اسلام،مسلمانان او سیکان له ۹/۱۱ څخه وروسته!!!


وسیم سجاد،کابل
سپټمبر۲۰۱۱،۱۱

\"\"
 \"\"
د امریکایانو د لچسپي په اسلام کی د ۲۰۰۱ په اخري ربع کی زیاته شوه. ددی مهم دلیل په نړیوال سوداګریز او پنټاګون حمله وه چی په ۹/۱۱ کی ترسره شوه. نړیوال او امریکایان دی ته وهڅیدل چی پوه شي چی اسلام څه شی دی؟
د ترهګرو نظریات څه دي؟ د مطالعاتو او څیړونو په نتیجه کی خلک دی نتیجی ته ورسیدل چی اسلام د مینی، عدالت، رحمت دین دی. د ۹/۱۱ څخه وروسته اسلام د مطالعی مرکزي مضمون وګرځید. نړیوالو ساینس پوهانو، څیړونکو دا اړینه وګڼله چی د اسلام په اړه څیړنو، مطالعاتو او لوستنو ته مخه کړي. خلک په کتاب پلورنځیو ورمات شول ترڅو د قران کاپیانی هدیه کړي. په یاد ولری چی له ۹/۱۱ څخه وروسته قران د بیست سیلر (ډیر هدیه کیدونکي) کتاب په کټګوری کی شمار شو. له منځني ختیځه عُلما او دین پوهان  د نړیوالو تلویزونی شبکو لخوا په اسلام بحث ته دعوت شول. د امریکی دننه په اسلامي مرکزونو کی بیروبار جوړ شو ترڅو له عُلماوو امریکایان د اسلام په اړه ویناوی واوري. او ښه خبره خو لا دا چی داسی وړاندیزونه هم ترسره شول چی اسلام باید د ښوونځیو تدریسی نصاب ته هم لار پیدا کړي.
مسلمانو عُلماوو فکر کاوه چی له ۹/۱۱ څخه وروسته به حالات د مسلمانانو په خلاف شي او مسلمان تبلیغیان به ونشي کولای چی داسلام تبلیغ په ښی طریقی سره مخی ته بوزي. خو داسی ونه شول. الله د خپل دین مرستندوی شو. خبرونه دي چی د برطانیی پخوانی لومړی وزیر او د منځني ختیځ لپاره د ملګرو ملتو ځانګړی استازی هم د قران مطالعه او څیړنه کوي. د برطانیی د شاهي کورنی غړي شهزاده چارلس خو د مذهبونو ترمنځ د همغږی په اړه څو ویناوی په اکسفورډ او دنړی په نورو مشهورو پوهنتونونو کی ترسره کړی. اوباما د خپل واک په لومړي کال کی مصر ته لاړ او ستر ازهر کی یی د زرګونو علماوو په وړاندی د اسلام په بیلا بیلا اړخونو جامع وینا وړاندی کړه که له یوی خوا د ۹/۱۱ پیښی له ځان سره ښیګڼی درلودی خو ځورول هم ورسره مله وو.
مسلمان ماشومان، په ښوونځیو کی ووهل شول، وترهول شول، په مخونو یی لاړی تو شوی خو یوه ښه خبره دا وه چی دی ټولو ځورونو او توهینونو خلک دی ته اړ کړل چی وپوښتی اسلام څه شی دی؟ مسلمانی ښځی ولی حجاب په سر کوي؟ د حجاب فلسفه څه شی دی؟ امریکایانو فکر کاوه چی اسلام د چاودنو تر شا وو. مسلمانان ددغو حملو په لار اچوونکي وو؟
د مسلمانانو سره تبعیضی رویه وشوه هغه هم په داسی حال کی چی په امریکی کی د مذهب په نامه توپیر او جدوالی او بیلوالی په خپل اصل کی جرم دی.
په امریکی کی د اوسیدونکو مسلمانانو په کورو چپی واچول شوی؛ دوی ونیول شول؛ پوښتنی ګرویږنی تری وشوی: ته د کوم ځای یی؟ د لمانځله لپاره کوم جومات ته ځی؟ په خطبه کی څه شی ویل کیږي؟
د ډیرو تنګونو له وجی مسلمانانو امریکه پریښوده، کار وبار یی وتاړه او بیرته خپلو، خپلو ملکونو ته وګرځیدل. ځینی مسلمانان لا تراوسه په جیلونو کی دي. په مسجدونو حملی وشوی، مسلمان ټکسی موټروانان وویشتل شول، په دوکانونو یی حملی وشوی.
جهان سعید عربی النسله امریکایی دی. کال دوزره نهم کی دری جینکیو هغه ونیوله او حجاب یی تری لری کړ. دا وایی چی دی جینکیو ورته کنځاوی هم وکړی. کله چی دی دا موضوع د ښوونځي سیکیورټی سره شریکه کړه، هغوی ورته ویلي ول چی دومره مهم کار نه دی ورسره شوی.
تیر کال ۴۳٪ مسلمانانو په محاکمو کی عرایض ثبت کړل. په درجنونو جینکیو پولیسو ته شکایتونه کړي او پولیسو دومره ورته ویلي ښه به وي که دا کار بیا ونه کړی (که حجاب په سره نه کړی)
خندوونکی خبره داده چی سیکان هم له مسلمانانو سره غلط شویدي. سیکانو سره د مسلماناو په څير رویه شویده:
راجدر سنګ وایی چی له ۹/۱۱ وروسته یوه ورځ زما په یو انډیوال باندی هلکانو حمله وکړه ؛ د هغه پګړی یی وغورځوله کله چی زه دهغه کمک لپاره لاړم نو زه یی دومره ووهلم چی بی هوشه شوم چی علاج می لا تراوسه نه کیږي قرضدار شوم، عاید می لاړو. کاروبار می ختم شو.
حکومت هم په خپلو پیغامونو کی خلکو ته دغه خبره یقینی کړه چی مسلمانان، عرب، او سیکان یی په ټولنه کی د جاسوسانو رول لوبوی. د مسلمانانو بی باوري تر دی حده دي چی فکر کوي په دوی یو ډول نظارت روان دی او حکومت ورته د جاسوسانو په سترګه ګوري!!!
په دی اړه نوره کیسی هم شته چی ددی اونی په جریان کی به یی درسره شریکی کړم.
leekwal@yahoo.com