سپيڅلى كلتوري بغاوت ديموكراسي ده

رښتيا هم چې وخت تيريږي او خاطرې ترې پاتې كيږي ، كه دنړۍ څرخ اوړي نو ضروري ده چې ورسره دخلكو دود كلتور او هر څه تغير وكړي ، خو په ويښو او نومياليو قومونو كې پلارنى كلتور او دود پاتې كيږي لا څه چې خلك ورته ديو سپيڅلي كلتور په سترګه ګوري .
زمونږ هيواد افغانستان هم له يوې داسې ټولنې څخه جوړ دى چې خلك خپل پلارنى كلتور دود او دستور ته په درنښت ګوري او دانشي زغملاى چې پردى كلتور پردى سپيڅلي كلتور تيرى وكړي .
غوره ده چې ووايو نن دديمواكرسي په پير كې هم همدا ستونزه شته كلتوري بغاوت خپل اخرني پوړ ته رسيدلى دى ، خلك د پرديو هيوادونو دود دستور ته هركلى وايى او خپل كلتور ته په مخه ښه وايى .
زمونږ په ننۍ ټولنه كې يا اوس مهال په ټوليزه توګه دغه ستونزه ډير ليدل كيږي، دمثال په ډول نن سبا زمونږ په ټولنه كې دايو دود ګرځيدلې دې چې خلك لږيا دى پردى كلتور ته لاره پرانيزي ، دايوه وړه بيلګه ده چې نن سبا په ښوونځيو حكومتي دفترونو كې دپتلون او نيكټايي خبرې ډيرې ګرمې روانې سوال داده چې په رښتيا هم پتلون او نيكټايي دتمدن او ديموكراسي نښه ده ؟
پرون كه د طالب پرحكومت دانيوكه وه چې دښوونځيو پر زده كوونكو په زوره پټګى په سروي ، خو نن د ډيمواكراسي په حكومت هم همدا نيوكه ده چې په زده كوونكو په زوره پتلون اغوندي .
سمه خبره ده پټكى زمونږد پلارونو او نيكونو دوياړنو نښه ده ، زمونږ نيكونو هم همدا دود پالنه كوله ، خو پرځاى به يې همدا دود پاله .
مونږ پرون هم طالب ته داويل چې داښه خبره نده او نن يې د ډيمواكراسي اكټورانو ته هم وايو ،ښه مې په ياد دي چې مونږ څونفره په هغې ډله كې لال پاچاازمون هم راسره وو، دطالبانو د ښوونې او روزنې وزير متقي صاحب ته پدې موخه ورغلو چې ورته ووايو چې خلك ډير غريب دي ځان ته د ډوډۍ پيداكولو توان نلرى نو خپلو اولادونو ته به پټكي څنګه واخلي .
مونږ دهمدې خبرې لپاره مازيګر مهال دمتقي صيب د كور په لوري وخوځيدو، پرچا دې بده ونه لګيږي دطالب حكومت د ډيرو بديو په څنګ كې دا لوړ ولسي صفت هم درلوده چې وزير او صدراعظم ليدل يې دلوى عالم پوهاند امين صيب په خبره او تكيه كلام د دوه توتو خبره نه وه . بې له كومې ستونزې او تالاشي پرته دمتقي صيب د اوسيدو په كوركې دسالون په دروازه ورننوتو له روغبړ وروسته سمدستي په هغه سالون كې په جمع ودريدو دلمانځه تر خاتمې او دوعا وروسته متقي صيب وويلې ښه مازيګرى ده كه ستاسو خوښه وي بيرون به په چمن كې كينو، موږ هم بې له تشريفاتو وويل څنګه چې دى خوښه وى ، له همدې خبرې سره دانګړ شاهانه چمن ته را ووتلو په چمن كې هر يو په خپل سادر كيناستو له لنډې معرفي وروسته متقي صيب وويلې خداى مو راوله شه راغلاست او بيا يې ازمون صيب ته مخ واړوه چې ستاسو شاعران مونږ سره هيڅ همكارى نه كوي يو شه ملي سرود مو راته جوړ نكړه ،ازمون صيب ورته وويلې مونږ به يې جوړ كړو كه ستاسو خوښ شي .
مونږ په همدې خبرو كې وو چې يو پيړ سپين پټكى ملا د خبرو مخه بلې خوا كړه متقي صيب ته يې وويل چې تاسې زمونږ مدرسې ته رانغلى ټول طلاب مو پټكيو ښايسته كړيدي ډير شه معلوميږي ، يو وار خو تشريف راوړى پدى وخت كې ماله ځان سره وويل چې غواړى يې پرې واوړې ما ملا صاحب ته وويل چې ستاسو په ګمان تاسو ښه كار كوى ايا دا ټولو زده كوونكو د پټكي داخستلو توان درلود چې تاسې پرې حواله كړي دي ،مونږ دهمدې خبرې لپاره راغلي يو چې تاسې ته ووايو چې دا ښه كار ندى ولس ددى مصرف توان نلري.
پرځاى ددى چې زما مخاطب ملاء زما دخبرو ځواب ووايې متقي صيب په ډيره ملايمه لهجه زه مخاطب كړم چې معلم صاحب تاسو ښه خبره كوى خو زمونږ دا مدرسه ديني مدرسه ده مونږ ديني مدرسو ته په خپله پټكى اخلو ملايان بايد پټكى وتړى په نورو مدرسو او ښوونځيو كې دا جبرى نده خو خولۍ به په سركوي .
داوخت د وزير دخولې خبرې وې داچې د ښوونځيو او مدرسو مديران د خولۍ پر ځاى څه راوړه دا بيا بيله خبره ده ، په هرحال خبره اوږديږي اوس اصلي خبرې ته راځم او هغه داچې ايا په رښتيا د رعيت لپاره د لباس انتخاب دحكومتونو دنده ده ؟
دشاه امان الله له وخت نه را واخله بيا تر ننه پورې زمونږ حكومتونو بې لدې چې دمسئلې علمي حل راوبآسي پدى يې ځان مصروف ساتلى چې تور واغونده ،سپين مه اغونده ، پټكى په سر كړه ، پټكى مه په سروه ، پتلون واغونده پتلون مه اغونده .
علمي او منلې خبره داده چې پدې خبرو وړۍ نه شړۍ كيږي له علم او تجربې نه بآيد په علمي ژوند كې كار واخلو همدا حكومتونو راباندې په ښوونځيو اوپوهنتونونو كې لوستي چې جغرافيه هغه علم ده چې په بيلا بيلو سيموكې د انسان او چاپيريال اړيكې څيړي كه زمونږ حكومتونه په واقعي مانا علم ته علم ووايې او په ځانګړي ډول يې جغرافيه ديو علم په حيث پيژندلې واي نو شاه امان الله بۀ د اروپا د سفر نه په راستنيدو دپتلون اغوستلو حكم نه صادروه .
شاه امان الله لدې خبرې نه ناخبره وو چې اروپايانو دخپل چاپيريال مطابق ځان ته پتلون غوره كړه ، خداې مي دي غاړه نه بندوي چې شاه امان الله به لدې څخه هم واقف نه وو چې دجغرافيوى ويش په لحاظ زمونږ هيواد په كومه ساحه كې واقع دى لدې سره سره د سفر په اوږدو كې دې ته هم نه ده متوجه شوى چې عربان ولې اوږده سپين كميسونه اغوندي اويا هم هندوان ولې لكه ليوني په لنګو كې ګرځي ، واقعيت دادى هم عربآن او هنديانو خپلو ځانونو ته د جغرافيې دعلم پر بنسټ د لبآس شكل او بڼه ټاكلې ده او هم اروپايانو او امريكايانو . داچې په افغانستان او پښتونستان كې كې دغه قوم دريمه بڼه د لباس غوره كړيده داهم دجغرافيې دعلم پراساس دقيق او پرځاى انتخاب دى .
كه مونږ پخپله په داخل د افغانستان كې د سالنګونو او يا دكوه بابا دغره دلمنو اوسيدونكو ته ووايو چې سپين او ازادې جامې واغوندي دا پر ځاى خبره نده ، هغوى دخپل چاپيريال مطابق پخپله دا احساس كولى شي چې څه رنګه جامې واغوندى ، پتلون بهتره ده او كه لنګ . داهم دانصاف نه لرې خبره وى چې نورستانيانو او يا دنور سيمو او غرونو اوسيدونكو ته څوك ووايې چې تاسې ولې پاى تاوى تړى ( پاى تاو د خوروګوتو په بر او څومترو په اوږدوالې وړين اوبدل شوى ټوكر ده ،چې له بجلكو نه نيولې تر زنګو پورى له دواړو پښو تاويږي ترڅو د واورواو يا له غره څخه د كاڼو د راښوئيدو په مقابل كې پـښي خوندي او محفوظې وساتي او هم دمار لړم اونورو مضره حيواناتو له چيچلو څخه يو څه په امان كې وي ) كه لږ دقيق فكر وكړو نورو انسانانو دخپل چاپيريال مطابق ښه او پرځاى كلتور خپل كړيدى خبرې ډيرې او سر يې يو اوس هم سري وخت دى موجوده حكومت دې لكه د تيرو حكومتونو په شان بي خريطى ډزى نكوي .
نه پتلون دتمدن نښه او علامت جوړيداې شې اونه پراخې او ارتې جامې د وروسته پاتې والى باعث دي . پدې هرڅوك پوهيږي چې تر اروپا وړاندى اسيا دتمدن ځانګو وه ، دا په داسې حال كې چې اروپا پټې سترګې هر خوا لاس او پښې وهلې خو پتلون او يا پتلون ته ورته ډبل او پيړ ټوكران يې لباس وو ، لدې نه دا چوتيږي چې د لباس نوعه جغرافيوي چاپيريال ټاكي .
ځوانان ديورپي فيشن رسۍ لري په غاړه
زاړه مو له زړو مزخرافاتو تېريداى نه شي .