په هامبورگ کې د افغانستان شپږ ورځنی سمينار

گرانو هېواد والو!
د افغانستان معلوماتي مرکز )افغانيک( او د سياسي زده کړو ټولنه په هامبورگ کی تاسو قدرمنو آغلو او ښاغلو ته په خپل سږني سيمينار کې بلنه درکوي. دغه سيمينار د اګست د يوولسمی نېټې څخه تر شپاړسمی نېټې پورې د نولسم ځل لپاره او په کال کې يو وارې په هامبورگ کې جوړېږي.
ټول هغه افغانان او آلمانان چې د افغانستان له مسايلو او په آلمان کې مېشتو افغانانو د ژوند او ستونزو څخه ځان خبرول غواړي، دلته په زړه پورې معلومات تر لاسه کولای شي.
 
د سيمينار د گډون ونډه سل يورو او د بېکارانو د پاره پنځوس يورو ده.
خپل ماشومان هم ځان سره راوستلای شئ، د گډون ونډه يې څلوېښت يورو او د بېکارانو د پاره شل يورو ده.
موږ د آلمان د حکومت په مرسته ټول د هوټل لگښت او درې وخته خوراک په غاړه اخلو.
د سيمينار ژبه آلماني ده، خو د اړتيا په مهال کې د ځينو برخو ژباړې ته چمتو يو.
د آلماني او افغاني پوهانو لخوا په لاندو مسايلو باندی مقالې وړاندی کيږي:
د ولسمشری انتخابات او د افغانستان اوسنی حالت 
په وروستیو دوولسو کلونو کی د افغانستان اقتصادی پرمختګ
په آلمان کی د افغانی ټولنو او انجو ګانو چتری ټولنی جوړول
Alumni Network Afghanistanد مسلکي افغانانو نيتورک
د افغانانو او آلمانانو تر منځ کلتوري توپيرونه
د آلمان لخوا د افغاني پوليسو مسلکي روزنه
په هامبورګ کی د زړو افغانانو پرستاری
د افغانستان روغتيا او په کابل کی د يو کلينک جوړول
په آلمان کی د افغانانو په هکله د يو ریسرچ معرفی
د افغانستان راتلونکی د مځکی لاندی پرته ده
په کابل کی د آلمانانو د ښوونځي تاريخچه
په افغانستان کی زراعت
په شلمه پېړی کی افغاني موزيک او نمونی
د دغه سيمينار پروگرام او گډون پاڼه دلته (www.afghanic.org)تر لاسه کولای شئ!
د علاقی په صورت کې فورمه ډکه او موږ ته راولېږئ.

که کومې پوښتنې ولرئ يا لا ډېر معلومات پکار وي په دغه پته راسره اړيکې ټينگې کړئ

په درنښت يحيی وردک او اماديس هيمپل
 
AFGHANIC/Dr Yahya Wardak 
info@afghanic.org

www.afghanic.org
Mobile: 01747417306