لمحه فکريه!!!

\"\"

وسیم سجاد،کابل
د ۹/۱۱ پیښی په مونږ مستقیم اغیز درلود. دغی پیښی زمونږ د هیواد داسی یو حکومت له منځه ویوړ چی په ټول هیواد کی یی له ګډوډی وروسته یو بی ساری امنیت ټینګ کړی وو. په زرګونو نوی کونډی منځ ته راغلی!!! د یتیمانو په تعداد کی په درجنونو سیوا وشوله!!! کورونه ړنګ شول!!! فصلونه تباه شول!!! په توری بوړی ۱۵۰،۰۰۰پونډه بم وغورځول شو!!! کلسټر بمونه استعمال شول!!! هایدروحنی بمونه استعمال شول!!! مونږ د نانځکو په څیر ووژل شوو!!!
قومي مشران مو ووژل شول خو دیوه په اړه هم نه پلټنه وشوه او نه هم تحقیقات!!!
ماشومان مو ووژل شول!!! په ودونو مو بمباری وشوی!!! جوماتونه مو شهیدان شول!!!
زمونږ مدافع وکیل په بی پیلوټه بمباریو کومه حقوقي او قانوني اجنډا وړاندی نشوای کړای!!!
زمونږ د حقوقو او ژورنالیزم محصل د ۹/۱۱ او په مونږ باندی یی اغیز تر سرلییک لاندی کوم تیزس ونشوای لیکلی!!!
زمونږ لیکوال په دی پیښو له درد څخه ډکی کیسی ونشوای لیکلی!!!
زمونږ روشن فکر په دی اړه کوم بحث ته لار ونشوای پرانیستله!!!
زمونږ معتدل مولا په دی اړه د روا او ناروا کومه فتوا ورنه کړای شوه!!!
زمونږ سیاستوال په دی اړه د کومی ځانګړی ډیپلوماسی او له دی جنجاله د وتو کومه پالیسي وړاندی نشوای کړای!!!
په کابل کی په درجنونو خصوصي پوهنتونونه شتون لري خو د ۹/۱۱ په مونږ یی اغیز تر عنوان لاندی کوم کانفرانس پر لار وانه چول شو!!!
د کابل پوهنتون د ۹/۱۱ په اړه کوم سیمپوزیم جوړ نشو کړای!!!
زمونږ حقوق بشر په دی اړه کوم تخنیکي راپور برابر نشوای کړی!!!
زمونږ روان شناس کومه څیړنه ترسره نه کړه چی مالومه کړي له ۹/۱۱ مو په وطنوالو کی کوم ډول ویری پیدا کړی!!!
دا ټول ولی؟ مونږ کوم ډول ویښ ملت یو؟ ایا مونږ هم کوم احساس لرو؟؟؟ مونږ هم ځانونه ژوندي بولو؟؟؟
leekwal@yahoo.com