
د غونډې راپور، بن، افغانيک، ٢٣ می ٢٠٠٨
د باچا خان ايډوکېشن فونډيشن (http://www.bkefoundation.org)مشر محمد رضا خان* په اروپا کې مېشتو پښتنو/افغانانو ته د دغه ټولنې د فعاليت او د تعليم د لارې د امن د راوستلو په هکله خبرې وکړې.
هغه وويل چې د پښتنو/افغانانو ستونزې د علم د کمي له کبله دي. تقريبا اوه لسيزې مخکې باچا خان دې نتيجې ته رسيدلی و، چې د افغانانو د اصلاح او پرمختگ بنسټيز سنگر علم دی. او د دې مقصد تر لاسه کولو په موخه يې د آزادو سکولونو (ښوونځيو) بنياد کېښودلو. له بده مرغه د انگليس او بيا وروسته د پاکستاني واکمنانو د جبر په نتيجه کې دغه مبارک کار نيمگړی پاتی شو.
د خوشالۍ خبره ده، چې د ښاغليو اسفنديار ولی خان او افراسياب خټک په مشرۍ او لارښوونه د کال ٢٠٠٧ په فبرورۍ مياشت کې د باچا خان ټرسټ تر سيوري لاندې د باچا خان ايډوکېشن فونډېشن پرانستل شو او د باچا خان د يو لوی آرمان د پوره کيدلو په لاره کې قدم کېښودل شو. په لږه موده کې د پښتنو په مرسته نوموړي ټولنې يو مرکزي دفتر، د استاذانو د روزنې اکاډمي او دوه ښوونځي جوړ کړل.
دغه ښوونځي لاندې خصوصيات لري:
١ - د ښوونې ژبې انگريزي او پښتو ده.
٢- ماشومانو ته د ښوونځي يونيفورم، پڼې يا پايزار، کتابونه او نور تعليمي مواد په وړيا توگه ورکول کېږی.
٣- د پښتو ژبې لپاره فونډيشن په خپله کتابونه نوې چاپ کړي دي، چې منځپانگه يی د پښتني تاريخ او کلتور نمايندگي کوي.
٤- د ښوونځي ترانه د غني خان مشهور شعر 'ای زما وطنه د لالونو خزانې زما' ده. چې هر سهار يې ماشومان په شريکه سره وايي.
د باچا خان ايډوکېشن فونډيشن غواړي دغه راز ښوونځې په افغانستان کې هم پيل کړي.
په راتلونکو پنځو کلونو کې دغه ټولنه په پلان کې لري، چې ١٠٠ لومړني (پرايمري) ښوونځي، ٣٦ لېسې،
٥ کالجونه او یو پوهنتون 'يونيورستی' د پښتنو بچيانو د روزنې لپاره جوړ کړي.
په دغو هڅو کې زموږ سره د پښتونخوا، منځني ختيځ، اروپا او شمالي امريکا مېشتو پښتنو/افغانانو هراړخېزې مرستې شوې دي.
له خبرو څخه وروسته د باچا خان ايډوکېشن فونډيشن د کارونو په هکله يو شل دقيقيي مستند فلم وښودل شو.
محمد رضا خان په پيښور کې د باچا خان ټرسټ (http://www.baachakhantrust.org) مرستيال مشر هم دی او په دی هکله د يوې پوښتنې په ځواب کې داسی معلومات ورکړ:
د عبدالغفارخان د وصيت پر بنسټ، باچا خان ټرسټ په ٢٠٠٣ م کال کې د خدای بښلي عبدالولي خان په مشرۍ جوړ شو چې اوسنی مشر يې اسفنديار ولي او مرستيال يې افراسياب خټک دی. دغه ټرسټ لاندې څانگې لري:
§ باچا خان څېړنيز مرکز
د باچا خان، خدايي خدمتگارۍ غورځنگ او د افغانانو/پښتنو د تاريخي، کلتوري او ټولنيزو برخو په هکله څېړنه کوي.
§ باچا خان امن کتابتون
د باچا خان، خدايي خدمتگارانو او د پښتنو د قومي غورځنگ په اړه مواد راټولوي.
§ پښتون رساله
دغه خپرونه په ١٩٢٨ کال کې د عبدالغفار خان په نوښت رامنځته شوې وه. ټرسټ دغه مياشتنۍ مجله يو ځل بيا راژوندۍ کړه.
§ امن پرېس
دلته د پښتو کتابونو، مجلو او نورو مطبوعاتي موادو چاپي چارې تر سره کېږی.
§ Audio Visual Studio
ملي ترانې، قامي سندرې او د پښتنو په کلتور پورې مربوط ويډيوگانې او مستند فلمونه جوړيږي.
باچا خان ټرسټ غواړي په راتلونکي کې خپلې هلې ځلې په لاندې برخو کې لاپراخه کړي:
3 يو تلويزيوني چينل
3 باچا خان کلتوري/هنري مرکز
3 باچا خان روغتيايي فونډيشن
* محمد رضا خان په ٢٠٠٦ کې په واشنگتن کې د جورج ټون پوهنتون نه په بين المللي حقوقو کې ماستری ترلاسه کړی ده. دی د امريکا د وکيلانو ټولنې غړی، اوسمهال د باچا خان ايجوکېشن فاونډيشن مشر ((Managing Director او د باچا خان ټرسټ مرستيال مشر دی.
، بن، ٢٥ می ٢٠٠٨ کالwardak@afghanic.org راپور: يحيی وردک،
AFGHANIC/Dr Yahya Wardak
Besucheradresse:
Justus-von-Liebig-Str 24
53121 Bonn; Postadresse:
Postfach 1327, 53003 Bonn
Tel 0228-409 76 30, Fax 0228-409 7639
wardak@afghanic.org, www.afghanic.org