د افغانستان او امریکا سټراټژیک تړون لاهم له شکونو ډک دی

 عاشق حسین طوري
د خبري رسنيو د رېپوټونو له مخې، د افغانستان د ولسمشر امنیتي سلاکار، رنګین دادفر سپنتا چې پرون ددغه هېواد مشرانو جرګې ته بلل شوی و، د افغانستان او امریکا د سټراټژیک تړون په اړه یې په خپلو خبرو کې وویل د افغانستان د امنیتي ځواکونو په روزنې او تجهیزولو، له ۲۰۱۴ میلادي کال  وروسته دښې حکومت دارۍ رامنځ ته کول او د هغو پياوړتیا او د بهرنیو له لاسوهنې بهر د یوه خپلواک هېواد په توګه د افغانستان ساتل او د افغانستان له دولت سره په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې د مرستې په شمول پر څلورو ټکیو موافقه شوې ده.
د ملي امنیت په چارو کې د ولسمشر کرزي سلاکار زیاته کړه چې که امریکا ته دنوموړي (سپنتا) په مشرۍ د افغاني پلاوي او امریکايي چارواکو ترمنځ شوي موافقه د افغانستان د دولت یا لویې جرګې له خوا لاسلیک شي، د افغانستان په ګټه به وي.
نوموړي همدارنګه د کابل او واشنګټن ترمنځ اختلافي ټکیو ته په اشارې سره زیاته کړه چې د امریکايي عسکرو له خوا د شپې مهال د خپلسرو عملیاتو موضوع او په افغانستان کې د امریکا یي زندانونو برخلیک هغه ټکي دي، چې لا تر اوسه یې پرسر ددواړو لوریو ترمنځ اختلاف شتون لري.
سپنتا د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د اندېښنو په اړه هم زیاته کړه چې دغه اندېښنې په ځانګړې توګه د ایران او پاکستان له خوابې ځایه دي او ویې ویل چې که ګاونډي هېوادونه اندېښنه لري، نو ولې له کلونو کلونو راهیسې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کوي او ناامنۍ ته په لمن وهلو سره د دولت مخالفین تجهیزوي او په افغانستان کې د ځانمرګو بریدونو لپاره یې افغانستان ته را استوي.
په  امنیتي چارو کې د ولسمشر کرزي سلاکار په عین حال کې زیاته کړه چې افغانستان غواړي له همدې ګاونډیانو سره ښې اړیکې ولري، خو هېڅ هېواد ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان او امریکا د سټراټژيک تړون مخه ونیسي.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا له څرګندونو څوټکي د پام او غور وړ دي.
۱: د څلورو ټکیو په اړه چې ویلي یې دي پر سر یې موافقه شوې ده، ظاهرا ډېرې په زړه پورې ښکاري، خو په عمل کې هېڅ تضمین شتون نه لري چې امریکا پر خپلو ژمنو عمل وکړي او دا هماغه ژمنې دي چې لس کاله وړاندې د بن په غونډه کې هم شوې وې، آیا اوس دلسو کالو په تېریدو سره دې ژمنو پرځایښت موندلی دی؟ ځواب یې منفي دي او اوس له لسو کالو وروسته د امریکا وضعیت  د لسو کالو پخوا په پرتله څو چنده بدشوی او همدارنګه که بده هم نه وای، امریکا داسې هېواد نه دی چې د افغانستان په شان مظلوم او کمزوري هېواد پر وړاندې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.
۲:
امریکا په دې موافقه کې هم د داسې تړونونو په لاسلیکولو پسې ده چې له افغانستان سره یې په ۲۰۰۳ میلادي کال کې لاسلیک کړی و چې له مخې یې امریکا په افغانستان کې ټول واکه ده.
په تېرو لسو کالو کې یې چې څه غوښتي کړي یې دي او اوس هم د هماغه آزادۍ او خپلسرۍ پر تعقیبولو پسې ده چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار اشاره نه ده ورته کړې.
۳:
درېیم دا چې رنګین دادفر سپنتا یوازې دوو اختلافي ټکیو ته اشاره کړې چې یو د شپې مهال خپلسري عملیات دي او بله هم په افغانستان کې د امریکا د زندانونو موضوع ده، چې البته دغه دواړه ټکي هم پر خپل ځای مهم دي، یعنې د افغانستان دولت امریکا ته اجازه ورکوي چې په هېواد کې یې د ورځې مهال خپلسري عملیات ترسره کړي، او دزندانونو موضوع چې امریکا یې  افغان دولت ته په ورکولو نه ده راضي، معنا یې داده چې امریکا غواړي چې دا حق ولري چې مخالفین او مجرمین په خپلو زندانونو کې وساتي.
او یا که په افغانستان کې دامریکا کوم عسکر جرم وکړ، نو یوازې د امریکا په زندانونو کې به ساتل کېږي او له دې دوو ټکیو پرته، نورو شکونو او ګونګتیاو ته اشاره نه ده شوې.
مثلا په افغانستان کې د امریکايي عسکرو د اوږدمهاله شتون څرنګوالی دی چې لا تر اوسه نه دی تعریف شوی چې د افغانستان تر قانون لاندې به شتون ولري او که د امریکا تر قانون لاندې؟
که چېرې یو امریکایی جرم وکړي، د کوم قانون له مخې او چېرې به محاکمه کېږي، او همدارنګه په افغانستان کې د میشتو امریکايي عسکرو له خوا. د امریکا د مخالفینو د تعقیبولو موضوع هم ګونګه ده چې امریکا کوم مخالفین له د افغانستان له خاورې تعقیبوي او چېرې به یې تعقیبوي؟
د سیمې ډېر هېوادونه له امریکا سره مخالف دي، نو امریکا کولای شي د افغانستان له خاورې ددې هېوادونو پر وړاندې پوځي اقدام وکړي.
۴: وروستی ټکی دادی چې هغه ګاونډي هېوادونه چې په افغانستان کې لاسوهنه کوي، طالبان تجهیزوي او افغانستان ته یې د ځانمرګو بریدونو لپاره استوي، دامریکا سټراټژیک ملګري دي، له هغوی سره مرسته کوي او له ترهګرۍ سره تش په نامه مبارزه کې د هغوی د رول ستاینه کوي.
نو امریکا ولې له دې هېوادونو سره دغه مسئله نه مطرحوي.
حقیقت دادی چې امریکا د افغانستان د جګړې بشپړ پای ته رسول نه غواړي، بلکې دجګړې ددوام غوښتونکې ده، او که جګړه پای ته ورسېږي، امریکا به د افغانستان نیواک ته څنګه دوام ورکړي او ځنګه به په دې هېواد کې اوږدمهاله شتون ولري.
عاشق حسین طوري