په مسجدالحرام کې د دباب عمره او باب فتح په مينځ کې يو بل باب ( دروازه ) چې دباب شاه عبدالله دراوستلوکارباندي چې د هغې د ٢ غټو بنيادونو کار په وروستي پړاونو کې دى ، په حرم شريف کې د داخليدو لپاره د دوه مينارونو واله څلور لوي دروازى باب عمره ، باب فتح ، باب فهد اود باب ملک عبدالعزيز نومونوته منسوب دى ، ياده پنځمه دوازه به د ملک عبدالله په نوم منسوب وى اولدي سربيره د حرم شريف په انګړکې دمسجد نبوي په څير چترۍ هم نصب کيږې چې دسيوري لاندي به يې خلک لمونځ کوي د نوي پراخوالي په پروسې کې به د طواف کولو په ځاي کې هم د پر اخوالي جائزه واخيستل شي ، دټول حرم د يخ والي لپاره ايرکنډيشن کولو منصوبه ده چې د حرم شريف په تاريخ کې ترټولو لويه منصوبه ( پروسه ) ده ، دحرم شريف سره جوخت دوه پنځه ستوريز ريستورانتونه چې بيه يې اربونو ډالروته رسيږې په راتلونکو کلونوکې به وغورځول شې اودهغې ځاي به هم دمسجدالحرام په حدودو کې شامل کړي شې ، سعودي حکومت داورګاډي په يوه لويه منصوبه هم کارکوي چې په هغې سره به په راتلونکوکلونوکې د جده ، مکرمة المکرمه او مدينة المنوره د اورګاډي د نظام په وسيله ونښلول شي ، چې تيزوالي به يې په ساعت کې ٤٥٠ کيلو ميتره وي پدغه ډول به زيارت کونکى دجدي د هوايې ميدان څخه مکې او مدينې ته په ډيره اسانۍ سره سفروکړاي شي .
ښکاره دى وي چې د منى ، مزدلفه عرفات په منيځ کې لا د مخکې څخه د اورګاډو سفرونه پيل شويدي پدغه مصبونه کې دافغانستان په ګډون د بيلابيلو هيوادونووګړې کارونه کوي چې پکې په سلګونو فلپانيان او چينيان هم ګډون لرې چې په دوى کې ٣٦٠ د اسلامي تعلمياتو څخه په الهام اخيستلوسره د اسلام په سپيڅلې دين مشرف شويدې ، چې خادم الحرمين الشريفين يې په ځانګړې ډول انعام او اکرام کړيدى ، اسلام د امن مينې او ورورولۍ مذهب دى ، کله چې غيرمسلم د اسلام حقيقت په خپلو سترګو ووينې نوبيا پرهغوي د لويديځ والو پروپاګندى اثر نه کوي ولې چې دغو نړيوالو مسلمانان يواځي اويواځې د ترهګرو په شکل نړيوالوته وړاندي کوي .
په تيرو ورځوکې د مسجدالحرام دپراخوالي پدغه مصوبې سره شاه عبدالله د نړۍ ترټولو لوي مکه کلاک واچ هم پرانست کومه به چې د حرم شريف د باب عبدالعزيز دروازي ته مخامخ نصب وي .
جرمني ډوله دغه کلاک ( ساعت ) به په لندن کې نصب د نړۍ ترټولو لوي ساعت چې نوم يې بګ بين دي څخه شپږ چنده ( واري ) لوي وي ، چې لوړوالي به يې ٦٦٢ ميتره يعنې ٢٠٠٠ فوټه لوړ وي ، ددغه اوږد مينار ( ټاور) څلورو خواو ته څلور لوي لوي ساعتونه نصب شوي چې په هغوي به په لويو ټکو باندي لفظ الله ليکل شوي وي دغه ساعتونه به د حرم شريف څخه په اووه کيلوميترۍ کې په ډيره اسانۍ سره ليدکيږې .
لدي سربيره په دغو ساعتونو به ٢١ زره سپين او شنه ګوروپونه ( بلپونه ) لګيدلې دي ، چې د لمونځ کولو پرمهال به يوه ځانګړي منظره وړاندي کوي ، چې پړقا ( څرکوالي ) به يې د ٣٠ کيلوميترو څخه ښکاري دغه راز پکې ١٦ داسې لينزونه ( لينزاسکائي لائټس ) لګول شويدي چې د شعاعو په وسيله به يې د الله نوم پراسمان ( فضا) ښکاري او همدارنګه پدغه ميناره کې به طاقتور لسپيکرونه نصب شوي چې د اذان اوازيې د مسجد حرم څخه ترڅو کيلوميترو اوريدل کيږې .
اټګل کيږې چې يادمکه کلاک واچ به د ګرين واچ مين ټايم کوم چې په لندن کې د متبادل په څير په کارراوستل شي .
په ٢٠٠٨ زع کال کې په دوحه کې يوکانفرانس کې دمسلمانانو علماء کرامو او پوهانوپه ساينسې بنيادونو داخبره ثابته کړيده چې د مکې مکرمي ځاي وخت د نړۍ اصل معياري وخت دى وجه يې داده چې مکه مکرمه د نړۍ په مرکز ( منيځ )کې شتون لري اوګرين واچ ټايم مغربي هيوادونو په ١٨٨٤ کال کې جبري مسلط کړي شوي دى اميدکولې شې چې مکه کلاک ټاور ( ميناره ) به مسلمانانو ته د ګرين واچ ټايم د متبادل پرځاي کاروکړي اوپوهه مسلمان پوهان او ليکونکي د ګرين واچ ټايم پرځاي دمکې مکرمي ځاي وخت اصل وخت ګڼي او ددې مطالبه کوي چې مکه کلاک ټاور دې د ټولي نړۍ مسلمانانو لپاره اصلې وخت مقرر کړاي شې .
پدي هيله چې د ټولو مسلمانو اوپه ځانګړي د افغانانو د مالوماتو ذريعه وګري او کوم ټکې کې غلطې راڅخه شوي وي مخکې دمخکې درڅخه معافي غواړم ولې چې انسان لره هيرشته دى .
مسيح الله (عصام)
Masihullah_asam@yahoo.com
وروستي