د اطلااتو  او کلتور وزارت خبرتيا!

د اطلاعاتو او کلتور وزارت په پام کې لري چې د روان لمريز کال د تلې د مياشتې په دوهمه نيټه چې داکتوبر له دويمې سره سمون لري ( پکتيا د تاريخ په اوږدوکې ) تر سرليک لاندې يوعلمي ، تاريخي اومعلوماتي سيمينار جوړوي .نو له همدې امله ښاغلو استادانو ،پوهانو او څيړونکو ته خبرورکول کيږي چې که د موضوع اړوند علمي او څيړنيزې ليکنې لري او يايې تر ټاکلې مودې پورې تيارولاي شي نو د اطلاعاتو او کلتور په وزارت کې دې د سيمينار د تياري او انسجام کميسون سره په اړيکه کې شي او په خپل ګډون سره د سيمينار ته لا ښکلا ور وبښي .
 
پاکطين :٠٧٧٧١٨٩٩٠٣ د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو عمومي رياست