بن لادن خبرونه جوړکړل،تاریخ نه!!!

 سپټمبر۲۰۱۱،۱۱
\"\" 
د لسو کلونو تر ټولو لویه لاس ته راوړنه داوه چی نړی له پخوا ډیره سره نږدی شوې او تراوسه هیڅوک هم د پیښی مسول نه دی ګڼل شوی!!!
 
لیکوال: ډیویډ میلیلنډ
 
ژباړن: وسیم سجاد،کابل

لس کاله وروسته له ۹/۱۱ نوی باب پرانیستل شو. فرانسوي اخبار لی مونډ یو مضمون لیکلی وو چی عنوان یی وو: د بن لادن لسیزه. خو ایا دا سیی دی؟
د تیرو لسو کلونو په جریان کی د برازیل، هندوستان، روسیی، او چین مجموعي پرکپیټه له ۸.۴ څخه ۱۸.۳ ته لوړه شویده. چی په دی سره د انګریز دوخت کپیټلیزم ماته وخوړه.

برعلاوه دا دا نټرینټ لسیزه وه. انټرنیټ په دی لسیزه کی نړیوال شو. له ۳۶۰ ملیون وګړو څخه چی انټرنیټ یی په ۲۰۰۰ کال کی  استعمالاوه، د مستفدینو تعداد ۲ بلیون وګړو  ته ورسید. داسی یو وخت وو چی د امریکی حملی په عراق باندی نړی سره ویشلی وه؛ خو داسی وخت هم راغی چی په ملیونونو مسلمانان د ازادو حکومتونو په لټه کی را پورته شول. دوی دغه مهال نړیوال جهاد نه غوښت بلکی دیموکرات حکومتونه یی غوښتل.
دغه هڅی چی په عربو کی پیل شوی دي؛ اسامه یی سر لښکر نه دی. یوه خبره په یاد ولری چی القاعده پرون هم خطره وه او نن هم. القاعده چی له نن څخه ۳۰ کاله وړاندی په اسلامي نړی کی تولد شوی؛ یو محلی تحریک نه دی. نړیوال حرکت دی. نه داچی وړوکی تغیر غواړي بلکی د یو لوی اوښتون په لټه کی ده.
په حقیقت کی د ترهګری خلاف جګړه د ګمراهی اړخ ته لاړه؛ خلکو ته القاعده د یوی بلی ترهګری ډلی لکه ای ار ای، دی بادر مینهوف مافیا، یا لکه ریډ بریګیډ په حیث ور وپیژندل شوه. القاعده داسی ډله نه وه او نه هم دی. غلطو تبلیغاتو له اسامه هم د تاریخ لوړ شخصیت جوړ کړ.

کوم جنګ چی امریکی په لار اچولی—او نور لویدیځوال هم ورسره د ګوډی پښی ماله کوي—القاعده یی ضعیفه کړی او ظرفیتونه یی ورته له منځه وړي دي. خو دا هم یوه ګمراه کوونکی لار دی چی تعقیب شوی چی سیاستوال یی د نوو اصولو، مقرراتو لپاره تعقیبوي ترڅو په یو بل متکي نړی ولري.
زه په دوه زره یو کال کی زمونږ د تصمیم لپاره بدیل نه ګورم. تصمیم دا وو چی طالبان باید وپرځیږي او واک باید پریږدي. تراجیدی هم داوه. هغوی وپرځیدل، مونږ وګټله خو سوله لاړه.د ۲۰۰۱ په ډیسمبر کی په بُن کی د افغانستان د تقدیر او اساسي قانون په اړه غونډه وشوه خو طالبانو او نورو ډلو ته پکی ځای ورنه کړل شو.
خبره دادی چی امریکی خپله دیموکراسي له لاندی په پښو درولی او فدرالی سیسټم لري خو افغانستان دا ډول هیواد نه دی. هوری مرکزیت له هر څه مهم او اړین دی. افغانستان چی د نړی یو له هغو هیوادو دی چی متمرکز اداري سیسټم لري خو ټولنه یی بیا غیر متمرکزه دی نو څنګه به په هغو دا ډول دیموکراسي تطبیق شي؟

بدبختانه سره ویلای شو چی د طالبانو هغو پیغامانو ته چی له جنوبه او له خپل مرکز کندهاره یی ورکول ښه غوږ ورته کی نښودل شو. وانه وریدل شول.هغو طالبانو چی غوښتل له سیاسته لری او غلي پاتي شي مجبور شول چی پاکستان ته پناه ویسي چیری چی هغوی ټول بیا سره یوځای شول. دنظامي ځواب پرځای باید د ډیرو پیښو په مقابل کی له سیاسته او ډپلوماسی کار اخیستل شوی وای.  

د اوسني حالت ښه پیژندګلوي د امریکی د باندنیو چارو پخوانی وزیری میډلن البرایټ له وینا څخه ښه څرګندیږي چی ویلی یی ول: د ساړه جنګ پر مهال مونږ داسي وو لکه چی سړی په پاناما کانال کی کشتی بیایی؛ دبرلین ددیول له چپه کیدو وروسته داسی وبرښیده چی اوس مونږ کشتی په انګریزی کانال کی مخکی بیایو؛ شاوخوا ښی ډیری اوبه دي خو وچه هم مالومیږي. دنن ورځي باندنی پالیسی هم دا ډول دی. مونږ په یوه بی بره بحر کی یو چی شاوخوا یی کوم مقررات او اصول نشته؛ وچه هم نه ښکاري.

که دا رښتیا وي، نو مونږ ځینی اړینی دندی لرو چی باید پری کار وکړو. ډیپلوماسی ته باید یو ځل بیا په نړیوال سیاست کی ځای ورکړل شي. د امریکی پخواني مرحوم ډیپلومات ریچارډ هولبروک یوه ورځ راته ویلی وو چی له ۹/۱۱ څخه وروسته مونږ ″د نظامیتوب پالیسی″ در لوده. مونږ اوس اړتیا لرو چی دا خبره بدله کړو. نن چی په نړی کی مونږ له غیرمتجانسو ننګونو سره مخامخ یو، باید د امریکی ددفاع وزارت کاري لارښود ته مراجعه وکړو.د ترهګری خلاف مبارزی کی باید؛ سیاست لومړنی کړو.

په پای کی باید دومره ووایم چی لویدیځ باید یو ځل بیا د کثیرالملتي ټولنی ځانګړنی خپلی کړي. دا سخته ده چی په اروپا کی، هیڅ څوک نه غواړي چی د یونان د بیل مسولیت په خپله غاړه واخلي. خو کثیرالملتوالی د نړیوال محافظت د پالیسی برخلاف د ځواک او واک څخه په غلطه ګټه اخیستنه برخه ده. اروپا اوس هم قوي بنسټونه لري. په حقیقت کی منطقوي بنسټونه په عربی دنیا، افریقی، لاتینی امریکی، او په ختیځه اسیا کی دغه بنسټونه د ماشومتوب له مرحلی تیریږي.

په دی تیرو پیړیو کی، مونږ تراوسه دری د نړیوال نظام سیستمونه لیدلي دي:اقتصادي او نظامي حاکمیتونه؛ د واک او ځواک مساوی توب او موازی توب؛ او مشترک حاکیت. دوی کولای شي یو تربله سره ژوند وکړي او د نړی په مختلفو برخو کی یی له ۱۹۴۵ څخه وروسته پیر کی  کار هم کړیدی.
خو امریکا په اقتصادي او نظامي ډول په شاتنیو پښو ولاړه دی. هندوستان او چین د نوي قدرتونو په حیث ځلیږي او منځ ته راتلونکي دي. اروپا تراوسه کور دننه د ستونځو په حلولو لګیا دی تراوسه یی د اهڅه نه دی کړی چی دنړیوال لوب غاړي په حیث رول ولوبوي.

مونږ باید د ځواک په بلنس هم فکر وکړو؛ دلته له دولتونو ډیر ملتونه  مطرح دي. څنګه چی د عربو انقلابونو وښودله، د مالوماتو هر ځای والی دا مانا ورکوي چی راتلونکی ایتلافونه باید په ټیټه کچه یعنی د کلیو،والسوالیو په سطحه باید منځ ته راشي نه په لوړه کچه.

دریمه او مهمه موضوع داچی مونږ د طبیعی زیرمو داسی مرحلی ته ننوځو چی له کمبوده ورته بل هیڅ لغات نه لرو. که د یونان پړه په اروپا اچوی نو د وچکالی او فقر او د خوراکي توکو د نرخونو پړه په چا اچوی؟ دا یواځی او یواځی د چاپیریال مربوط سوالونه او پوښتنی نه دي. دا د عدالت او مسولیت پوښتنی دي. ددی لپاره جدي او ځواکمنو منطقوي او بین المللی بنسټونو ته اړتیا ده چی دغو پوښتنو او ویرو ته ځواب ووایی.
نو خبره دادی چی هیڅوک هم مسول نه دي. دا د نړی تر ټولو مهم له ستونزو ډک وخت دی. خلک خپلو کی سره ډیر نږدی شوي.  

یوه پیړی مخکی، نوبل جایزی ګټونکي د لوی سراب پر سر بحث کی ویلي ول چی اقتصادي تضمین، نظامي پراختیا منځ ته راوړي نه سر چپه یی. او زه خو وایم چی هیڅ یو یی بی له سیاسی بصیرت څخه امکان نلري. او دا د۹/۱۱ ترټولو مهم او اوچت درس دی چی مونږ یی زده کولای شو.
 
ډیویډ ملیبنډ د۲۰۱۰-۲۰۰۷ کی د برطانیی د باندنیو چارو وزیر و؛ دا مهال د پارلمان غړیتوب لري.

leekwal@yahoo.com