکی توهین وشو. او زه پوهیدم چی د امریکی د لومړني ځوابی غبرګون ښکار به افغانستان شي. زه پوهیدم چی کله په مونږ حمله کیږي نو په لاره کی پاکستان پروت دی او مونږ به هم د اغیز لاندی راځو.
  • پاکستان یو له هغو هیوادونو څخه وو چی طالبان یی په رسمیت پیژندلی وو او له هغوی یی په افغانستان کی ملاتړ کاوه؛ له طالبانو څخه مخ اړول درته څومره سخت تمام شول؟
  • له طالبانو څخه ملاتړ او د هغوی په رسمیت پیژندل زما څخه مخکی حکومتونو کړي وو. کولای شم چی ووایم چی دغه تصمیم هغه مهال یو پرځای تصمیم  وو ځکه هغه وخت د شمال ټلواله چی په جوړښت کی یی تاجک، ازبک، او هزاره ګان وو د هند لخوا سبمالیدل. او له هند پرته ورسره روسیی او ایران هم مرسته کوله. نو پدی وخت کی پاکستان باید د طالب ملاتړلی وای؛ یو خو هغوی پښتانه وو او بل دا چی د سرحد دی خوا خلکو سره یی نژادي اړیکی وی.
  • ددی امکان نه وو چی مونږ د شمال له ایتلافه ملاتړ کړای وای؛ نو مونږ مجبور شولو چی له طالبانو خپل ملاتړ اعلان کړو او هغوی مو په رسمیت وپیژندل. خو د رسمیت پیژندل په دی مانا نه دی چی مونږ ددوی د ډول اسلام هم مانه. کله چی زه واک ته ورسیدم نو زما نظر داوو چی ټوله نړی باید طالبان په رسمیت وپیژني او خپل دیپلوماټان هوری ولیږي ترڅو د طالبانو په نظر کی یو ‌ډول بدلون رامنځ ته کړو.
  • دا زما نظر وو خو نړی ورته غوږ کینښود چی زما په فکر سره په دی کار سره نړی د یوی بی شانه غلطی مرتکب شو.
  • زما په باور، که دغه ستراتیژی عملی کیده؛ کولای مو شول؛ چی طالبان له دننه تر اغیز لاندی راولو او د اعتدال خوا له یی بوځو. شاید په دی کار سره مو بودا له ماتولو ژغورلی وای؛ شاید په دی کار سره به مو اسامه له هیواد شړلی وای خو بدبختانه دا کار ونشو.
  • ستاسو د سوال په ځواب کی باید ووایم چی پاکستان، طالبان مخکی له کال ۱۹۹۹ څخه چی زه پکی واک ته ورسیدم طالبان په رسمیت پیژندلي وو. خو زه هیڅکله هم د هغوی له هغه نظر او عقیدی چی داسلام په اړه یی درلود موافق نه وم. پس له ۹/۱۱، ټولی نړی لکه روسیی، چین او نورو په نړیوال سوداګریز مرکز حملی رد کړی. کله چی ټولی نړی دا ډول پیښه ردوله نو له طالبانو مخ اړول هم سخت نه وو.  نو دامهال بیا مونږ د نړیوالو اړخ اخیسته.
  • ستاسو له خبرو داسی مالومیږي چی پاکستان په طالبانو ځانګړی اغیز او نفوذ درلود؛ د اسامه بن لادن په اړه ایا کومه هڅه مو وکړه چی نوموړی له هیواده وباسي؟ که کومه هڅه مو کړي وي نو ولی یی نتیجه ورنه کړه?
نه مونږ هومره نفوذ نه درلود. طالبانو خپل فکر درلود او زیات انعطاف پذیر نه وو. د بودا په معامله کی ما هڅه وکړه چی دوی تر خپل نفوذ لاندی راولم او شپږ اووه هیته می ور ولیږل؛ د ای ایس ای څخه جوړ یو تشکیل می د هیت په شکل ورولیږه؛ ډیپلوماټان می ورلیږل؛ او تردی چی یو دینی هیت می ورولیږه ترڅو مجسمی ماتی نه کړي ولی دوی غوږ ورته کینښود.
د اسامه په اړه مو هم څو واری هڅه وکړه؛ هیت مو ولیږه ترڅو هغوی له خپلی پریکړی واړوو او ومو هڅول ترڅو له نړی سره یو ځای ګام پورته کړي؛ ځکه دوی په فضا کی نه اوسیږي. دوی ته مو وویل چی داسی یو چاته چی په ترهګریزو حملو متهم دی؛ او ترهګریزی حملی په نړی کی ترسیموي؛ باید ورته په هیواد کی د پاتی کیدو اجازه ورنه کړل شي؛ او دا مو هم ورته وویل چی هغه څوک چی له دی حملو په پای کی ډیر زیات دردیږي او خرابیږي هغه به تاسو واست خو دوی مو خبرو ته غوږ کینښود.
  • تاسو په خپله له ملا عمر سره په تماس کی واست؛ ایا له هغه سره مو کله هم ملاقات کړی؟
  • نه هیڅکله نه؛ له هغه سره می نه دی لیدلي.
  • تاسو جنرال محمود طالبانو ته ولیږه؛ هغه پیغام چی هغه له ځان سره وړی وو څه وو؟
  • یو ځل نه؛ بلکی څو ځلی مو هغه ولیږه. لکه څنګه چی مو مخکی وویل چی جنرال محمود مو د بامیانو د بودا په اړه او هم د اسامه بن لادن په باره کی ولیږه. زما پیغام دا وو چی باید د اسامه په اړه هغسی یو تصمیم ونیسي څنګه چی نړیوال فکر کوي او بودا باید مات نشي.
  • ما جنرال ته وویل چی ملا عمر ته ووایی که مونږ د بودا په ورانولو لاس پوری کړ اعمالو؛ نو بیا باید له بودایی هیوادو څخه ګیله ونه کړو چی زمونږ د جوماتونو په ورانولو به لاس پوری کوي. ولی باید داسی عمل باندی لاس پوری کړو؟ ولی له صبر او حوصلی کار وانه خلو؟ ما د صبر او تحمل پیغام ولیږه ځکه چی په اسلام کی په صبر او حوصلی تاکید شویدی. خو بدبختانه زمونږ پیغامونو کار ونه کړ.
د ۱۱ سپټمبر له حادثی څخه وروسته او هغه مهال چی په افغانستان حمله وشوه او له هغی وروسته؛  د افغانستان او پاکستان دولتونه د یو بل لپاره ډیر ښه ملګري او د یوبل متحدان وو. ولی ډیر وخت تیر نه شو چی ددواړو هیوادونو ترمنځ اړیکی خړی پړی شوی. په ځانګړی توګه ستا او حامد کرزي ترمنځ. ددی شخړی اصلی لامل څه وو؟
هو، ډیر د تاسف ځای دی. حامد کرزي د پاکستان حساسیتونه درک نه کړل. هغه په هند تکیه وکړه. د افغانستان استخباراتو له هند سره یو ځای کار کول پیل کړل او دواړو د ای ایس ای په تخریب پسی راوخیسته. ما په پیل کی حامد کرزي ته پیشنهاد وکړ چی پاکستان غواړي چی ستاسو ټولو امنیتی ځواکونو تربیه کړي، او په هره تربیوي ساحه کی ورسره مرسته وکړو. ما حامد کرزی ته وویل چی مونږ په فوځي، استخباراتو، او ډیپلوماټیکو برخو کی ښی اداری لرو چی درسره ښه مرسته کولای شي. خو دوی حتی یو کس هم ددی ډول زده کړو لپاره پاکستان ته را ونه لیږل. خو سرچپه خپل ټول مامورین یی هند ته د ټریننګ لپاره ولیږل چی په دی ډول افغانستان د هند تر نفوذ لاندی راغی او یو پاکستان-ضد افغانستان منځ ته راغی.
ما په هغه تاکید وکړ چی لوبه دی دهندوستان په لاس کی نه اچوي. ځکه مونږ د هندوستان په اړه خپل حساسیتونه لرم. ما هغه ته وویل چی مونږ غواړو تاسو باید خپلواک واست مونږ نه غواړو چی مداخله وکړو؛ که چیری هند غواړي ستاسو له لاری په پاکستان کی مداخله وکړي نو ښه خبره نه دی.خو بدبختانه هغه هیڅ توجو ونه کړه نو هماغه دلیل شو چی زمونږ او پاکستان ترمنځ اړیکی خرابی شوی.
  • خو افغان دولت دغه خبره تل رد کړیدی هغوی وایی چی هند یی د ملک په پراختیا کی اساسي رول لري. او بله خوا انتقاد کوي چی پاکستان دوه اړخیزه لوبه کوي؛ یو اړخ ته چیغی وهي چی مونږ د تروریزم خلاف جګړه کوو او بله خوا دوی بیا له طالبانو ټینګ ملاتړ کوي؛ هغوی له سرحده تیریږي؛ افغانستان ته په ننوتو دوی په ناتو قواوو حمله کوی.
  • لومړی خو غواړم چی ووایم چی څوک دا ډول خبری کوي درواغ وایی. څنګه چی هندوستان په افغانستان کی په پراختیایی پروژو کی برخه اخلي مونږ ته دی هم دا ډول موقع راکړل شي؛ مونږ غواړو چی سرکونه او کوڅی جوړی کړو. ما حامد کرزي ته په خپله ویلي چی مه پریږدی چی هندوستان دی په هغو سرکونو کار وکړي چی پاکستان ته نږدی وي. هغوی په دی طریقی سره خپل استخباراتي مامورین راولي او له دی طریقی په پاکستان کی د حملو لپاره ځای ځایګی ګوري.
  • حامد کرزي زمونږ خبری جدي وانه خیستی. دا مونږ نه یو چی دوه اړخیزه لوبه وکړو؛ دا پخپله حامد کرزی دی چی دوه اړخیزه لوبه کوي. هغه حامد کرزی دی چی د هندوستان په لاس لوبیږي او پاکستان ورانوي. دهغوی استخبارات پاکستان او ای ایس ای تخریبوي.
  • دغه ادعا چی مونږ له ایتلاف قواوو سره مرسته کوو او بله خوا له طالبانو ملاتړ کوو؛ غلطه دی. دا د پاکستان سیاست نه دی. دم ګړی زه کولای شم د خپل ځان په اړه خبری وکړم. زما په وخت کی داسی نه وو او ما هیڅکله په پاکستان کی له طالبانو سره مرسته نه دی کړی. اوس مهال چی څه پیښیږي باید خپله له اوسني مسولینو باید وپوښتل شي. خو زه باور لرم چی پاکستان خط مشی نه دی چی طالبان د د ایتلاف دقواوو په مقابل کی کمک کړي.
  • ایا تاسو فکر کوی چی پاکستاني طالبان د ۱۱ سپټمبر زیږنده دی؟
زه فکر نه کوم چی هغوی دی د ۱۱ سپټمبر زیږنده وي. باید سیمی ته وکتل شي چی مونږ دلته څه کړیدي. کله چی په ۱۹۷۹ کی افغانستان د شوروي ځواکونو لخوا اشغال شو، افغانانو دشوروي خلاف جهاد پیل کړ. او دا جهاد دلویدیځ په ځانګړی توګه د امریکی او پاکستان لخوا ترسره شو. پاکستان د شوروي خلاف د جهاد اصلی مجرا وه نو هماغه وو چی دلته دینی افراطیت پیدا شو. ټولو ددی په ظهور کی نقش درلود: دنیا، امریکا او لویدیځ. مجاهدین د نړی له هر کونجه راوړل شول. طالبانو ته ټریننګ ورکړل شو؛ هغوی مسلح شول او افغانستان ته ولیږل شول. دغه طالبان دکوم ځای وو؟ د پاکستان له سرحدي ولایتونو. د لسو کلونو په موده کی نړی طالبانو او مجاهدینو ته ټریننګ ورکړ؛ همدغه وو چی اسلامي افراطیت په سیمه کی پیدا شو.
د افغانستان جګړی په پاکستان خپل اغیز درلود. ځکه دغه مجاهدین چی د جګړی لپاره افغانستان ته تلل له پاکستانه وو. له ۱۹۸۹ څخه وروسته ټولی نړی افغانستان پریښود. باید امریکی د بیا ودانولو لپاره یو څه کړي وای ځکه افغانستان وران شوی وو خو داسی یی ونه کړل.
هغوی باید په افغانستان کی مجاهدین د عادي ژوند په لور بولی وای؛ ۲۵،۰۰۰ تربیه شوي مجاهدینو شتون درلود. اسامه چی دلته راړل شوی وو باید ورته یوه لاره چاره ورته موندل شوی وای خو ونه شول؛ یا باید له افغانستانه تللی وای، یا په افغانستان کی باید مقیم شوي وای. خو داسی ونه شول ټولو دغه ځای پریښود.
په افغانستان کی ټوپکیان وو چی په خپلو کی سره جنګیدل. له ۱۹۸۹ څخه تر ۱۹۹۶ ز، کی دوی ټول په خپلو کی سره جنګیدل: ازبکان، تایجکان او پښتانه. پشتانه هم په پنځو او یا هم په شپږو ډلو ویشل شوي وو. ګلبدین حکمتیار، حقاني ټول هغه دلته جنګیدل. په ۱۹۹۶ کی طالبان منځ ته راغلل.
په افغانستان باندی حاکمی اوضاع، طالبان منځ ته راوړل او بیا وروسته د شمال ټلواله رامنځ ته شوه. شمال ټلواله له اقلیتونو لکه هزاره، تاجک، هزاره وو څخه جوړه وه. هغه مهال داسی یو وضع په افغانستان حاکمه وه چی باید طالبان منځ ته راغلي وای او باید ورسره مرسته شوی وای.

هغه مهال په افغانستان کی څلور ملیونو مهاجرینو ژوند کاوه. دینی افراطیت په ۱۹۷۹ کی منځ ته راغی او له هغه وروسته د پاکستان طالبان منځ ته راغلل. سیی دی چی زیاتره طالبان له سرحدي سیمو دي خو له نورو سیمو هم طالبان له دی تحریک سره یو ځای شول. هغه مهال داسی حالت شتون درلود نو حتماً باید له طالبانو ملاتړ شوی وای.
ښاغلی مشرف، که وغواړو ددی مرکی نتیجه ګیري وکړو؛ د هر هغه څه سره سره چی په پاکستان، قبایلی سیمو، کراچی، بلوچستان او افغانستان کی تیریږي، حالات په راتلونکو حالاتو کی څه ډول ارزوی؟ ستاسو په نظر د ۹/۱۱ حالات به تر کومه په دی سیمه حاکم وي؟
تاسو له ډیرو شیانو څخه نوم واخیست چی هریو بیلابیل دلایل لري دا ټولی پیښی د ۱۱ سپټمبر زیږنده نه دي. مثلاً هغه څه چی بلوچستان کی تیریږي؛ د ۱۱ سپټمبر زیږنده نه وو. هغه مجاهدین چی په کشمیر کی جنګیږي هم د طالبانو سره د یو محور په ډول وده وکړه.
بدبختانه اوسني حالات بیخی جړ او بل ډول دي. له هر عامل سره بیل، بیل رفتار وکړو.دا ټول شیان د یو مقتدر حکومت په لټه کی دي. داسی حکومت چی په پاکستان کی د اړتیاوو ځوابګو وي؛ په افغانستان کی هم د طالبانو د مشکل سره باید غښتلي وو. په پاکستان، هندوستان او افغانستان کی افراطیت او دمجاهدینو ډیریدل مخ په وده دی. په هند کی هم چاودنی کیږي او ویل کیږي چی محلي مجاهدین یی ترسره کوي. دغه مجاهدین څوک دي؟ ځکه چی مسلمانان په هند کی د يو ډول پردیتوب احساس کوي. همدا دلیل دی چی افراطیت په هند کی مخ په ډیریدو دی. نو ویلای شم چی همدی مشکل په افغانستان، هند او پاکستان کی یو پیچلی ډول خپل کړیدی نو باید یوځای کار وکړو ترڅو دغه ستونزه حل کړو.
باید بارادی وو؛ په یو بل باور وکړو نو له دغی لاری کولای شو ستونزی ته د حل لاره پیدا کړو.
leekwal@yahoo.com