خوستمېشتي بايد د غیرقانوني ځمکې تبادلې مخنيوی وکړي.

د ځمکو غصب هغه افغانستان شموله مسله ده، چې د افغانستان په ټولو ولايتونو کې روانه ده، له يوې خواء د ځينو ولاياتو مسوولينو د يادې لړئ د مخنيوي لپاره د لازمو تدابيرو او کوټلي ګامونو اخيستلو خبرې کوي، خو له بلې خواء داسې اشخاص هم شته، چې د ځينو وزارتونو په شمول يې د ولسمشرۍ له دفتر څخه هم په غیرقانوني شکل سره د ځمکو د تبادلې اسناد په جعل او تذویر اخيستي، چې د يو ولايت ځمکه د بل ولايت له ځمکې سره تبادله کوي، داسې کیسه شايد په نورو ولایتونو کې هم شوي وي، مګر زموږ په خوست ولایت کې يې په خپله زه او زموږ نور ټول خوستمېشتي شاهد دي، چې د ملک خيال بدين په نوم یو شخص، د بلخ ولايت څخه يې ۴۲۰ جريبه ځمکه د خوست ښار شاوخواء ۴۲۰جریبه ځمکې د تبادلې امر يې ولسمشر د دفتر څخه راوړی وه، خو له کله چې د خوست ولايتي ادارې هڅه پیل کړه، چې د يادې تبادلې په اړه هر اړخيز معلومات لاسته راوړې، نو پايله يې داشوه، چې د ملک خيال بدين ترتیب شوي ټول اسناد په جعل کارۍ جوړ شوي دي، هماغه وه، چې د خوست ولايت مقام وياند دوه ځلې د ياد شخص د ځمکې د تبادلې خبره رد کړې، او په مطبوعاتي ناستو کې د ټولو مطبوعاتو په مخکې ياده تبادله غیرقانوني بللې، ټولو هغه اشخاصو ته چې د ملک خيال بدين لخواء ورباندې ځمکه خرڅېږي، اخطار وکړی، چې بايد له داسې ځمکو اخيستلو دې ډډه وکړي، چې نه خو قانوني ده او نه دې آینده کې ځانته مشکل پیدا کوي، دا چې د خوست ولايتي ادارې په تېر يو نيم کال کې د نورو لاسته راوړنو تر څنک لويه لاسته راوړڼه د ځمکو د غصب مخنيوی يادېږي، ټول خوستمېشي يې ملاتړ کوي، او د خپلې ولايتي ادارې څخه په کلکه غوښتنه کوي، چې بايد په هره طریقه چې وي د يادې تبادلې مخه ونيسي، ځکه چې اوس داسې ګونګوسی اورېدل کېږي، چې ملک خيال بدين د مرکز څخه تعرف خط راوړی او کوښښ کوي، چې د خوست ۴۲۰جریبه ځمکه د ځان په نوم کړي، دا چې د بلخ او د خوست د ځمکې ترمنځ د اسمان او ځمکې قدر فرق موجود، په هېڅ صورت به خوستمېشتي خپله ملک خيال بدين او هغه څوک چې دملک خيال بدين تر شا ولاړ دی او هغه څوک چې کوښښ کوي، خوست له يو بحران سره مخامخ کړي، ونه بخښې او  له خوست ولايتي رهبرۍ څخه په درنښت هیله کوو، چې داسې اشخاص په معلومولو کې دې جدي او کوټلي ګامونه واخلي، چې د ملک خيال بدين تر شاه ولاړ دی، که چيرته د دې کار مخنوی  ونه شي، ډېر امکان موجود دی، چې خوست له يو نه خلاصېدونکي بحران سره مخامخ شي.
سمون