پر کرښه سيالي ګواښ دی

ل : براهم ګیلاني  ژ : حماد
برتانوي نیواک ( استعمار ) دهند په نیمه وچه او سویلي اسیا کې ډیرې داسې ستونزې پرېښې دي ، چې تر اوسه د سر درد بڼه لري ددې ستونزو په سر کې افغانستان ته څیرمه د پاکستان په نوم دیو هېواد راپنځول دا دواړه هېوادونه دخپل ملت لپاره دځانګړي هویت په لټه کې دي ، خو زما له انده دواړه ترکستان ته روان دي .
نن ورځ دواړه هېوادونه له کورني کاواکه حالت سره لاس وګریوان دي او دسخت دریځه اسلامپالو ، په سیمه کې وسله وال ځواکونه ، بهرنۍ موخې دا نو هغه څه دي ، چې ددوی وضعیت نور هم دکړکیچ لور ته روان کړې دی .
دولسشمر باراک اوباما دا اعلان ، چې موږ له افغانستانه وځو او د 2014 ز تر پایه خپل ټول جنګي پلان ته دپای ټکی ږدو دا ډول یوه پریکړه دهغې جیو سیاسي سیالۍ لپاره یوه پیلامه ده ، چې په افغانستان او پاکستان کې دنوې سیاسي لار نخچې بڼه ولري .
وروستیو پرمختګونو ته په کتنې او دامریکايي ځواکونو هغه یرغلیز برید ،چې په ایبټ اباد کې دبن لادن پر ترور پای ته ورسید پخوا مې هم ویلي و ایبټ اباد دپاکستاني پوځ مهمه اډه ده او اوس هم دامریکایانو له انده دنړیوالې ترهګرۍ خوندي مرکز دی ستونزه داده ،چې څرنګه د ډیورڼد کرښې ته څیرمه سیمه له ټیکاو او ثبات برخمنه شي او ډیر کار ته اړتیا ده ، چې دا سیمه له بنسټپالو پاکه شي دا سیمه اوس دامریکایانو ترمنځ د AF-Pak مشهوره ده .
په تېره یوه لسیزه کې او په 2001 ز کې دسپټمبر له یولسم راوروسته دپاکستان په زړه کې پرتې سیمې دجهادي ډلو پر خوندي پټنځایونو اوښتې وې په دې سیمه کې دبن لادن ترور او دیو شمیر طالب او القاعدې مشرانو نیولو دا جوته کړه ، چې جهادي بریدونه دپاکستان له غرونو نه ، بلکې دپاکستاني ښارونو له منځه رهبري شوې دي .
اوسمهال داسې ښکاري ، چې افغانستان او پاکستان سوکه سوکه دپاڼ ژۍ ته ورنږدې کیږي پردې سربېره دواړه هېوادونه له کورنیو ستونزو سره مخ دي ددې ترڅنګ حکومتونه يې کمزوري دي سختدریځه بنسټپالې ډلې په کې غوړيدلې دي ، ډډه يې پر بهرنیو مرستو ده ، مخدرات او فساد يې هویت دی . دواړه هېوادونه دکاواکه او کمزورو هغو په سر کې ځای نیولې دی دکورنیو امنیت دنشت له کبله هره ورځ د شړیدو اندېښنه شته دکابل او اسلام اباد له وسه دا پوره نه ده ،چې دخپلو هېوادونو پر لرې پرتو سیمه خپل کنترول ټینګ کړي . په دواړو هېوادو کې دولسمشر واک له پلازمینې وراخوا نه چلیږي که په افغانستان کې واک له جنګسالارانو او قبیلوي مشرانو سره دی په پاکستان کې دلویدیزو سیمو پرته دنورو دهغو واک بیا له پوځ سره دی ، خو ددواړو هېوادونو ترمنځ توپیر دادی ،چې پاکستان اوس دکاواکه هېوادونو لړ لیک ورننوتې دی او له ګواښه ډکې اتومي وسلې لري نو په ګانده کې ددې شونتیا شته ، چې ډیورنډ کرښې ته څیرمه دپاکستان تر کنترول لاندې سیمې به دنړیوالې ترهګرۍ پر ځالو او خوندي ځایونو واوړي . پورتني وضعیت ته په کتنې کرښې ته څیرمه سیمه کې داغیزناکو زبرځواکونو په ځانګړې توګه دامریکا ، چین او هندوستان ترمنځ دګټو ټکر رامنځته کیږي او دا بیا په خپل وار سیمه ییز وضعیت نور هم پیچلې کوي .
• دامریکا ګټې
• دچین ګټې
• دهندګټې
• نړیواله سیالي پر کومه روانه ده ؟؟

• امریکايي ګټې
دامریکا دګټو له زوايې که چیرې ډیورڼد ته څيرمه سیمو ته وګورو دا له خپل ارزښته برخمنې هغه دي او ستراتیژیک ارزښت لري او په ګانده کې دواشنګټن دستراتیژۍ لپاره مرستندویه ثابتیدلای شي . افغان جګړه که چیرې پای ته ورسیږي امریکا غواړي ،چې په عراق کې یو شمیر محدود سرتیري ولري او په افغانستان کې داوږدې مودې لپاره نظامي اډې جوړول غواړي په بله مانا امریکا غواړي ،چې ګرده سیمه له افغانستان څخه وڅاري .
په افغانستان کې له جګړې وروسته ددې شونتیا هم شته ، چې امریکا دخپلو هوايي ځواکونو پر مټ خپل مخالفین ، چې دوی ترهګر بولي راوپرځوي او ان دا ،چې په پاکستان کې يې خوندي پټنځایونه په نښه کړي . ولسمشر اوباما په تیر جون کې دخپلې وینا په یوه برخه کې ویلي و : موږ به په پاکستان کې ترهګر څارو او پټنځایونه به يې په نښه کوو او له دې پرته بله چاره نه لرو . نوموړی ډیورنډ کرښې ته څیرمه سیمه باندې ټینګار کوي او زیاتوي دمتحده ایالاتو موخه دهغو پټنځایونو نښه کول دي ،چې کېدای شي القاعده او یا ددوی ملګري يې بیا دامریکا او یازموږ دملګرو پر ضد وکاروي .
ځکه خو امریکا په افغانستان کې خپله جګړه له سویل څخه ختیځ ته ولیږدوله او غواړي له دې ځایه دا اوږده پوله وڅاري او ښه بیلګه يې پر ایبټ اباد برید .
متحده ایالات اړ دي ،چې په ختیځ کې نظامي اډه ولري او له دې ځایه وکولای شي په پاکستان کې ،چې هر ځای يې خوښه وي په نښه کړي له دې وروسته به دافغانستان ختیځ دامریکایانو لپاره له ډیر ارزښته برخمنې سیمې وي او ځانګړي ځواکونه به دپاکستان تر کنترول لاندې سیمو د وسله والو پر ضد عملیات کوي پردې سربېره دا سیمه دامریکا له انده بل ارزښت هم لري ځکه ، خو واشنګټن هڅه کوي ،چې دلته خپل حضور باوري وکړي او دپاکستان اتومي وسلې له نږدې وڅاري او دترهګرو لاس ته ورنشي . دشلمې پیړې له نیمايي څخه رادیخوا امریکاډیورنډ کرښې ته څیرمه سیمو کې په ټوله مانا ښکیله وه ، خو کله ، چې په 1979 ز کې پر افغانستان برید وکړي نو دامریکا دښکلتیا بڼه ورسره بدله شوه . له همدې مهاله امریکا دپاکستان له لارې دCIA په مشرۍ پټه جګړه پیل کړه ،چې پخوانی شوروي اتحاد له دې راایسار هېواد ( افغانستان ) څخه وتلو ته اړ باسي ، خو دسپټمبر له یولسم راوروسته دا پټه جګړه پر څرګندې هغې واوښته او امریکا خپله دې سیمې ته راغلله .
دپخواني شوروي اتحاد پر ضد دې پټې جګړې ، چې نهه کاله وغځیده دډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته یو ډول نوې جهادي کلتور راوپنځوه پردې سربېره دې پټې جګړې دیو شمېر جهادي اتلانو لکه بن لادن ، ملا عمر او نور ... په رامنځته کولو کې هم خپل رول درلود .
په سیمه کې دې پټو او ښکاره جګړو او پرلپسې اړتیا دېته اړتیا رامنځته کړه ،چې دځانګړو ځواکونو عملیات او ګزمې ترسره شي ځکه ټول دا نګیري ،چې ستونزه دپاکستان تر کنترول لاندې سیمو کې ده .
خپله په پاکستان کې دننه دمتحده ایالاتو ته په ښه سترګه نه کتل کیږي اوپاکستاني سیاستوال دواشنګټن او اسلام اباد پر خپلمنځیو اړیکو نیوکه کوي . دPewپه نوم یو مرکز ،چې دفتر يې په واشنګټن کې دی دې مرکز په ګرده نړۍ کې امریکا په اړه یوه سروی تر سره کړه په پاکستان کې ¾ پاکستانیانو امریکا ته په ښه سترګه نه کتل او په هر لسو کې اوو پاکستانیانو امریکا ته د دښمن پر سترګه کتل نه د ملګري په توګه . په پاکستان کې دا ډول یو دریځ به دا ستونزمنه کړي ،چې امریکا دې په سیمه کې خپلې تګلارې په خلاص مټ پلې کړي . دیادونې ده ، چې امریکا دسپټمبر له پېښې راوروسته له پاکستان سره نږدې 21 بلیون ډالر مرسته او بسپنه ورکړې ده ،چې له ترهګرۍ سره یې په جګړه کې وکاروي ، خو واشنګټن له اسلام اباد څخه دپاموړ مرسته نه ده لیدلې او ځينې وخت خو له واشنګټن سره له چله او دوکې کار اخستې دی البته دا دامریکایانو وینا ده ،چې دوی له موږ سره چل کوي . نن ورځ ، چې په پاکستان کې دامریکا ضد دریځ غښتلي کیږي دا ورسره جوتیږي ،چې په پاکستان کې دواشنګټن موخې کاواکه کیږي او داسې ښکاري ،چې هر څه په شا روان وي . اوس ، چې پاکستان له اقتصادي ستونزو سره مخ دی او دخپلو تولیداتو پر مټ يې چاره نه کیږي او تر ډیره دامریکا پر مرستو ډډه لګوي ددې مانا دا شوه ، چې دامریکا تګلارې له سیمه ییزو لنډمهاله ګټو سره تړلې دي او پاکستان په دې چاره کې بریالې راوځي او دا يې له وسه پوره ده ،چې په افغانستان کې دامریکايي عملیاتو په اړه وروستۍ خبره هم پاکستانیان وکړي . كه موږ دامریکا ستراتیژۍ ته ځیر شو ولسمشر اوباما په افغانستان کې دامریکايي ګټو سقف راټیټ کړې دی اوغواړي ،چې ډیره ډډه پر پاکستان ولګوي . اوس متحده ایالاتو دبوش هغه تګلار ،چې په هر ځای کې باید وسله وال په نښه شي خلف يې نوې ستراتیژي رامنځته کړې ده او هیله یې داده ، چې له طالبانو سره دخبرو اوسولې له لارې ستونزه له منځه یوسي . په دې نوې ستراتیژۍ کې اوباما پاکستاني جنرالانو ته اړ دی ،چې طالبان دېته رامات کړي ،چې خبرو ته کیني ، خو داندېښنې داده ،چې ځینې جنرالان خپله افغان طالب مشرانو ته پټنځایونه برابروي ،چې خوندي وي دا خو پریږده ،چې دا زمینه هم ورته برابروي ،چې دپاکستان خاوره دافغان حکومت او امریکایانو پر ضد وکاروي .
اوس ، چې خبره داسې ده دا اټکل بیا ناسم دی ،چې واشنګټن دې له افغانستان څخه پرداسې بڼه ووځي ، چې اب يې پر ځای پاتې وي دلته بیا امریکا په لوی لاس ځان دپاکستان غیږ ته ورغورځوي ،چې وتلو یوه ابرومندانه لار ورته وګوري .
 
دچین ګټې :
چین تل په پاکستان کې کارنده رول لوبولې دی اسلام اباد چین ته دسختې ورځې دملګري په سترګه ګوري په وروستیو کلونو کې د هندوستان پر ضد ، چې دچین او پاکستان دودیز دښمن هېود دی اړیکې ډیرې پیاوړې شوې دی .
له بل پلوه په نسبي توګه چین په افغانستان کې نوی لوبغاړی دی او دحرص تر بریده هڅه کوی ، چې دافغانستان بازار راخپل کړي او دجیوسیاسي په ګرمه جګړه کې دطبیعي زیرمو او کانونو دراایستلو زمینه تر لاسه کړي . ان دا ، چې چین دطالبانو دواکمنۍ پر مهال هڅه کړې وه ، چې دافغانستان د طبیعي زیرمو او کانونو تړون راخپل کړي .
کېدای شي دسپټمبر دیولسمې پېښې به تصادفي خبره وه کنه په هماغه ورځو کې چین او طالبان دېته نږدې شوې و، چې دافغانستان دکانونو او زیرمو دراایستلو تړون له یو بل سره لاسلیک کړي او یوازې چینايي شرکتونو به دافغانستان پر زیرمو په خلاص مټ شخوندواهه .
چین له طالبانو سره کومه ستونزه نه درلوده . په افغانستان کې دطالبانو واکمني دچین لپاره یوه زمینه وه ځکه چین تل په هغو هېوادو کې پانګونه کړې او کوي ، چې له امریکا سره یې اړیکې ترینګلې وي او دامریکا لخوا رټل شوې وي لکه په ختیځ کې برما او په لویدیز کې سوډان . هر کله ، چې پر کوم هېواد اقتصادي بندیزونه لګیدلې وي چین بیا ور دانګي او هلته له فرصته ګټه پورته کوي او نوې کړکۍ پرانیزي .
دبیلګې په توګه کله ، چې دنړیوال فشار له کبله چاپان او هندوستان دایران دانرژۍ له ځینو پروژو په شاشول او نړیوالو پر ایران اقتصادي بندیزونه کېښودل چین رامنډه کړه او له ګرم فرصت څخه يې ګټه پورته کړه او دولتي شرکتونو په ایران کې هغه تشه ډکه کړه ، چې دچاپان او هندوستان له تګ وروسته رامنځته شوې وه .
په افغانستان کې هم چین وار لومړی کړ نه متحده ایالاتو چین لومړنی هېواد و، چې د اومه مواد درا ایستلو تړون له افغان حکومت سره لاسلیک کړ . افغانستان رښتیا هم دخزانې پر ناست دی او د پلیتیوم ، سرو زرو ، کوبالټ ، المونیم او اوسپنې بډایه کانونه لري . خپله متحده ایالاتو وايي : د افغانستان دکانونو پانګه له ټریلیون ډالرو زیاته ده ، چې داومه موادو پر بڼه دهېواد په مختلفوسیمو کې دخاورو لاندې ده او هیچا لاس نه دی ور وړې .
متحده ایالات او دناټو غړي هېوادونه لګیا دي افغانستان بسپنه ورکوی ، چې په دې هېواد کې سوله او ټیکاو رامنځته شي ، خو چینايي شرکتونه لګیا دي دافغانستان په کانونو کې پانګونه کوي او په افغانستان کې دکانونو له انقلاب ګټه پورته کوي .
ښه بیلګه يې داده ، چې د 2007 ز په ډیسمبر کې دچین دولتي شرکت له افغان حکومت سره د 2,9 بیلون ډالرو په اندازه تړون لاسلیک کړ او چین به دعینکو دکان دراایستلو چارې پر خپله غاړه اخلي . دعینکو کان دنړۍ په کچه تر ټولو ستر احتیاطي کان دی ،چې المونیم لري او داټکل له مخې نږدې 240 ټنه المونیم لري .
چین افغانستان ته دخپلو ګټو له زوايې ګوري ، خو له پاکستان سره يې بیا اړیکې هر اړخیزه هغه دي ان تردې ، چې متحده ایالات او هنديې اندېښمن کړې دي او دا اړیکې دهرې ورځې په تیریدو لاپسې پیاوړې کیږي .
چین او پاکستان په سیمه کې ګډې پروژې او موخې لري پردې سربېره د تیلو دنللیکو دغځولو سربېره غواړي ، چې په عرب سمندر کې سمندري نظامي اډه جوړه کړي دا به دخپل ډول لومړنۍ هغه وي ، چې له چینايي جنګي بیړیو سره دچین له دودیزو سمندري حدود وراخوا په ختیز او سویل ختیزې اسیا کې مرسته وکړي او لوژستیکي اړتیاوې يې پوره کړي . هند دا هر څه په سړه سینه او اندېښنه څاري ځکه ، چې دچین او پاکستان مخ پر وده هر اړخیزه اړيکې دنوي ډیلي ملي امنیت ته ګواښ دی ځکه خو پکین اواسلام اباد له هند سره دسیاسي پولو واقعیت نه مني او دپولو دستونزو حل ترې غواړي . په وروستیو کلونو کې چین دولسي ازادۍ لښکر نږدې 1100 سرتیروته لار پرانیسته ، چې په ګلګیت او بالستستان ایالتونو کې دهملایاغرونو ته ورسیږی . پاکستان له چین سره ددې ایالتونو پر سر جنجال او ستونزې لري . چین له دې ترینګلي حالت څخه دځان په اړه ګټه پورته کړه او هلته يې نوې پروژې لکه د نوو لارو ، دبندونو او سورنګو جوړول پیل کړل . اوس دهندوستان اندېښنه داده ،چې هسې نه دا سرتیري دلته خپلې ريښې کلکې کړي او دا دوه ایالتونه به دچین تر اغیز لاندې راشي .
دهند بله اندېښنه دا هم ده ، چې کیدای شي چین به دولسي ازادۍ دسرتیرو په لیکو کې خپل پوځیان دهندي او پاکستاني پولو ته نه وي لیږدولې که چیرې دهند او یا کوم بل هېواد ترمنځ جنګ رامنځته کیږي نو چین به وار له مخه ځانته ځای نیولې وي .
دبن لادن له ترور وروسته ، لومړی وزیر یوسف رضا ګیلاني پلازمینې پکین ته ورسید ددفاع وزیر احمدمختار هم ورسره و نوموړي هملته وویل : چین زموږ ټولې غوښتنې په پراخه ټنده ومنلې او په سر کې يې دګوادر بندر په اړه دهمکارۍ خبره ده، چې چین به يې عصري توګه جوړوي ځکه ګوادر ستراتیژیک ځای دی او اوس په پوره توګه نه کارول کیږي .
دا څرګندونې داسې مهال وشوې ، چې دپاکستان او سینګاپور ترمنځ دتړون موده پای ته رسیدلې وه . په همدې سفر کې چین ومنله ،چې پاکستان ته به نږدې 50 JF-17الوتکې هم ورکوي .
پردې سربېره دپاکستان ددفاع وزیر له دې هم پرده پورته کړه، موږ له چین غوښتي ، چې ګوادر بندر ته څیرمه بله نظامي اډه جوړه کړي موږ به دچین دا ښه تر ډیر هیر نه کړو که چیرې دوی په ګوادر بندر کې دپاکستان لپاره سمندري اډه جوړه کړي دوزیر دې څرګندونو چین یو څه خوابدې کړ ځکه چین نه غوښتل ، چې په داسې بربنډه توګه دې دا پروژه اعلان شي لکه څرنګه ، چې معلومه ده چین خپل ستراتیژیک پلانونه په چوپه خوله پلي کوي او دهر څه په اړه ډنډوره نه غږوي . چین رښتیا هم چوپه خوله په ګوادر بندر کې کار پیل کړې دی ددفاع وزیر دڅرګندونو په اړه دچین غبرګون دنورو دتیرایستلو هڅه وه : موږ دپاکستان ددفاع له وزیر سره په دې لیدنه کې دا موضوع نه ده راپورته کړې . ،ګلوبال ټایمز چینايي ورځپاڼه ،چې دچین دحکومت دکمونیست ګوند لخوا خپریږي او ملي تګلار پلې کوي ورځپاڼه پرته له دې ،چې دچا تندي ته وګوري په خپله سریزه کې کاږي : چین دېته اړتیا لري ، چې ستراتیژیکو موخو لپاره له سمندرونو وراخوا سمندري اډې ولري او خپل نړیوال رول په سمه توګه تر سره کړي . ورځپاڼه زیاتوي : اوس ددې وخت رارسیدلې دی ، چې نړۍ باید پوهه شي ، چې چین ولې له سمندر وراخوا سمندري اډې غواړي .
اوسمهال پاکستان غواړي ، چې دچین پر مرسته دهندوستان دسمندري ځواک پر وړاندې خپل انډول برابر کړي او چین بیا هڅه کوي ،چې هندي خلیج کې ځانته دپښې کېښودو ځای ومومي او خپل ستر جیوسیاسي ارمانونه پوره کړي او دزبرځواکونو ترمنځ ، چې کومې سمندري سیالۍ روانې دي په دې کې ګټونکې راووځي .
چین په نسبي توګه په خپلو سمندري ځواکونو کې دنیمګړتیاوو منښته کوي که چیرې دګوادر ستونزه حل شوه او دلته يې پښه کېښوده دا به يې هغه ستونزه له منځه یوسي او په سویلي اسیا کې به داسې ځای وي ، چې چین هرڅه په خپله وڅاري .
چین پلان لري ، چې له دې وروسته له افریقا او عربي هېوادونو واریدونکې انرژي له ګوادر څخه خپل هېواد ته ولیږدوي دا چاره به دنل لیکو له لارې تر سره کیږي ، چې دګوادر بندر به دپاکستاني کشیمر له لارې له چین سره نښلوي او دختیز ترکستان څخه به دچین لویدیز ته لیږدول کیږي .
دا ډول پو پرمختګ به چین ته دا زمینه په لاس ورکړی ،چې دانرژۍ دلیږد په برخه کې دلګښت سپما رامنځته کړي او چین به نور پر هغو لارو او ګودرونو ډډه نه لګوي ،چې امریکا يې څاري لکه دمالطې او تایوان تنګي .
نور بیا :
دهندوستان ګټې :
دهندوستان ګټې
هندوستان یو له هغو هېوادو دی ،چې له افغانستان سره يې ډیره مرسته کړې ده او په دې هېواد کې يې دبیارغونې او بنسټیزو پروژو د جوړولو په موخه له 1.5 بلیونه ډالر و د بسپنې ژمنه يې کړې ده . دمتحده ایالاتو برعکس ،چې په افغانستان کې پر پوځي او وسله وال شتون ډیره ډډه لګوي ، خو هندوستان بیا په ملکي برخه کې دځای موندنې په لټه کې دی او له پوځي شتون څخه ځان ژغوري . هند د سړکونو ،روغتونونو ... پر جوړونه ځان بوخت کړې دی ، چې ښه بیلګه ېې دولسي جرګې دودانۍ جوړول دي . دا چې هند دبیارغنیزو پروژو پر جوړولو ټینګار کوي نو دPew مرکز دسروی له مخې هند په افغانستان کې دنورو ځواکمنو سیالو هېوادو له منځه دافغانانو له انده دښه هېواد نوم ګټلې دی .
په افغانستان کې دهندوستان دلاسوهنې خبره څه نوی هغه نه ده دا هېواد دشملې پیړې له پنځوسمو کلونو راهسې دافغانستان پیاوړی مالي مرستندویه هېواد پیژندل شوې دی او ددواړو هېوادو ترمنځ دوستي دشپږو لسیزو شالید لري .
هند یوازې له طالبانوسره ښې اړیکې نه درلودې او خپل ټول پام شمال ټلوالې ته اړولې و ، خو کله ،چې دنړیوال ایتلاف دفشار په ترڅ کې طالبان له واکه لیرې شول هند له حکومت سره بیا ډیر نږدې شو !! دکابل او ډیلي ترمنځ اړیکې ددې مقولې پر بنسټ ولاړې دي ( زما ددښمن دښمن زما ملګری دی ) . پردې سربېره دواړه هېوادونه دهمکارۍ لپاره ډیر څه لري .
کله ، چې برتانوي نیواک ( استعمار ) په 1947 ز کې دهند له بدن څخه دپاکستان په نوم یوه ټوټه راپرې کړه افغانستان یوازینې هېواد و ،چې په ملګرو ملتونو کې يې په څرګنده ددې نوي هېواد دراپنځولو مخالفت وکړ
له هماغې ورځې افغانستان د ډیورنډ کرښه ونه منله ، دا دافغانستان او پاکستان ترمنځ په زور ایستل شوې کرښه ده ،چې نوښت يې دانګریزانو په لاس کې و او یوبدن ( پښتانه ) په دوو برخو سره وویشل .
نن ورځ کرښې ته څېرمه په مختلفو تورونو او نومونو یو ځانګړې نژاد ځپل کیږي او لامل يې زما له انده د ډیورنډ کرښه ده ،چې اوسمهال له سیاسي نخچې پرته کوم دپاموړ ارزښت نه لري دا کرښه نه کوم سیاسي ، نژادي او اقتصادي مفهوم نه لري ، خو دپاکستان په لویدیز کې ،چې دهرې ورځې په تیریدو بنسټپال ، وسلوالې ډلې راټولیږي او دا سیمه په خپل ګروت کې نیسي نو دا کرښه ورسره دګردې نړۍ دجهادي اسلامپالو مرکز ګرځي دا به بیا ناشونې وي ، چې سړی کرښه او کرښې ته څیرمه دومره کنترول کړي ،چې بنسټپال او وسله والې ډلې په کې بیا بچي ونه زیږوي .
اوس خبره دهند ده په افغانستان کې ،چې څه روان دي او څه پیښیږي دا هېواد يې اندېښمن کړې دی او په لیرې راتلونکې کې دا دځان لپاره ګواښ بولي که چیرې بیا طالبان واک ته لار ومومي هند به له رادیکالي اسلام سره مخ شي او سیوری به يې دهندوستان له پولو نیولې ترمنځنۍ اسیا ، لویدیزه اسیا پورې غځیږي که دا سیناریو رامنځته شي نو په سیمه کې وار له مخې ځای پر ځای شوې بنسټپال به خپل ټول پام هند ته ورواړوي ځکه خو هندوستان خبله ټوله هڅه کوي ، چې طالبان په افغانستان کې بیا واک ته ونه رسیږي په وروستیو کلونو کې هند په افغانستان کې خپل شتون یو څه زیات کړې دی او په څو مهمو ښارونو کې يې خپل قونسلګرۍ پرانیستې دي . پاکستان بیا دې قونسلګریو ته دشک په سترګه ګوري اووايي دا د( څارګرۍ ځالې ) دي دا هغه جمله ده ،چې خومنیي په تهران کې دامریکا دسفارت په اړه کړې وه . تر اوسه په افغانستان کې کړکیچ خپل وروستي فصل ته نه دی رسیدلې نودهند وستان رول به په ملکي برخه کې ورځې تربلې خپلې ریښې پیاوړې کوي .
پر کرښه نړیواله سیالي کوم لور ته روانه ده ؟
په افغانستان کې که سړی دنړیوال کړکیچ او سیالۍ وروستي پاړکي ته ګوري نو خبره ډیره پیچلې ښکاري او نښې نښانې ددې ګواهي ورکوي ،چې دا جیوسیاسي سیالي به نوره هم دوام ومومي .
متحده ایالات غواړي ، چې د 2014 ز کال تر پایه به سیمه له وسله والو او بنسټپالو پاکه شوې وي او هغه مهال به افغانستان کې داسې حکومت رامنځته شوې وي ، چې دامریکا ملګری او دوست هېواد به وي او پوځ به يې دامریکا دهوايي او ځانګړو ځواکونو له ملاتړ برخمن هغه وي .
دامریکا دا موخه او نیت دهندوستان له ګټو او موخو سره اړخ لګوي ، خو دهند او امریکا ترمنځ بیا هم ځینې داسې ټکي شته ، چې اختلاف پرې کېدای شي دبیلګې په توګه د ډیورنډ کرښه و چې هند يې دخپلو ګټو له مخې نه مني او دا افغاني سیمه ګڼي .
دچین او پاکستان ګټې بیا غاړه غړۍ دي او پاکستان غواړي ، چې طالبان یو ځل بیا په افغانستان کې واک ته ورسیږي ځکه دپاکستان له انده طالبان کولای شي ،چې داسلام اباد ګټې خوندي کړي .
ددې ضد ونقیض اوپیچلې وضعیت کې داسې ښکاري ، چې طالبانو یو څه ځانګړې لاسته راوړنې تر ګوتوکړې دي دبیلګې په توګه : طالبان توانیدلې دي ،چې دپاکستان په زړه کې دځان لپاره خوندي پټنځایونه ومومي اوبیا له دې ځایه په افغانستان کې جګړې ته دوام ورکړي او کولای شي له پاکستانه خپلو جنګیالیو ته داړتیا وړ توکي ولیږدوي
پردې سربېره دپاکستان په بلوچشتان کې يې دمشرتابه لپاره دفترونه او استوګنځای هم بې اغیزه نه دي له همدې ځایه خپل جنګیالي څاري .
له بل پلوه طالبان بیا بله ستونزه لري په افغانستان کې ناپښتونه لږه کي ورسره چنداني جوړ نه دي او پښتون میشتې سیمې پخوانې هغه نه دي اوس نوي وسله ډلې رامنځته شوې دي لکه پخواني جنګسالاران ، ملیشې ، اربکیان ، سیمه ییز پولیس او .. دطالبانو بله ستونزه پر پاکستان له اړتیا ډیره ډډه ده د امهال نو بیا طالبان دپاکستان زړه سوي او شفقت ته اړ دي او اسلام اباد يې بیا دخپلو ګټو پر محور راڅرخوي دلته باید دا خبره ومنو پر کرښه سیاسي ترینګلتیا دافغانستان او پاکستان ګانده له ګواښ سره مخ کړې ده که چیرې دواړه خواوې دمنطق له مخې چلند ونه کړي کېدای شي دا سیمه یو ځل بیا دسیمه ییز او نړیوال امنیت لپاره پر ګواښ واوړي .
په پای کې دسیاسي جغرافيې دمعیار له مخې افغانستان اوس یو ګوښی هېواد نه دی لکه څرنګه ،چې پخوا دا خبره کېده اوس افغانستان دپخواني رول له محوره راوتې دی ،چې دا سیمه دجګړه مارو او پیاوړو امپراتوریوترمنځ برید و نن ورځ افغانستان د خونړیو جګړو پر مرکز اوښتې دی له یوې خوا دا جګړه د ورورڼو ترمنځ ده او له بلې خوا روانه جګړه دسیمه ییزو اونړیوالو ځواکونو په استازیتوب دلته پر افغان خاوره ده هره ورځ په لسګونوافغانان په مختلفو نومونو دجګړې له کومي تیریږي اوس افغانستان داورشندونکو غره پر سر ولاړ دی او هر وخت ددې شونتیا شته ، چې والوزي :
پای .