نسرين ( دماشومانولپاره کيسه )

  ژباړونکي : زرمينه حکيمزی    پخوا زمانو کې یوه بادشاه او یوې ملکې  لویه پاچهي درلوده.دوی به هره ورځ دعا کوله چې خدای دې دوی ته اوﻻد ورکړي ،ځکه دوی اوﻻد نه درلود. بالاخره پاک خدای دوی ته یوه ښایسته لورکۍ ورکړه اوهغه دومره ښایسته وه ،چې بادشاه د دې خوشالۍ له امـــله د یو لوی جشن نیولو اعلان وکړ. بادشاه نه یوازې خپل  خپلوان او دوستان دعوت کړل بلکه د وطن هوښیار خلک یې هم راوبلل چې خپلې دعاګانې شهزادګۍ ته ورکړي. په ټول هېواد کې دیارلس هوښیاران اوسیدل خو بادشاه د ډوډۍ خوړلو یوازې دولس طلایي قابونه درلودل نو ځکه يې دولس هوښياران خبرکړل او یوه ښځه يې راونه بلله. محفل په ډیر خوشالۍ او جوش سره پای ته ورسید او هر چا شهزادګۍ نسرین ته ډالۍ ورکولې . دولسو هوښیارانو هم معجزۀیي تحفې درلودې . یوۀ د پرهیزګارۍ بله د ښایست دریمې دپریمانی او. . .  په دې توګه ټولونسرین ته داسې ډالۍ وړاندې کړې ، چې دهغې اړتیا وې يې پوره کولې . کله چې یولسمې خپله دعا ویله نو دیارلسمه نابلل شوې هوښیاره ناڅاپه راننوته. هغه ډیره په قهر وه ځکه چې هغه نه وه بلل شوې،  بی له دې ، چې سلام ورکړي د غچ اخستلو په خاطـــــريې په ډیــر لوړ أواز سره وویل : (( ِشهزادګی به په پنځلس کلنۍ کې ځان، د تار غړلو (اوبدلو) په څرخ ځان غوڅ کړي او مړه به شي )) اوبې له دې چې کومه بله خبره وکړي بیرته ﻻړه. په سالون کی ټول میلمانه ډیر خپه شول . په دې وخت کې وروستۍ هوښياره ښځه ، چې ﻻیې خپله دعا نه وه ویلي راميدان ته شوه ،هغې هم نشوکولی چې دا ښیرا ورڅخه په بشپړ ډول ليرې کړي خو یو څه یی کمولی شوه نو ویې ویل : ِشهزادګۍ به هغه وخت په یو سل کلن خوب بیده شي او مړه به نشي . بادشاه باندې خوخپله لور ډیره ګرانه وه ، امريې وکړ چې ټول د تار غړلو څرخونه باید وسوځول شي او په دې توګه يې غوښتل خپله لور وژغوري. .نسرین ډیره ښایسته، مهربانه ،هوښیاره نجلۍ وه او په هر چا ګرانه وه خو دهغو هوښیارو خلکو خبرې یوه یوه ریښتیا کيده په هغه ورځ چې د نسرین دپنځلس کلنۍ کالیزه وه مور او پلاریې په کور کې نه وو او دا یوازې په کور کې وه نو دې هم غوښتل چې وګوري په قصرکې څه څه شته. نو هرې خوايی کتل چې چیرته څه دي ، یوه یوه کوټه يۍ ولټوله او په اخیر کی یوۀ زوړ څلي ته راورسیده.یوه تنګه او تیاره زینه پاس ﻻړه وه او په پای کی یوه کوچنی دړه وه ددغه دړې قلف کی یوه زړه زنګ وهلی کیلۍ هم وه.کله چې نسرین دړه کی  کیلۍ تاو کړه دړه په زور سره خلاصه شوه.دا یوه وړه کوټه وه او په منځ کی يی یوه زړه ښځه ناسته وه چې د تار غړلو څرخ باندی یی تار غړلو.     نسرین زړې ښځی ته سلام ورکړ اوترې يې وپوښتل :  ِته څه کوېٌ؟ِ  زه تار جوړوم ٌزړی ښځی ځواب ورکړ. ٌنسرین پوښتنه وکړه : دا څه دي چې دومره ښکلي څرخيږي ؟ نسرین هم غوښتل چې تار وغړي نو ځکه یی څرخ واخیست او په تار جوړولو یی پیل وکړو.همدا چې نسرین څرخ واخیست د هغې هوښیاری ښځې خبره رېښتيا شوه او نسرین ځان په څرخ باندی غوڅ ګړ اوپه هغه پالنګ ، چی هلته په کوټه کې و ویده شوه. خو نه یوازی نسرین ویده شوه بلکی ټول خلک په قصر کی هم ویده شول.پادشاه او ملکه چی هماغه شېبه قصرته راغلي وو دی ټولو خدمتګرانو سره په ژور خوب ویده شول.اوحتی اسونه په غوجل کی سپي په انګړ ک کوتری په بام باندې  او حشرې په دیوال باندی هم ویده شول؛هغه اورچی په پخلنځي کې د پخلي لپاره لګول شوی وهم ويده شو . اشپاز چی هماغه شېبه یی خپل شاګرد د کومې غلطۍ په وجه ویښتو کې نیولی و، هماغسې دواړه ویده شول.شمال هم ورو ورو په ژور خوب ویده شواو نوريې د ونود پاڼودښورولو توان نه درلود . د قصر شاوخوا ټول ازغن بوټۍرا زرغون شوي وو او کال په کال لویدل او بلاخره ټول قصريې داسی پټ کړ چی هیڅ هم نه معلومیدل.حتی دبام په سرجنډه  هم نه نوره نه معلومیده. خو خلکو نسرین نه وه هیره کړې اوتل به یی کېسې یو بل ته کولی ،چې څنګه نسرین ویده شوه او ډیرو شهزادګانو کوښښ کړی و چې هغه قصر ته ﻻړ شي خو تر اوسه یو هم نه و بریالی شوی ځکه چی اغزوبه څوک نه پریښودل داسې به یی ونیول لکه اغزۍ چی ﻻسونه ولري او همالته به بند پاتې شول. پس له دیرو کلونو نه یو ښایسته شهزاده دنسرین وطن ته راغلی و، او په ﻻره يې د یو ملنګ خبرې واوریدی چی د نسرین په هکله يې کيسه کوله . شهزاده هم ورته تم شو چې واوري دا ملنګ څه وایی.ملنګ ویل ٌدلته یو ډیرلوي قصر دی چی ښایسته نسرین په کې ویده ده او ورسره ټول د قصر اوسیدونکی هم ویده دیِِ ٌ.اوملنګ د خپل نیکه نه داهم اوریدلي وو چی ډیرو خلکو کوښښ کړی وو تر څو هغه قصر ته ورشی خو هغه ټول به په اغزیو کی خپل ژوند له ﻻسه ورکړ. په دې وخت کې ښایسته شهزاده وویل ٌزه نه بیریږم هغه قصر ته به ﻻړ شم او ښایسته نسرین به ووینم.ملنګ ډیرکوښښ وکړو چی دشهزاده مخنیوی وکړی خو شهزاده د هیچا خبره هم نه منله. اوس نو کابو سل کاله هم پوره شوی وواو هغه ورځ هم نږدې وه چې نسرین باید ویښه شي.کله چی شهزاده قصر ته نږدې شو نو ټولو اغزنو نسرین ګلانو په خپله ټيټ شول او شهزاده ته یی ﻻره پرانیستله،همدا چی شاهزاده تیر شو ازغن بوټي بیرته ﻻره بند کړه. اوس نو شاهزاده دقصر په منځ کی و.په ماڼۍ کې یی ویده شوي اسان،سپي او په بام باندی کوتری چی سرونه یي د وزروﻻندې  کړي وو ولید.د قصر په منځ کی حشری يې ولیدې چی په دیوال باندی ویده وی.اشپزچی ﻻ یی د شاګرد ویښتان په ﻻس کی وو هماغسی ویده و اومزدوره چی د چرګی کباب یی پخولو په ناسته ویده وه.شهزاده نور هم مخته ﻻړو هلته یې پادشاه اونور خلک ولیدل چې ویده دی.په قصر کې داسې چوپتیا او ارامي وه چې چا به خپل د زړۀ اوازهم اوریدای شو.شاهزاده ټول ځایونه ولټول بلاخره یې هغه کوټه پیدا کړه چې نسرین په کې ویده وه.شاهزاده چې نسرین ولیده د هغې ښایست ته حیران و نسرین دومره ښایسته وه چی شاهزاده هیڅ نه غوښتل له هغه ځای نه ﻻړ شي، نو د نسرین تر څنګ کیناست او نسرین ته یې یو ښایسته ګل په ﻻس ګی ورکړ. همدا چې شاهزاده نسرین ته ګل ورکړ نسرین سترګی وزمبلې او ورو ورویې سترګی خلاصی کړې او په ډیر مهربانۍ يې شهزاده ته وکتل.دوې دواړه د قصر په لور روان شول ،په ماڼۍ کې بادشاه او ټول نور هم د ژور خوب نه راويښ شوي وو؛اسونه هم ششنېدل ،سپي په ټوپو  وو او کوترې په الوتو وې حشرې اومچانوهم ورو ورو په الوتو پيل وکړ؛ په پخلنځي کې اور بیرته ګرم شو او د ډوډې په پخولو یې پیل وکړو.اشپز د شاګرد ویښتان خوشی کړل خو یوه څپیړه یې ورپسې ورکړه،کنیزې همکباب  سوزیدو ته نږدې شو.په دې توګه یو یو پاڅیدو. بادشاه د نسرین او شهزاده د واده اعلان وکړ. ټول ډیر خوشاله وو چې هر څه په خیر سره تیر شول او بیرته یې نوۍ ژوندپیل کړ.