فدايي صيب راويښ شه


ډیری هیوادوالو ته جوته ده چي د میدان وردګو ولایت له پلازمینی کابل څخه یوازي د ۳۰ کیلومټرو په شا او خوا کی فاصله لري دا چي د یاد ولایت په اړونده ولسوالیو او پرتو سیمو کی څه حالت روان دی په دي خو نه والی صیب او نه یی هم درباریان سر خوږوی.
دا چی د مرکز اړوند اوسیدونکو ته کومه ستونزه پیدا شی پرته له شکه باید له والی صیب او یاهم د ولایت له اړونده ادارو سره  یاده موضوع شریکه کړې او خپله عرض پاڼه د ولایت تر مقام پوري ورسوی. والی صیب تاسو چی د سیمنټی دیوالونو تر شا ناست یاستی او له ځان څخه مو په درجنو عسکر را تاوکړی د ولایت د مقام مخ ته مو هغه د زرداد پاټک جوړ کړي نو مظلوم ملت به څرنګه وکولای شی چی خپل غږ ستا تر غوږو پوري در ورسوی.
د سیمیزو ارګانونو کمیسون او ولسمشر کرزی صیب ته هم نور دا ملت حیران دی چی دوي د والیانو په واسطه یواځی د ولایت ودانی ساتی او که والی صیبان یی د اړونده ولایتونو د اوسیدونکو د چوپړ په موخه په دنده ګمارلی که د چوپړ په موخه یی ګمارلی وي نو چوپړ خو د پاټکونو او سیمنټی دیوالونو له شا څخه نه تر سره  کیږی.او که والی صیب د چوپړ ادعا لری نو بیا زه دا شان چوپړ ته حیران یم! چی د ولسوالیو اړوند ه د قضا چاری د مرکز میدان ښار په محکمه کی تر سره کیږی.
د قضاچاری او ولسوالی خو لا پر ځای پریږده خپله د میدان ښار له حال څخه خو ځان خبر کړه د میدان ښار په ښاروالی کی څه روان دي فدايي صیب د اسمایی مینی د پروژی له ویش څخه خبر یاستی که نه؟ زه باورلرم چی خبر به یاستی ځکه د هستوګنی د نمرو د ویش خبره ده .
د اسمایی مینی د هستوګنی د کورونو د نمرو ټول شمیر د ښار او او کورجوړونی له پلان سره سم د ۶۳۰ په شاوخوا کی دی خو د اسمایی مینی د ویشل شویو کورونو شمیر اوس مهال نژدي له ۱۰۰۰ څخه اوړي. له ۳۵۰ نمرو څخه یی ډیري غیر قانونی ویشل شوی. غیری قانونی ویشل شوی  نمری ټولی د قانونی نمرو اړوند شنه سیمه(ساحه سبز) پارک او یا هم د ښوونځی سیمه ده.
والی صیب لږ را ویښ شه او له ښاروال څخه خو پوښتنه وکړه چی دا ولی او که چیری پری خبر یاستی نو بیا یی ولی مخنیوی نه کوی ځکه چی لا تراوسه په یاده سیمه کی د کورونو جوړول ښه په چټکی سره روان دي. یادی نمری خو نه زورواکانو نیولی او نه هم ټوپک سالارانو بلکه د هغه ولایت د ښاروال له لوری چی تاسو جناب یی والی یاستی د یو لړ اسنادو له شتون سره په عامه وګړو پلورل شوی دي او پیسی یی څه د چا او څه د چا جیب ته رسیدلی.
له ښاروال صیب څخه  د یادی سیمی  د سړکونو په اړه و پوښته سړکونه تش په نوم ۴۰ متره او ۲۰ متره دي حال داچی که متر ورباندی کیږدی نو په خپلو مبارکو سترګو به یی ووینی چی د ۴۰ متره سړک پلنوالی یواځی ۲۵ متره او د ۲۰ متره سړکونو پلنوالی یواځی ۱۲ متره دی. والی صیب کله دي چی د ۲۰ متره سړک پلنوالی مالوماوه نو د اسمایی پروژی لومړي سړک مه ګوره ځکه یواځی هم هغه په متر پوره شل متره دی ښاروال ډیر چالاکی دی زه باور لرم چی تاسو به همدغه په تول پوره سړک ته و دروي.
یادی موضوع ته په کتو سره سوال پیدا کیږی هغه چا چی په شنه سیمه (ساحه سبز) دهستوګنی لپاره خالی نمره او یایی هم کور اخستی وی  له هغوی سره به څه ډول چلند کیږی؟؟؟؟ جوړ کور به یی ورانول کیږی او په بدل کی به یی قیمت ورکول کیږی او که څرنګه؟ هغه چا چی(ښاروال او ورسره یاران یی) یادی غیری قانونی نمری پلورلی له هغوی سره به څه کیږی؟
دوهم داچی د یادي موضوع خو ډیر وخت شو لا تر اوسه مو ولی څه اقدام ندی کړی هسی نه چی له کاسی لاندی نیم کاسه خو به نه وی دیادو نمرو له پلورلو څخه خو به ستا سو جیب ته څه نه تویږی. چوپړ خو دي هسی هم  د سیمنټی دیوالونو تر شا دی د دي چاری مخنیوی خو وکړه او که دا دي هم په وس پوره نه وی نو بیا داسی یو کار تر سره کړه چی هم موږ او هم مو ولایت له تاسو نه بیغمه شی له یوی خوا به تاسو هم ارام شی اوله بلی خوا به زموږ ګیله هم نه کیږی او وایو به چی: هر څه چی کیږی خیر دی ځکه چی  ولایت مو والی نه لري.
                                                 د سوکاله هیواد په هیله