
هرکال د سپتمبر یوولسمه نیټه افغانانو ته د هغې واقعې یاد تازه کوي چې په هغه کې دوی هیڅ ډول نقش نه درلود خو د هغې تر پلمې او پردې لاندې ، امریکایي استعمار دلسګونوزرو بیوزلو او معصومو افغانانو پاکې وینې وبهولې او لا بهوي یې ، دا په داسې وخت کې و چې افغانان نوي د دوولسیزو د جګړې څخه راوتلي او د اسلامی نظام په څرک یې سترګې خوږې شوې وې . د افغانستان اسلامی امارت له همغه پیل څخه تل غوښتنه کړې چې ددې پیښې بیطرفانه تحقیقات دې وشي خو لاتراوسه امریکا او ملګرو یې د اسلامی امارت ددغې منطقي غوښتنې په مقابل کې په کروزو، یورانیمو او نورو زهرجنو وسلو ځواب ویلی دی . دا به د تل لپاره د غرب ددیموکراسۍ په لمن داغ وي چې دد غې مرموزې واقعې تر پلمې لاندې ، امریکا او ملګرو یې په لسګونوزره مسلمانان شهیدان کړل چې په هغه کې ماشومان، سپین ږیري او ښځې شاملې دي حتی د څو ورځو تنکي ماشومان یې هم نه دي پرې ایښي . د ترهه ګرۍ سره د جګړې تر ناموجه نوم لاندې یې زمونږ کلي، باغونه ، شنه فصلونه او حتی ښارګوټي له مینځه یوړل . همدا اوس هم امریکایان او ملګري یې د ړندو بمباریو او د شپې د چاپو په ذریعه بیګناه افغانان شهیدانوي او په زرګونو افغانان یې د ګوانتانامو، بګرام او کندهار په زندانونو، د شیڼ ډنډ، ننګرهار مزارشریف ، خوست اونورو بیسونو کې بندیان ساتلي . پرله پسې وحشیانه شکنجې ورکوي چې ددې هیواد په لسګونو اصیلو بچیانو تر شکنجو لاندې سا ه ورکړې ، دا ټول د بشر ضدجنایات د هغه چا له خوا ترسره کیږي چې ځان ته په نړۍ کې ددیموکراسۍ سرخیل او د بشر د حقوقو ټیکه دار وایي ؛خو ددوی د بیځایه غروراو وحشت سره سره ، داهم د یادونې وړده چې په اصولو ولاړ همدې غیرتي افغان ولس امریکایي استکبار ته داسې غاښ ماتوونکی ځواب ورکړ چې ددوی په خیال او ګمان کې هم نه راته او اوس د ویر او غم ګوتې چیچي . افغانان د ایمان او افغاني غیرت په هغه وسله سمبال دي چې هغه نه د امریکې په وسله تونونو کې شته او نه یې د ملګرو په زیرمه تونونو کې اونه هم دښمن دهغې وسلې د دفاع وسایل لري زمونږ یقین دی چې په پای کې به د مادي وسلې په مقابله کې ایماني وسله بریمنه وي ، ان شا الله . همداشان مونږ یوځل بیا د نړۍ د ټولو خواوو نه غوښتنه کوو چې د امریکې په جنګ خوښوونکو استعمارګرو چارواکو زور راوړي چې په اصطلاح د تروریزم تر غیرمعقول نوم لاندې دې د افغانانو په ټاټوبي او طبعي منابعو خیټه نه اچوي او نه دې د افغانانو پاکې وینې د خپلو استعماري اهدافو لپاره بهوي کنه نو اوس افغانان دمقابلې او اوږدې جګړې خورا ښه حوصله لري، او د یوه سرتاسري پیل شوي پاڅون په ذریعه به دوی هم د پخوانیو ماته خوړلو امپراطوریو په څیر د تاریخ کندې ته وسپاري . ان شا الله. د افغانستان اسلامی امارت