په ګوانتنامو کی زمونږ هم څوک شته!!!


وسیم سجاد،کابل
سپټمبر۲۰۱۱،۱۱
ګوانتنامو بی دهغو مهاجرینو لپاره چی له کیوبا، ډومنیکن جمهوریت او هایتي څخه به امریکی ته د پناه لپاره راوښتل جوړ شوی؛دا چی زمونږ د کلیوالو نصیب هوری وشو؛ مُلا عمر او جهادی پنډتانو ته دی دعاوی کوي!!
ما په ګوانتنامو کی د پرتو افغانانو لاندینی نوملړ برابر کړیده. خدای دی وکړي چی له دی هم د افغانانو تعداد هوری کم وي. که تاسو څه مالومات لری نو مهرباني وکړی شریک یی کړی چی په اړه یی ګ‌ډی هڅی وشي.
په ګوانتنامو کی بند افغانان په لاندی دلایلو  سزا ګالي:
الف: پاکستان له خپل ځانه د شر لری کولو په تور او یا هم پاکستانی استخباراتو د پیسو لاس ته راوړلو لپاره نیولي
ب: د هیواد دننه د ترجمانانو دغلطی ترجمانی سزا ګالي
ج: د شخصي دوښمنیو او شیطانیو ښکار شوي
د: په مخامخ جګړه او یا هم د ملی امنیت چارواکو نیولي
که کوم نور دلایل هم شتون لري؛ مهرباني وکړئ و يې ليکئ چی زمونږ مالومات هم اضافه شي او په اړه یی پوه شو.
نه پوهیږم چی افغان حکومت به ددوی د خلاصون لپاره کوم اقدام کړی وي او کنه؟ د اوباما د انتخاباتو یو شعار دا هم وو چی د ګوانتنامو بدنام زندان به تړي خو سوال دادی چی افغان چارواکو ولی ونشو کولای چی تور دی ته وهڅوي چی زمونږ هغه یی مونږ ته تسلیم کړه؟
ګوانتنامو که هر څه دی خو له بګرام او کندهاره شرف لري!!! که ستاسو ګاونډ، کلي او یا له کورنی څخه کوم څوک دلته پروت وي نو مهرباني وکړی په اړه یی مالومات شریک کړی. کیدای شي یو څوک یی غم وخوري.
د افغان حقوق پوهانو او مدافع وکیلانو دی ملاوی ماتی شي چی په دی اړه یی په هیڅ قانوني لارو چارو فکر او غور ونه کړ. له حقوق بشر ګیله من یو چی ددی بیچاره ګانو حال او احوال پوښتنه یی ولی ونه کړه؟ له مدني ټولنه ګیله لرو چی ددی بی ګناوو په حق کی یی ولی لاریون ترسره نه کړ؟ مالومه نه ده چی د لاندی لیست خلک ازاد شوي که اوس هم په قید کی دي؟ کوم تور پری پوری شوی او کنه؟ ایا اوس هم د امریکی په توقیف کی دي که خپلو هیوادونو ته د څيړنو لپاره تسلیم شویدي؟
لاندی لیست ما برابر کړی او له انټرنیټه می یی نومونه راخیستي؛ د ډیر قناعت وړ هم نه ده خو تاسو یی غني کولای شی:
۱.نور اسلم
۲.بسم الله،۹۶۸
۳.مُحِبُ الله بارِکزی
۴.محمد نعیم فاروق
۵.مولا فاضل، دطالبانو د امارت د وخت لوی درستیز
۶.محمد حاجی فیض، په ۲۰۰۵ کی خبر ورکړل شو چی نوموړی مریض او ضعیف ده
۷.عبدالغفور
۸.اول ګُل
۹.حمیدالله
۱۰.مولوي خیرالله خیرخوا، د طالبانو دوخت د هرات والي
۱۱.الف خان
۱۲.عزیز خان
۱۳.جمعه خان
۱۴.حاجی محمد خان
۱۵.میرزا خان
۱۶.نصرت خان
۱۷.وزیر محمد
۱۸.محمد میرزا
۱۹.شاه محمد
۲۰.نقیب الله، نوموړی وړوکی ماشوم ده خو چی خلاص شوی او کنه؟
۲۱.نورالله نوري
۲۲.نورالله
۲۳.حاجی عثمان
۲۴.محمد عثمان
۲۵.عبدالرحیم
۲۶.عبدالرحمان اسدالله
۲۷.رحمت الله
۲۸.مولا رووف
۲۹.عبدالرزاق
۳۰.عبدالرحمان
۳۱.رستم
۳۲.هبیر(خبیر) رسول
۳۳.سراج الدین
۳۴.سلیمان شاه
۳۵.سلیمان شاه
۳۶.رستم شاه
۳۷.نهر شاه
۳۸.شریف الله
۳۹.شربت
۴۰.مولا شهزاد
۴۱.محمد صدیق
۴۲.محمد طاهر
۴۳.اسدالله
۴۴.ولی محمد
که دبګرام، کندهار او یا نورو زندانونو په اړه مالومات لری د انټرنیټي پاڼو له لاری یی له نړیوالو او افغانانو سره یی شریک کړی؛ ثواب به حتماً ګټۍ.
leekwal@yahoo.com